36

کره کتنه: سیاسی نظر د علم او تحقیق په جامه کی

شینکی آسمان

کله چی په یوه ټولنه کی د نقد، کره کتنی، عینی قضاوت او انتقاد د منلو رسم او رواج نه وی روزل شوی، اولس د خپل کار او چارو نیمګړتیاو ته په خپل وخت نه متوجه کېږی. او هر راز کړه وړه له یوه انتقادی نظر نه پرته هسی له ټولو عیبونو او نیمګړتیاو سره منی او زغمی یی. کله چی بیا په آخر کی ددغو نیمګړتیاوو په سبب کار ویجاړ شی، بیا له تأسف سره وایی: «ای وروستیه عقله کاشکی ړومبی وای.»


په شعر او ادب، صنعت او هنر، تاریخ او سیاست، او د انسانی هڅو په نورو برخو کی کره کتنه د ټولنی په وده کی ډېره مرسته کوی. د افغانستان په اوسنی سیاسی کړکیچنه وضعه کی د کره کتنی صحیح تعریفول او د عینی قضاوت د منلو او زغملو لپاره د ذهنیتونو پیاوړتیا یو حیاتی ضرورت دی.


په افغانستان کی ډېری اصطلاحات له یو مشخص تعریف نه پرته استعمالېږی. مثلاً هرشی ته «علمی» وایی پرته له دی چی د علم دقیقه معنا په کی مورد ولری. مثلاً علمی غونډه، علمی خپرونه، علمی لیکنه، علمی وینا چی ممکن په واقعیت کی به هغه سیاسی غونډه، تفریحی خپرونه، ادبی لیکنه، او اخلاقی وینا وی … د علم له اصطلاح سره دغه شان بی پروا او سطحی چالچلند د علم ارزښت، او اعتبار کښته کوی. هان تر دی چی ځینی پوهان او «عالمان» هم ددغه دقیق تفاوت رعایت نه کوی چی استدلال یی باید د یو تحقیقی روش له مخی د یوی طرحه شوی فرضیی د رد یا اثبات د آزموینی له تیرېدو وروسته د یو منل شوی علمی حقیقت په توګه علمی ټولنو ته وړاندی شی. له دغو اصولو نه سرغړونه په تېره بیا په سیاسی حساسو موضوعاتو کی علم ته سپکاوی دی او تحقیق ته توهین.


ځینی دغه شان لیکوال چی د خپلو علمی القابو له مخی خپلو سیاسی عقایدو ته کاذب علمی اعتبار ورکوی اصلاً د تحقیق په معنا نه پوهېږی. له لغوی نظره تحقیق د حقیقت هغه راز پیدا کولو ته وای چی د هری متغییری او متحولی پدیدی له مداخلی نه پرته یو حقیقت روښانه کړی. دغه منل شوی حقیقت نه باید د کوم شی تابع وی او نه په کوم شی باندی مشروط یا متکی وی، که نه په هغه صورت کی چی غیر مرتبط تحقیقاتی متغییرونه په څېړنه کی شامل شی «حقیقت» استثنا پیدا کوی. د استثنا په سبب د تحقیق نتیجه له مطلقیت نه د نسبیت خواته ځی. حقیقت په نسبیت کی خپله معنا له لاسه ورکوی.


مثلاً یو څوک لیکی: «موږ کره کتنه په ورین تندی منو… مګر موږ… هغه نیوکه چی زموږ د هېواد پر نوم او حیثیت تور داغ لګوی! هېڅ کله نه منو.» د هیواد د منافعو او حیثیت دفاع د هر افغان مُسَلم مدنی حق دی. خو دغه شان سیاسی موضعګیری ته د تحقیق او علمیت جامی ور آغوستل دغه لاندی مشکلات را مینځ ته کوی:


۱- د مدنی حقوقو له لحاظه یو شخص یا یوه سیاسی ډله مُسَلَم حق لری چی هر رنګ  سیاسی دریځ ولری. خو په تحقیقی لحاظ هغه د «مګر» د کلمی کارول ددغی ادعا د علمیت اعتبار له مینځه وړی، ځکه کومه مطرح کره کتنه یا د مخالف نظر نقد چی باید آزادانه او مستقل په کی بیان شی د یو سیاسی دریځ تابع کېږی.


۲- د عمل په ساحه کی هم مشکل را مینځ ته کوی. مثلاً په دی کی شک نشته چی د نړی د مختلفو معتبرو تحقیقاتی منابعو د څېړنو له مخی د افغانستان ټولنه په مجموعی توګه د یوی فاسدی ټولنی په صفت پېژندل شوی. اوس نو که داسی استدلال وشی چی ددغو معتبرو منابعو د تحقیقاتو نتیجه نه منو ځکه چی دا زمونږ د هیواد پر نوم او حیثیت تور داغ لګوی، نو باید یا له حقیقت نه انکار وشی، یا دغه دریځ د علمی حقیقت له تعریف نه وباسو او محض د یو سیاسی نظر په صفت یی ومنو.


