37

ببرک خان ځدران

گرآورده های مهم

شهید غازي ببرک خان ځدران رحمه الله
د انګریزانو او افغانانو ترمنځ د دریمې او وروستۍ جګړې پر مهال د پکتیا د جبهې د غازیانو له سرلارو څخه او د افغانستان له ملي آتلانو څخه!
غازي ببرک خان ځدران د مزرک خان زوی وو چې د اوسني خوست ولایت د نادرشاه کوټ اولسوالۍ د ګېډورو د کلي د ترغرې د غره په لمن کښې په 1862 زېږدیز کال کښې زېږېدلی وو.
نوموړی د خپل مهال هغه ټبریز مخور او لوی لاسی څهره وه چې د ځدرانو ترڅنګ نور ټبرونه او پرګنې هم په راغونډ ول.
غازي ببرک خان ځدران تردې کچې ستر میلمه پالونکی وو چې خپله به یې له ډیري هغه مینې چې له میلمنو سره یې لرله د میلمنو لاسونه پریولل او هره ورځ به یې په لسګونو میلمانه او مسافر کورته ورتلل.
د نوموړي ځانښودنه، ځان لوی ګڼل او غوړمالان نه خوښېدل، که څه هم دی د خپل ټبر او سیمې دهغه مهال ستر خان وو خو خویونه یې غریبانه ول او د غریبانه ژوند ترڅنګ یې غریب وګړي ډير خوښ ول او تل به یې د غریبانو سره مینه او د هغوي لاسنیوی کاوه، له غریبانو سره یې مینه تردې کچې پوري وه چې تل به بیله څپلیو لڅي پښې ګرځېدی او ویل به یې چې زما د ملت ډيری وګړي لڅي پښې ګرځي نو زه څنګه څپلۍ په پښو کړم.
د غازي ببرک خان ځدران د نوم انګازي هغه مهال په لر او بر افغانستان کښې خپرې شوې او د افغانستان دهغه مهال د امير، امیر عبدالرحمن خان پام يې ځان ته واړاوه چې کله يې په 1897 او 1898 زېږدیزو کالونو کښې د خپلو ملګرو سره يو ځاى د ډیورنډ د کرغېړنې پولې پوري پر انګرېزانو غلچکي بريدونه پیل کړل او د انګریزانو پوځي تاسيسات به يې تر بريدونو لاندې راوستل.
غازي ببرک خان ځدران په خپلو بريدونو سره انګرېزان دومره تر ټینګ فشار لاندې ونيول چې هغوي اړ شول ترڅو امير عبدالرحمن خان ته شکايت وکړي.
د برېټانيوي هند د وايسرا او امير عبدالحمن خان ترمنځ داسي تړون لاسليک شوى وو چې د يوه او بل پر وړاندې به ناسم او زیانمن خوځښتونه نه کوي.
له دې امله امير عبدالرحمن خان شريندل خان ته چې د لويې پکتيا حاکم وو فرمان ولېږی ترڅو غازي ببرک خان ځدران ورته راولي؟ شريندل خان د امیر فرمان غازي ببرک خان ځدران ته واوراوه او غازي ببرک خان ځدران هم په ورینه ټنډه امير عبدالرحمن خان ته ورغى او خبرې يې ورسره پیل کړې، کله چې په دې ليدنه کښې امير عبدالرحمن خان د غازي ببرک خان ځدران څهره، د هېواد او ملت سره دده رښتينې مينه، او په اولس کښې دده محبوبیت وليدل نو څو ورځې وروسته يې په 1898 زېږدیز کال کښې شيريندل خان ته يو بل فرمان ولېږی چې پکښې ليکلي يې وو چې غازي ببرک خان ځدران ته د لمرې په کلي کښې مځکه او د ملکي غونډ مشري ورکړه.
که څه هم امیر عبدالرحمٰن خان د انګرېزانو د دښمنانو مخالف وو او هغوي یې بندیان اعدام او یا تبعید کول خو د ځدران سره یې تر جوړجاړي پرته بله لار نلرله، ځکه که يې ځدران ته کومه ستونزه پېښه کړې وای نو د لويې پکتیا ټبرونو او پرګنو به د امیر عبدالرحمن خان خوبونه وړي وای.
