36

آیا د ښځی د آواز اورېدل نامحرم ته حرام دی؟

شینکی آسمان
13 March 2021

څو کاله دمخه می د یو پوه شنناند یو مضمون ولوست چی د ښځی د آواز اورېدل یې نامحرم ته حرام ګڼلی و. که څه هم زه او د مضمون لیکونکی نتیجی ته ورسېدلو، خو د پوهنی وزارت روستیو تحولاتو زما فکر یوخل بیا دغی موضوع ته واړاوه. د کابل ښار د پوهنې د ریاست د ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ نېټې متحدالمال د دولسو کلونه لویو پېغلو د ترانی ویل تحریم کړل او یوه اونۍ وروسته د ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ نېټې متحدالمال د «موضوع د وضاحت» په بهانه له مخکینی امر نه منصرف شو.


د ښځو له خوا د ترانی ویلو د تحریم لپاره نه دلیل موندلای شو او نه تاوان په کې پیدا کولای شو، مګر دا چې د یو ظلمانی ذهنیت له مخی د پیغلو ښځو ترانه ویل او آواز اورېدل حرام ګڼل شوی وی.

خبره دا ده چې د نن زمانی نارینه مسلمانان ولی دومره ګناه-محوره فکر کوی، همیشه ښځه د ګناه مبده ګڼی، او دیانت یې په دې کې خلاصه کېږی چې دښځی په هر کړه وړه باندی باید نارینه تحریمات ولګوی: دښخی آواز، د ښځی جامه، د ښځی پوړنی او ستر، د ښځی ګاڼه، د ښځی له کوره وتل، د ښځی تعلیم او زده کړه، د ښځی د میراث حق، د ښځی د حضانت حق … په همدی لړ کې د ښخي آواز، ساز، اتڼ، نڅا، خوښي، او فرحت ټول ګناه ګڼل کېږی. 

ښځه په غم کې زېږېدل کېږی، په غم کې لوېږی، په غم کې له غمه مری، یا په ډېرو مواردو کې وژل کېږی څو نارینه ځان له ښځې بی غمه کړی ځکه ښځه غم ګڼي. دا هم شو دیانت؟ مګر دا د جاهلیت دوهمه دوره نده؟  که ښځې ته طبعی کړه وړه او انسانی خوی او خصلت حرام ګڼل کېږی او ښځه له انسانی حقوقو محرومېږی طبعاً ښځه انسان نه ګڼل کېږی. د خوشحالی ښودل د انسان یوه ذاتی او طبعی خصلت دی. له طبعیت سره همرنګی ولی ګناه ګڼل کېږی.


اعتقاد پر علم استوار وي، او علم پر اعتقاد ولاړ وي. ایمان د یقین وروستنئ پړاو دی، خو دیانتي ذهنیت ددغو ټولو پدیدو له مجموعې نه د یو راز خوی او خصلت رنګ اخلی چی د فردی او ټولنیزو ارزشتونو له لاری د یو فرد په مخیله او اجتماعی رویه کی څرګندېږی. کله کله انسانان د دین او دیانتي ذهنیت توپیر ته پام نکوی او دواړه معناً او ماهیتاً مترادف ګڼی.  په دغو مواردو کې احتمالاً له اعتقادي پوهې نه پرته د دیانتي ذهنیت د احساساتو له مخی له حقوقی مسأیلو سره ډېره سرسری معامله کېږی چې په نتیجه کې یې د غیرمسوءلانه ادعاګانو، فتواګانو، او د تکفیر د الزامونو د لګولو له لاری مسلمانان په غیرشعوري توګه پخپله له اسلام سره دښمني کوی. یعنی یو مترقی، ځلانده، روښانه او مبین دین چې اسلام دی د خرافاتو په کرغېړنه جامه کې خلکو ته ورپېژندل کېږی.


مثلاً دغه ادعا چې « د ښځی آواز اوریدل د نامحرم له پاره پرته له ضرورت څخه  حرام دی» تر څېړنې لاندې نیسو. د نظر درلودل په سطحي او عامیانه توګه د هرچا حق دی، خو د علمي نظریې ارایه کول یا د فقهي فتوا صادرول د علمي صلاحیت مستلزم دی چې ډېر غور او څېړنه په کې په کار ده.


په فقهي او حقوقي اصولو کې د جرم ارتکاب یوازی په عمل نه، بلکه د علت او معلول د مستقیم ارتباط له اثبات نه وروسته، په عمل کې د ارادې او نیت په تثبیت پوری اړه لری. په بل عبارت، کله چې د یوه عمل او دهغه د نتیجې تر مینځ د سبب او مسبب رابطه ثابته شی، د سزا یا جزا تعینول یې په عمل کې د نیت او ارادې پر بنا تعین کېږی: انمالاعمالو بالنیات.


په بل عبارت یو عمل له ارادې نه پرته د پاداش یا مجازات سزاوار نه ګڼل کېږی.  یعنی مخ کې له دی چې له فقهي نظره یو عمل حرام یا حلال و ګڼل شی، باید د عمل اراده او د ارادی نیت په کې تثبیت شی. مثلاً که د چا له لاسه سهواً توره یا چاړه ولوېږی او هغه د یوبل چا د مړینی سبب شی، دغه عمل د حقوقي دفاع د اثبات په صورت کې قتل نه ګڼل کېږی ځکه د قتل او وژنی آراده او نیت په کی نه و. د ارادې له مخی عمل «ارتکاب» ګڼل کېږی، خو له ارادې نه پرته عمل «وقوع» ګڼل کېږی. نو ځکه د عمل په ارتکاب کې جرم یا ثواب شته او مرتکب د مجازات یا مکافات وړ وی، خو د عمل په وقوع کې مجازات یا مکافات نشته، ځکه اراده او نیت په کې برخه نلری. 