۳- دا چی کوم شی دی د هیواد «نوم او حیثیت» وګڼل شی یو نسبی واقعیت دی. مثلاً یو څوک   د افغانستان د آزادی د ګټلو افتخار امیرامان الله خان ته وربخښی، یو بل څوک د افغانستان په ټول تاریخ کی د آزادی د درلودلو افتخار ټول ملت ته وربخښی او د ټول ملت افتخار د امان الله خان له شخصی افتخار څخه لوړ بولی ځکه افغانستان په نړی کی یو له ډېرو کمو هیوادو نه دی چی د همیشه آزاد ښتون امتیاز او افتخار لری. په دغو دواړو صورتو کی هر سړی د خپل نظر د دفاع حق لری. دا چی کوم نسبی واقعیت د یو مُسَلَم حقیقت په توګه و پېژندل شی په استناد او استدلال پوری اړه لری. خو یو خاص شخصی نظر ته «د هیواد د نوم او حیثیت» جامه ور اغوستل او «د ملت په نمایندګی» د هغه د دفاع کول د ځانمحوری یا «خودمرکزپنداری» د روانی ناروغی یو نښانه ده چی یو څوک خپل نظر د هرڅه معیار ګرځوی او مُسَلَم حقیقت یی ګڼی. دغه کسان د «واقعیت» او «حقیقت» په توپیر نه پوهېږی.


دغه راز غیر مسؤلانه لیکنی چی کله نا کله د «وطن‌پرستی» تر شعار او علمی القابو لاندی عاطفی او شخصی اعتقادونو ته کاذبه علمی بڼه ورکوی له تضاد او تناقض نه ډکی وی. سیاسیون تر رسمی القابو لاندی خپل دریځ د تبلیغاتو او شعارونو په واسطه توجیه کوی.  پوهان او عالمان تر علمی القابو لاندی د تحقیق او استدلال له مخی خپل علمی نظریات وړاندی کوی. خو د علمی القابو تر نقاب لاندی د یو سیاسی دریځ دفاع په واقعیت کی هم له علم نه ناوړه ګټه اخیستل دی او هم د خلکو له ذهنیت سره لوبی کول دی. ځکه د کره کتنی د عینیت د معیار او د یو سیاسی شعار او تبلیغ تر مینځ فضا په کی عمداً ګردجنه کېږی.


د تحقیق اصول ایجابوی چی د حقیقت څېړنه نباید د عواطفو له تأثیر لاندی راشی ځکه په هغه صورت کی د تاریخ د واقعیتونو د بیان او د مدیحه سرایی او تبلیغ ترمینځ توپیر له مینځه ځی. که یو عالم خپله عقیده او شخصی عواطف د حقیقت معیار وګرځوی نو بیا یی له یو دینی افراطی او داعشی ذهنیت سره په کړو وړو کی توپېر نشته چی ټول مجبوری چی باید دین یوازی ددوی په تعریف و پېژندل شی که نه نو د تکفیر حکم پری کوی. هسی به د خدای فضل شوی وی چی ددی عالمانو په لاس کی د توری پر ځای قلم دی.


افراطی روش که په دین کی وی که په سیاست کی د انسان آزاد تفکر، ژوری اندېښنی، او متعالی کرامت ته سپکاوی دی. هغه آزادی چی هم یی د پابندی د ملکفیت امر په قران کی شوی: إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ «په دی (کتاب) کی د هغی ډلی (انسانانو) لپاره چی تعقل ( ژور آزاد تفکر) کوی نښانی دی» او هم یی د آزادی تظمین په قران کی شوی: لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ «د دین (اعتقاد) په مورد کی هیڅ جبر او ستم روا ندی». دغه ژور تفکر د انسان په جسمانی جوړښت او روانی خصلت کی ماهیتاً آزاد خلق شوی او نشی کولای د بل چا د شخصی عقیدی، نفسانی غوښتی، یا عاطفی میلان تابع شی. تفکر او آزادی د یوی پدیدی دو نه بېلیدونکی اړخونه دی.


ښه به دا وی چی نه یوازی د هر انسان د ژور تفکر د بیان د آزادی حق په قانون کی تظمین شی، بلکه په خپلو اجتماعی مراودو او لیکنو کی هم د لیکوالو د آزادی د بیان حق ته احترام وشی او نباید د شخصی اعتقاداتو یا د هیواد د نامه او حیثیت د ساتلو په بهانه محکوم شی. د علم او تحقیق قلمرو ته باید په درنه سترګه وکتل شی.