کله چې غازي ببرک خان ځدران د ملکي غونډ مشرې اخستله نو له پلازمینې څخه يې د امرالدين په مشرۍ يو هيئت راوغوښت ترڅو د نقشې له مخې هغه سرحدي حدود ورته په نښه کړي چې امیر عبدالرحمن خان له انګریزانو سره ټاکلي دي؟ د سرحدي حدودو له څرګندېدو وروسته غازي ببرک خان ځدران د سرحد په اوږدو کښې دولس امنیتي پوستې ورغولې او په هره پوسته کښې يې خپل سل سرتيري ځای پرځای کړل.
د پوستو د رغولو پر مهال د يوې پوستې د ځای پر سر د انګرېزانو او غازي ببرک خان ځدران ترمنځ لانجه راغله، انګرېزانو ويل چې دا زمونږ د حاکمیت په خاوره کښې ده، خو غازي ببرک خان ځدران پخپله نقشه ډاډه وو، د دوي ترمنځ لانجه اوږده شوه او له همدې امله له کابل څخه د امرالدين په مشرۍ بيا هيئت راغى، د انګريزانو او افغان لوري هيئت چې سيمه وليده نو د غازي ببرک خان ځدران نقشه سمه وه او له همدې امله انګرېزانو افغانى هيئت د غرمې ډوډۍ ته وغوښت چې دوي يې هم د مېلمستيا بلنه ومنله.
غازي ببرک خان ځدران او ورسره افغان هيئت چې کله د انګریزانو میلمستیا ته ورغلل نو تر ډوډۍ خوړلو وروسته یو انګریز مشر چې جګ او پېړ ځوان وو غازي ببرک خان ځدران ته وویل چې غېږ راسره ونيسه؟ خو په غازي ببرک خان ځدران کښې چې درنښت او افغاني غرور وو نو ځان يې غلى کړ، انګریز دویم ځل د غازي ببرک خان ځدران لاس ونيوى او خبره يې بيا ورغبرګه کړه؟ غازي ببرک خان ځدران چې د انګریز سپين سترګي وليده نو انګرېز ته یې لاس په لاس کښې ورکړ، انګریز چې د ببرک خان ځدران لاس ونیوی نو ببرک خان ځدران د انګریز لاس داسي کښېکښی چې پخپله ونه مغرور انګریز يې پر ګونډو کړ، غازي ببرک خان ځدران روان شو او انګرېز د شاه لخوا همداسې پسې کشېدی، انګرېز له غازي ببرک خان څخه بخښنه وغوښته او خپله ماتي يې ومنله.
څه موده وروسته د غازي ببرک خان ځدران ځواکونه بېرته منحل شول او ځای یې د پوځ ځواکونو ونیوی.
د لوډویګ اډامیک او د بریتانیکا د کلني کتاب 1913 په خبره، غازي ببرک خان ځدران په 1912 زېږدیز کال کښې د خوست د بغاوت په ځپلو کښې برخه لرله، په داسې حال کښې چې د نوموړي د ټبر ځیني وګړي یعنې ځدران د حکومت پر وړاندې جنګېدل، د ځدرانو دغو باغي جنګیالو د غازي ببرک خان ځدران کلا په 1913 زېږدیز کال کښې له دې امله وسوځوله چې د مرکزي حکومت پلوی وو.
نوموړي په 1917 زېږدیز کال کښې د ځدرانو د ټبر د ملکانو دهغه پلاوي مشرې پر غاړه لرله چې د خوست د والي او انګریزانو ترمنځ د سولې د راوستو په اړه يې لیدنه وکړه.
نوموړي همداشان هڅه وکړه تر څو د ځدران ټبر د توچي په پوله کښې د ستونزو له رامنځته کولو څخه وساتي.
غازي ببرک خان ځدران له سید موسی شاه مندوزي سره د 1919 زېږدیز کال د مارچ په میاشت کښې کابل ته ولاړی ترڅو له غازي امیر امان الله خان سره خپل بیعت اعلان کړي.