همدغه راز په غوږ نیولو کې اراده شته، خو په اورېدلو کې نیت او اراده نشته، ځکه اورېدل یو طبعی امر دی او خدای د انسان سامعه قوه داسی عیاره کړی چې د انسان له ارادې پرته غږ او آواز اوری. مونږ غوږ د آواز له اورېدلو نه نشو منع کولی، ځکه چې اورېدل یو طبعی امر دی او طبعی امر جرم نشو ګڼلای ځکه د خدای د امر خلاف واقع کېږی. 


د شرعی تر ټولو لوړه او معتبره مبده او منبع قران دی. په قران کې په کراتو خدای (ج) په مشابهو عباراتو کې فرمایلی چې: إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ  یا  إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ. (د الرعد سوره: ۱۳ او ۱۴ پرله پسی آیتونه).  په دغو رمزونو کې نښی او (قراني) آیات د هغه قوم (یا ټولنی) له پاره نازل شوی چی له تفکر، تعقل او استدلال نه کار اخلی.  نوځکه هیڅ یو عمل، په تېره بیا له فقهي لحاظه نشی کېدای چی د عقل او منطق پر خلاف حکم وکړی، ځکه چی په هغه صورت کې د قران د آیاتو نقض واقع کېږی.


نو که دغه ادعا چې « د ښځی آواز اوریدل د نامحرم له پاره پرته له ضرورت څخه  حرام دی» د منطقی استدلال په تله و تلو، دغه لاندنی تناقضات را مینځ ته کوی چې ددغی فتوا د ردولو موجبات په کې ثابت کېږی: 


۱- تر هغه پوری چې چا د یو بل نارینه یا ښځینه آواز نه وی اورېدلی، له څه پوه شی چې هغه څوک محرم دی که نا محرم؟

۲- وروسته له دی چې څوک پوه شی چې آواز د نامحرم دی، نو بیا خو ددغی فتوا له مخی لا د وخته د حرام عمل په کولو مرتکب شوی، ځکه اورېدلی آواز یو انجام شوی عمل دی چی بیرته نه راګرځی.

۳- آیا د «پرته له ضرورت څخه» په عبارت کې، ضرورت ښځینه تعین کوی، که نارینه؟ مثلاً یوه ښځه کولای شی خپل لمونځ د ساعت یا لمر د حرکت له مخې ادا کړی چی په هغه صورت کې د آذان اورېدلو ته ضرورت نشته. نو د ضرورت د نشتوالی په صورت کې د نامحرم موذن د آواز آورېدل باید حرام وګڼل شی؟

۴- د قران د قرائت اورېدل ضرورت ندی، خو ثواب لری. ددغی فتوا د استنتاج له مخی باید د قران د قرائت اورېدل حرام و ګڼل شی ځکه د قرائت د اورېدونکو مطلق اکثریت نارینه او ښځینه د متقابل جنس قاریانو ته نامحرم دی.

۵- د رسول اکرم (ص) او راشدینو خلفاو په وخت کې چې «نامحرمو» مسلمانو (او په ځینو مواردو کې نامسلمانو) ښځو له دوی نه مستقیمی پوښتنی کولی، او د پوښتنی کولو تر وحلی پوری د سوال د ضرورت مسأله هم ثابته نه وه، نو آیا ددغی فتوا له مخی په حضرت سرور کائینات او راشدینو خلفاو باندی د حرام عمل د ارتکاب تور نه لګول کېږی؟ او که صحابه دی اخلاقی حساسیت یا شریعی اصل ته متوجه نه و، نو بیا ولی قران په صراحت سره د محکمو آیاتو له لاری ددغه تحریم حکم نه دی صادر کړی؟

۶- د عمل په ساحه کې په رادیو، تلویزون، د تیلفون په پیغامونو کې، په مکتب، پوهنتون، روغتون،...کی اکثریت آوازونه د نامحرمانو دی.

۷- داسی حدس هم وهلی شو چی ددغی فتوا د ذهنی پسمنظر له مخې د مسألی «ضرورت» هم باید نارینه تعین کړی. نو که داسی وی، نو ښځی په څه ډول د نامحرم په آواز کې د ځواب د اورېدلو په خاطر د ویلو او اورېدلو «ضرورت» ثابت کړی؟


د پورتنیو دلایلو له مخی ویلی شو چې د قران د صریح احکامو له ذکر او له فقهی صلاحیت نه پرته د فتوا په لحن او بڼه کې د حرام یا حلال د حکم صادرول، یا د شریعت په نامه د تکفیریانو په شان د تعصب او خرافاتو خاوری د اسلام په نامه تپل، یا د «بدعت» په اتهام د زمانی د ایجاباتو مخالف د عمل خلاقیت او ابتکار تکفیر کول، معقول کارونه ندی.  


په تېره بیا چې دغه کار په قران کی د نارینه او ښځینه د حقوقو د تساوي د صریحو احکامو سره مخالفت او د جاهلیت له نرسالاریوو سره د حضرت سرور کائینات مبارزی نقض کوی، او په نهایت کې د حجة الوداع په خطبه کې د ښځو د حقوقو د ساتنی او رعایت په مورد کې د رسول اکرم (ص) په ټینګار او تاکید سترګی پټول دی. نه ښایی چی د عصر او زمانې د مقتضیاتو خلاف شریعي او حقوقي مسائل یوازی د نارینه ذهنیت په چوکاټ کې تعریف شی؛ بلکه په ټولنه کې د حقوقو د تساوي د اصل پر بنا د اسلام د مترقي نصب العین له مخی معناً او ماهیتاً د خدای د کلام، د خدای د آستازی د سننو د پابندی، او د هغه د ویناو او سپارښتنو درناوی په کې وشی.