37

ولسمشره! پام کوه چې استعفاء ونه کړي

گرآورده های مهم
11 January 2023

۷ / ۹ / ۲۰۱۵ زکال


طنز

زه خو لا د واک پر سر په شخړه کې ډاریدلم چې ولسمشر به د ولس سره د زړه خواله وکړي چې د ملی یووالي حکومت د امریکا له خوا په جبر راباندې تپل کیږي او ولس ته به په عذر ووایی چې نور دغه جبري واک او غلامي نه غواړم. ډیر ډاریدم خو تاسو ښه وکړه چې استعفاء مو ونه کړه ځکه دا لومړی ځل نه دي چې زموږ واکداران د پردو غلامان کیږي، هیڅ اندیښنه مه کوه.

ګران ولسمشره! ډار شوم، خوب مې والوت ځکه ما فکر وکړی چې وروستي ناندارې به تاسو استعفاء ته اړ باسې خو پام کوه چې استعفاء ونه کړي.

زه ډار شوم چې ولسمشر په امریکا او لویدیزه اروپا کې د ژوند ډیره برخه تیره کړی ده، خدای مه کړه چې د هغوي په شان د وړې ناکامي په وجه استعفاء وکړي، خو ولسمشره دا کار مه کوه ځکه دا افغانستان دي، ولس یې په غمونو او دردونو روږد دي.

زه ډار شوم ځکه تاسو د کمپاین په وخت کې د خپل توان څخه اوچته وعدي کړي وي خو پام کوه چې استعفاء و نه کړي زموږ ولس د نورې نړۍ په څیر نه دي. ولس بیده دي او د درواغجنو وعدو سره د ډیرو کلونو را وروسته عادت دي نو پام کوه چې استعفاءونه کړي.

زه په هغه ورځ ډیر ډار شوم چې د پاکستان سره دي د څارګرو ادارو د ګډ کار تړون لاسلیک کړي. د ځان سره مې وویل چې ولس وپاریدي او ولس مشر به ځانته شرم احساس کړي خو پام کوه چې په دغو وړو خبرو استعفاء ونه کړي ځکه دا ولس څو ځله خرڅ شوی دي.

ولسمشره! غم مه کوه چې د ملي شورا ټاکنې نه کیږي، کوښښ وکړه چې ستا په دوره کې دا چاره تر سره نه شي. ډار مه لره ځکه په ملي شورا کې ناست دومره واک لري چې د ولسونو پر ستونې پښه کښیږدي او ستاسو دغه ښې ګیڼه نه هیروي، پام کوه چې په دغه وجه استعفاء ونه کړي.

که کابینه نه بشپړیږي او ټول والیان نه ټاکل کیږي، دا نو په تا څه اړه لري ځکه واک خو (۵۰) سلنه ویشلي دي نو ځکه ستا ګناه نه ده او دلیل دي د ولس د قبول وړ ګرځیدلي دي. پام کوه چې څوک دی تیر نه باسي چې استعفاء وکړي.

دښمنان دي په غوږو کې د ډار انګازې خپروي چې ولسونه او حتی ستا نژدي انډیوالان در څخه خوابدي دي، حکومت به سقوط وکړي خو ولسمشره پام کوه چې ډار نه شي او استعفاء ونه کړي ځکه د امریکا د سنا غړي (۲۰) ځله درته ودریدل او په چکچکو یی بدرګه کړي. تاسو د فیل لکۍ نیولي ده نو پام کوه چې استعفاء ونه کړي.

ولسمشره! د ډاره ژړا راځي چې تاسو به استعفاء وکړي ځکه سترګو ته مې د میرمنې رولا غنې د لومړی ورځي خبري دریږي. هغې ویل چې غني د ولسمشري ډیر ارمان درلودی. نو پام کوه چې استعفاء و نه کړي دا طلایې چانس به بیا لاسته در نه شي.

ولسمشره! عطامحمد نور او عبدالله ته تسلیمیدل ګناه نه ده. که څه هم تا د عطامحمد نور په اړوند غټې خبري کړی وي. خو ملي یوالی دي نو ځکه د تسلیمیدلو په ګناه استعفاء ونه کړي ځکه ته د ملي یووالي سمبول یې.

ګرانه ولسمشره! ځیني خلک وایې ولسمشر د ډاره پښې ریږدي. په دغسې یو چاپیریال کې د سړي د پلار پښې ریږدي. د غیرت او نه ډاریدولو خبري ډیرې زړي دي خو د ټول ډار سره به هم استعفاء نه کوي ځکه مرګ په ماړه نس ښه دي.

ولسمشره! یو چا وړاندیز درته کړی وه چې راشه په چیغو چیغو وژاړو. ښه وړاندیز وه ځکه ستاسو روزنه په بهر کې شوی ده د نارینه له پاره ژړل څه شرم نه دي. کیدلای شي د تذکرو د ویش په جنجال کې په چیغو چیغو خپل ولس ته وژاړي خو پام کوه چې استعفاء ونه کړي ځکه افغان ولس د بخښنې دود لري.