کله چې غازي ببرک خان ځدران د غازي امیر امان الله خان ليدو ته ورغى، نو غازي امیر امان الله خان د نورو مشورو کولو تر څنګ دا پوښتنه هم ترې وکړه، چې د لويې پکتيا په سرحدونو کښې د انګرېز ځواک څنګه ارزوې؟ نوموړي يې په ځواب کښې وويل چې د افغانانو په پرتله د انګرېز وسله او نور امکانات ډېر دي، خو دوه شيان چې دوي يې نلري، هغه ايمان او د افغانانو کلک هوډ دى.
غازي امیر امان الله خان په 1919 زېږدیز کال کښې غازي ببرک خان ځدران ته سپارښتنه وکړه چې له خپل ځاى ګېډوره څخه د انګرېزانو سره د جهاد کولو په موخه څلور زره کسيز لښکر، چې د تڼيو، وزيرو، مسيدو، منګلو، ځدراڼو او په خوست کښې د نورو ټبرونو ځوانان به پکښې وي، د متون پر لور روان کړه ترڅو غازي محمد نادر خان ته ځان ورسوي، غازي محمد نادر خان د ځدران د راتګ په تمه وو کله چې غازي ببرک خان ځدران ور ورسېدی نو له هغې وروسته د غازي محمد نادر خان لخوا د 1298 ھ لمریز کال د وږی مياشتې په 24 مه نېټه ورته د ټل او ميرانشاه ترمنځ د انګرېزانو مشهوره قرارګاه، چې په سپين وام کښې وه ورکړل شوه، غازي ببرک خان د يادې قرارګاه په لور غازيان وخوځول، کله چې د سپين وام قرارګاه ته له غازيانو سره يو ځاى ورنژدې شو نو انګرېزي ځواکونو د دوي په ليدو دغه قرارګاه پرېښوده او ټولو وسلو او خوراکي توکو ته يې اور ورته کړ، د غازي ببرک خان غازيان په خالي قرارګاه کښې تاو را تاو شول خو کوم څوک په نظر نه ورغلل.
د 1919 زېږدیز کال د مى میاشتې په 28 مه نېټه توپچي افغان ځواکونو د عبدالطيف تر مشرۍ لاندې چې د غازي ببرک خان سره يو ځاى وو د ټل چوڼۍ تر خپلو ګوزارونو لاندې ونيوله، ترڅو چې د چوڼۍ لرګيو، تيلو، خوراکي موادو، سلاکوټونو او ډيپوګانو اور واخيست او همدارنګه د غازي ببرک خان ځدران ملګرو ددې چوڼۍ مخباراتي سيستم ويجاړ کړ، چې له امله يې د انګرېزانو له نورو چوڼيو سره اړيکې غوڅي شوې.
غازيانو ټوله ورځ هڅه وکړه، تر څو چوڼۍ ته ورغلې لار ومومي خو بریالي نه شول، کله چې ماښام شو، نو غازي ببرک خان ځدران له يوه سپين ږيري څخه چې له جومات څخه راووت پوښتنه وکړه چې چوڼۍ ته کومه لار ورغلې ده؟ سپين ږيرى چې د غازيانو سره یې د مرستې نيت درلود، نو د هغه سک دوکان ته يې ور وستول چې د چوڼۍ دروازه يې ليدلي وه، سک چې دوي وليدل نو ورخطا شو، غازي ببرک خان ځدران ډاډ ورکړ چې ستا ژوند به خوندي وي خو ته چوڼۍ ته ورغلې لار وښايه؟ سک چې ځان خوندي وليد نو لار يې ورته وښوده او غازي ببرک خان ځدران د خپل يوه سر تيري په واسطه سک له سيمې څخه ويوست.
