37

طنز، د حضرت صاحب مجددی خوب لیدل د امریکا سره د تړون په تړاو

گرآورده های مهم
11 January 2023

۲۰ / ۱۲ / ۲۰۱۳ زکال


جلالتماب حامد کرزي ټوله شپه د امریکا سره چنه بازی درلودل تر څو په امنیتي قرار داد کې د امریکایانو څخه لیکلي سند واخلي چې د خلکو کورونه و نه پلټي، پر بیګناه انسانانو بمباری و نه کړي. ټوله شپه د ارګ د حرام سرای څراغونه روښانه وه. حامد کرزي د نړۍ د لوي ښامار سره په چنه بازیو لګیاه و. سهارګاه ته نژدي په چوکۍ کې ناست زړه یې پریشانی وړی و چې ټلیفون هیبت ناکه زنګونه وهل. 

ولسمشر ناڅاپه په ستړی څیره د چوکۍ څخه پورته وغورځید او ګومان یی وکړ چې بیا سپین اوباما پر لیک لیکلو پښیمانه شوی دي. ژر یي ټلیفون غوږۍ ته حمله کړه او د هلو هلو په ویلو یي پیل وکړ. ناببره یي یو ناروغ اواز تر غوږ شو چې داسې زمزمه یې وکړل:

کرزی بچیم! خواب بودي؟ حال نماز هم نه می خواني یا چطور؟ 

نه مجددی صاحب ټوله شپه ویښ وم او څو شیبې مخکې مې لمونځ ادا کړ، زړه مې پریشانی وړی وو. 

جناب مجددي صاحب! ستاسو نصایحو ته غوږ یم، امر وکړی!

بچیم فکرت باشد که باز کله شخی نکنی، امروز جرگه اغاز خواهد شد و من با امریکایا صحبت کردیم که مردم را قانع کنیم که موافقه امضاء قرارداد را بکند. اینده خودت هم گرانتي میشه.

جناب حضرت صاحب! تاسو زموږ پیرخانه یاست او ما هر وخت ستاسو لاسونه مچ کړی دی نو زما انتظار ستاسو څخه دا دي چې موږ ته هیواد پالنه رازده کړي. د امریکایانو ملاتړ ستاسو د کورنۍ عزت ته ګواښ دي.

کرزی بچیم! جهاد با روس خوب بود تمامی کشورهای غربی کومک کرد، دالر بود، سلاح و همه نعمت ای روی زمین در اختیار ما بود. ولی ایستاد شدن در مقابل غربی ها بی عقلی و حماقت است. نیاکان ما روابط خوب با انگلیس داشت. فکر ته بیگیری که در مقابل این قدرت بزرګ ایستاده گی نه کني. اگر اینکار را کردی، دوعا ما با تو نیست.

جناب حضرت صاحب! و به ګورو چې د جرګې غړي څه وایي؟ بیا به په ګډه پریکړه کوو.

د جرګې په جریان کې مجددي صاحب خپل هڅې وکړي. د جرګې تر پای ته رسیدو یوه شپه مخکې د کرزي او امریکا تر مینځ شرایط ډیر خړ پړ شول ځکه کرزي یي تهدید کړی وو. جناب کرزي ټوله شپه خوب کړی نه و، د خپل راتلونکي تاریخ او د هیواد د سرنوشت په چورتونو کې ورباندې سهار شو. نو د ځان سره یي پریکړه وکړه چې په هیڅ ډول به دا تړون لاسلیک نه کړم تر څو امریکایان مې پر ګونډو کړي نه وي.

سهار د جرګې وروستۍ ورځ وه بیا هم کرزی صاحب د جرګې تالار ته د ورننو تو سره سم د جناب حضرت صاحب لاسونه ښکلوي او وروسته په وینا پیل کوي.

نن تر تیري ورځې ډیر ستړی خو قهرجن ښکاریدی. د جرګې د ګډون والو پریکړه یي څو ځله ورباندي تایید کړل خو وروسته یی د امریکا د درغلیو په ویلو پیل وکړ.

کله چې حضرت صاحب ته وار ورسیدي، داسې وفرمایل:

کرزی دستم می بوسه و خودم پنجاه فیصد در دولت شان سهم دارم ولی بعضی اوقات سرکشی میکند.

کرزی بچیم! شب استخاره کردم، خواب هم دیدم، نیاکان خود را در خواب دیدم که به کرزی و جرگه بگو که قرارداد را با امریکا امضاء کند.

خوب گوش کن! در مقابل امریکا جهاد مطلق حرام است. نمی بیني که تمام رهبران جهاد را صاحب عزت و دارایی ساخت، خودت هم ریس جهمور کرد، مه نمی فهمم که دیگر چی میخواهی؟ جهاد کامیاب شد، پول و دارایی داریم. ملک ارام است از برکت امریکا.

جناب حضرت صاحب! د هیواد او اینده ګټو ته نظر واچوه، هره ورځ پر بیوزلو افغانانو چاپی وهی...

مجددی صاحب په قهر شو، داسی وفرمایل:

اگر در دو روز قرار داد را امضاء نه کنی، دوباره هجرت میکنیم. نه به تو استخاره میکنیم و نه دوعا. امریکا در کشورم شهید داده. خالد بن ولید، جنرال دوستم از تو کده هوشیار است که از شهیدا امریکا یاد کرده. تو خو بی عقل و کله شخی قندهاری برآمدی. کجا مردم بیگناه را کشته، چند تا طالب بی عقل را جزا داده تو موضوع را کټه کردی.

تمام رهبران جهاد می گه امضاء کو ولی تو کله شخی می کني. ما مجبور هجرت می کنیم و نمیخواهم که طالبان مال و دارایی ما را بیگیره به چی زحمت پیدا کردیم. 

کرزی بچیم! ریش سفید ما را بیبین که با امریکا وعده کردیم که کرزی از گفم سر کشی نمی کنه، تو این وعده خلافی را به این ریش سفید ما روا داری؟ 

دا ځل ولسمشر په قهر شو او د حضرت صاحب ناز یی ونه منۍ خدای خبر حضرت صاحب په ترکیه او که په ډنمار کې غواړی واوسیږي خو یو ښه کار یی وکړ چې خپل راتلونکو ته یی ځلانده تاریخ پریښود چې د پردیو غلامي یی همیشنۍ دنده وه.