ولسمشره! د ځان مرګو بریدونو غم مه خوره. د ډیر پخوا څخه افغان ولس د مرګونو سره عادت نیولي دي نو پام کوه چې ځان پړ ونه ګڼي خو پر ارګ پام کوه ځکه ستا ژوندی پاته کیدل اړین دي. پام کوه چې د مرګ د ویرې استعفاء ونه کړي.

ولسمشره پام کوه چې سوچ د ولسوالیو په نیولو خراب نه کړي. مړینه حق ده یو وخت ټول مري خو دا مهمه ده چې ته استعفا ونه کړي ځکه ټول افغانان پر تاسو حق لري چې دوعا ورته وکړی او فاتحې واخلي نو پام کوه چې استعفاء ونه کړي.

ولسمشره! تاسو د ازموینې د پارچې کیسه کړی وه چې اوس خبریالانو ټینګه نیولي ده خو ولسمشره چې سل ځله د ناکامي پارچه تسلیم کړي خو پام کوه چې استعفاء ونه کړي ځکه ته به که د افغانستان په واکدارانو کې لومړی درجه ناکام اوسي نو هم باید استعفاء ونه کړي ځکه بیا دی هم نوم په تاریخ کې پاته کیږي.

ولسمشره مه مې ډاروه چې د ولسونو لوږي او بیکاری ډارولی یې او غواړی د کار څخه لاس پر سر شي. زموږ ولس په لوږه روږد دي خو مهمه داده چې ستا دربار شانداره وي او استعفاء ونه کړي.

ګران ولسمشره! پوهیږم چې د استعفاء اندیښنه به در سره وي ځکه په زرګونو افغانان د لوږې او بیکاري د مجبوریت په وجه په بهرنیو سمندرو کې ډوب شوه. خو پام کوه چې استعفاء و نه کړي. زه پوهیږم چې تاته ځکه د استعفاء اندیښنه پیدا ده ځکه د خپلو نورو بهرني سیالانو څخه شرمیږي خو پام کوه، د شرم غلبه مهار کړه دلته هره ورځ خلک وژل کیږي نو څه توپیر لري په سمندر او که په ښارونو کې مړه شي. پام کوه چې استعفاء ونه کړي.

ولسمشره! که فساد نه ورک کیږي نو ستا څه ګناه ده ځکه تاسو هڅه وکړه څو ټرافیک او د پولیسو د حوزو امرین مو د کار څه ګوښه کړه. پام کوه چې د فساد په اندیښنه استعفاء ونه کړي ځکه رشوت او فساد زموږ سره اخښلي دي.

ولسمشره پام کوه چې وجدان دي تکان و نه خوري چې د دولت محکمې د زرو کلنونو پخواني قوانین چلوي، په مینه تورن کسان په شلاخو وهي. خیر دي چې قانون مراعات نه شي خو ستاسو څخه هم په پیل کې د قانون سره یو چل وشو خو اړتیا وه. په داسې وړو خبرو چې قانون ته درناوی نه کیږی، سر مه خوږوه او ګوره چې استعفاء ونه کړي.

ګران ولسمشره! که د خپل فرمانونو څخه لاس په سر شي پام کوه چې د لویدیزو مشرانو کار و نه کړي او استعفاء وکړي. هغه د کافرانو مشران دي ته خو شکر په اسلامي هیواد کې مشر یي. نو د فرمانونو اخیستل څه د شرم خبره نه ده نو پام کوه چې استعفاء ونه کړي. 

خو زه یو دري وړاندیزونه در ته لرم: ترهر څه مخکې به ډیر پام کوي چې د مشر بادار په وړاندې نافرماني و نه کړی. د بادار ښه اطاعت ستاسو د خوښیو ضامن دي او ته به استعفاء ته هم اړ نه شي

هڅه وکړه چې ډیر وخت په بهر کې ځان مصروف وساتي چې د خطر څخه بچ شي او هم د کونډو او یتیمانو بی ځایه چیغي وا نه وري خو استعفاء به نه کوي او پنځه کاله به ستا سیوري پر افغانانو پاته وي.

ګران ولسمشره! تا خپل چیغي ووهلي چې اوس د ولسونو په مینځ کې په شلو چیغو شهرت لري نور نو چې افغانان هوسا ژوند ته لاسرسۍ پیدا کولای نه شي نو ستا څه ګناه ده. زموږ ولس په سوونو کلونه کیږي چې د واکدارانو د چیغو سره روږد دي چې پایله یې هیځ شوی ده خو تر ټولو مهمه دا ده چې ستا د زړګې ارمان د ارګ په خوندونو وخیژي خو ډیر به پام کوي چې څوک دی استعفاء ته اړ نه باسي. پای