غازي ببرک خان د وَر پر غټ کلپ د ټوپک ډز وکړ او هغه يې مات کړ، نوموړى د خپلو دوو زامنو شيرک خان او زمرک خان او نورو يو شمېر غازيانو سره چوڼۍ ته ورننوتل او د ننه يې په مورچو کښې پر انګرېزانو بریدونه پیل کړل، د ننه په چوڼۍ کښې ددوي څو غازيان شهيدان شول او غازي ببرک خان ځدران هم پر اوږه ټپي شو او خپلو زامنو ته يې وويل چې اوږه مې وتړئ خو چې غازيان خبر نه شي ځکه مورال به يې ټیټ شي، زامنو يې پر اوږه د زڼغونزي ژاوله چې د همدې لپاره يې له ځان سره ګرځوله کښېښوده او ټپ يې وتاړه او نور څوک يې خبر نکړل، کله چې سهار شو نو په چوڼۍ کښې هېڅ انګرېز پاتې نه وو او ټول له هغې لارې وتلي ول چې غازي ببرک خان ځدران ته جوته نه وه او په سهار کښې يواځې د انګرېزي ټپيانو نارې وې او د نورو انګرېزانو مړي پراته ول، انګرېزانو چې ځانونه په بده ورځ کښې وليدل، نو غازي امیر امان الله خان ته يې ليک واستوی چې ستا د هېواد خپلواکې په رسميت پېژنو خو ته دې غازيانو ته ووايه چې جګړه ودروي؟ غازي امیر امان الله خان هم فرمان صادر کړ ترڅو غازيان جګړه ودروي، خو په لمړي سر کښې غازيانو ورسره مخالفت وکړ او په اخر کښې يې د علماءکرامو په غوښتنه ومانه، دوى بېرته د جګړې له ليکو څخه خوست ته راستانه شول، کله چې خوست ته راورسېدی نو سپهسالار غازي محمد نادر خان د برياوو له امله ورته د لمر اعلٰی درجه نښان هم ورکړ، د بریدجنرال او نایب سالار په  افتخاري رتبو باندي هم ونازول شو.
غازي امان الله خان هم د امير عبدالرحمن خان او امير حبيب الله خان په څېر د غازي ببرک خان ځدران قربانيو ته په درنه سترګه کتل او په ډېرو ستونزو کښې به يې له نوموړي سره مشورې هم کولې.
کله چې په 1924 زېږدیز کال کښې د لويې پکتيا د ځينې ټبرونو ځیني وګړي په غازي امیر امان الله خان پسې د ملا عبدالله خان ګرديزي او ملا عبدالرشيد په مشرۍ راپورته شول، نو ددې پاڅونونو په غلي کولو کې غازي ببرک خان ځدران ډيري هلې ځلې وکړې خو بريالى نه شو، نوموړي يواځې دومره وکوالاى شول چې په خوست کښې د وزير محمد ګل خان مومند ځواکونه له محاصرې وژغوري او خپل د ټبر ځواکونه بېرته دېته چمتو کړي چې وزير محمد ګل خان مومند ته د اطاعت سرونه ټيټ کړي.
غازي ببرک خان ځدران هڅه کوله ترڅو د ټولو ټبرونو غولېدلي پاڅونوال د انګرېزانو په فريب وپوهوي خو وګړي د ملایانو د وعظونو تر اغیز لاندې وو او ببرک خان ځدران و نه کړاى شول چې دوي پوه کړي، دده په نورو ټبرونو زور و نه رسېدی خو د ځدرانو ټبر يې له پاڅون کوونکو څخه بېل او د ملي ځواکونو په ليکو کښې يې ودراوه، که څه هم چې د ځدرانو ټبر د ملي ځواکونو سره يو ځاى شو خو ځاى ځاى پوځي عمليات روان ول چې په دې مهال کښې د غازي ببرک خان ځدران يو ملګرى غزني خان د ټوپک په ګولۍ ټپي شو او غازي ببرک خان ځدران ته يې غږ کړ چې زه ټپي شوم او در پورته مې کړه؟ غازي ببرک خان ځدران په داسې حال کښې غزني خان راپورته کاوه چې په يوه لاس کښې يې ټوپک وو، خو غزني خان يې لا نه وو اوچت کړى چې غازي ببرک خان ځدران هم په ټټر کارتوس وخوړی او ځاى پر ځاى په 1925 زېږدیز کال کښې شهید شو.