37

په ریاضي کې جوړ جاړی نه منو

گرآورده های مهم
11 January 2023

۱۸ / ۹ / ۲۰۱۴ زکال


د ۲۰۰۱ زکال راوروسته د ژوند په ډیرو چارو کې زموږ د دود او عنعنې څخه بیګانه چارو رواج موندلي دي. په سیاست کې هم د لویدیزو پوځي ځواکونو تر اغیزې لاندې ځانګړی ترمنالوژي او اصطلاحګاني رامینځته شوی او ګټه ورڅخه اخیستل کیږي. د بن په لومړي کنفرانس کې داسې پیوندونه رامینځته شوه چې دوام یي ناشوني ښکاریدي.

زموږ د خلکو په عادي ژوند کې داسې پیوندونه د کابلي توت او ولې (وله یو ډول بی میوې درخته ده) پیوند ګڼې چې د میوې ورکول یي ناشوني دي.

د دي له پاره چې لږ تر لږه د بهرنیانو په لاس جوړ شوي نامتجانس حکومت څه موده دوام وکړي نو د سهامي، مشارکتي، د مجاهدینو د عزت ساتلو حکومتونو جوړولو نسخې رامینځته شوی خو د تیرو دیارلسو کلنو حاصل په هیواد کې د فساد او درغلیو کچه نړیوال شهرت تر لاسه کړي. د نشه ای توکو قاچاق هم ښه غوښینه وده وکړه، نسبې امنیت هم کمبله ټوله کړه...

په تیرو دیارلسو کالو کې د ډیرو ستونزو د هواری له پاره جوړ جاړي یوازنی د ستونزو د حل کیلي وه. غواړم ستاسو د معلوماتو له پاره څو بیلګې وړاندې کړم:

ـ د بهرنیو هیوادونو نقدي مرستې چې کچه یي میلیاردونه ډالره وه، د مشرانو تر مینځ ستونزې جوړولي خو د برابر او عادلانه ویش له پاره جوړ جاړي وشو چې بهرنیانو ته هم خپله برخه ورکړل شول، پایله یي مثبته وه. 

ـ د فساد، چور او چپاول په تړاو هم ستونزې وي خو تر ډیرو بحثونو وروسته د هر تنظیم، ډلې او یا قوم پوري تړلې اختلاص ګر او په فساد ککړ باید سورت بندي شي. هغه کسان چې شتون یي اړین نه وي کیدلای شي چې د لږو پیسو د فساد په وجه سخته سزا ورکړه شي تر څو نړیوال زموږ پر مبارزه باور پیدا کړي.

ـ د نشه ای توکو عوایدو هم ورته ستونزه درلوده خو د اوږدو بحثونو له پاره اړتیا پیدا نه شول  ځکه چې په افغانستان کې د لږو مځکو خاوندان او بی مځکو دهقانان زیات دي، پریکړه وشوه چې دغه غیري شتمن خلک چې تریاک کري او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا له پاره کومه ګټه رسولای نه شي باید د نشه ای توکو په جرم سخته سزا ورکړل شي تر څو نړیوالې مرستې د نشه ای توکو د له مینځه وړلو له پاره زیاتي شي. نوموړي نقدي مرستې باید په برابر ډول د لویو کارو باریانو او په حکومت کې پر لوړو پوړو چارواکو د عدالت او انصاف له مخې وویشل شي.

ـ بله لویه ستونزه دا وه چې  لوړپوړو او جهادي قوماندانانو، یا یي اولادونو او یا هم د کورنیو نژدي غړو کولای نه شوای چې خپل شهواني قوه تر کنترول لاندې راولي. د دوي له خوا پر ښځو او هلکانو جنسي تیریو دوام وکړ چې په ملت کې ناخوښي رامیځته کړه. د سترې محکمې، علماو د شورا، د کورنیو چارو وزارت او یو شمیر نورو کارپوهانو په ګډون کمسیون موظف شو چې د حل لاري ولټوي. د کمسیون د وړاندیز پر بنسټ ستونزه داسې حل شوه: د کورنیو چارو وزارت واړه افسران او دریمه درجه جهادي قوماندانان باید د شکایت کونکو سره د مراجعې په وخت کې عیني معامله وکړی تر څو مخور کسان یي هیر او ټولنې ته واړه افسران او واړه جهادي قوماندانان بدنام شي او جزا وویني.

په پورته ډول ډیرو ستونزو د حل لار پیدا کړه خو همدا شیبه لویه ستونزه د ټاکنود درغلیو او د نوي ولسمشر د ټاکلو موضوع ده.

دا موضوع ځکه لویه ده چې د ټول هیواد خلک او شتمنې یي باید په مساوي او برابره توګه وویشل شي. ټاکنې خو هسی پلمه وه خو اصلي خبره د عادلانه ویش ده. دا ستونزه په کور دننه کې نه حل کیدل نو ځکه جان کیري راوغوښتل شو، د هغه نسخې هم کار ونه کړ، د ملل متحد استازي او د امریکا سفیر د ستونزې د حل له پاره شپه او ورځ منډې وهي، نور هر څه ورڅخه پاته دي. داسې مې ارویدلې چې د امریکا کانګرس اعتراض کړي چې زموږ سفیر په ورکړل شوو دندو کې پاتې راغلي دي ځکه د ټاکنو د جنجال څخه وزګار نه دي. 

ډواړو نوماندانو څو ډول ویش وکړ خو بریالي نه شول چې قناعت وکړي. داسې وړاندیز هم وو چې وزارتونه به د عوایدو د ډیروالي پر بنسټ وویشو: د بیلګې په توګه که یو نوماند د دفاع وزارت غواړي چې په جنګي وخت کې عاید ډیر دي، بل کولای شی د مالیي وزارت واخلي ځکه د ګمرګ عاید یي ښه غوښین دي. د کورنیو چارو وزارت یي د ملي امنیت سره برابر وګڼل شو. په همدي ډول نور وزارتونه...

پر دغه ویش هم ځکه جوړ را نغلل چې ځینې موسیسي یا وزارتونه غوښین عواید نه لري، د عوایدو ښکاره سوړې څرګندې نه دي. د حل له پاره یي کمسیون وټاکل شو چې د دغو موسیسو د ماهرانو او د کمسیون د تجربو په ګټه اخیستنه هغه موسیسي چې عایدات یي لږ وي، د ورته موسیسي په شاني دی د عایداتو د لوړولو سرچینې ولټول شي. داسې ښکاري چې د کمسیون د کار پایله د قناعت وړ ده.

نوي ستونزه راولاړه شوی ده، هغه دا چې د همګرایي ټیم غواړي د وټونو دشمیري کچه لږ وښودل شي. مانا دا چې (۱۰۰۰۰) عدد ته باید (۱۰۰) نوم ورکړل شي.

یا په بل ډول که د دواړو نوماندانو توپیر په یوه ولایت کې (۶۰۰۰۰) وټونه وي دا شمیرې ته دي د (۶۰۰) نوم ورکړل شي. په همدي ډول که ټول توپیر اته لکه (۸۰۰۰۰۰) وټونه وی نو دا دي اتیا زره (۸۰۰۰۰) وګڼل شي.

موضوع د امریکا سفیر او جان کوبیش ته وړاندي شول. هغوي هک و پک شول چې د ریاضي په ثابتو اعدادو کې څنګه درغلي وکړو. د ریاضي علم د ژوند په ډیرو چارو کې رغنده اغیزه لري، د بیلګې په توګه الوتکه د همدغه علم په برکت هوا ته پورته کیږي، که اعداد یي غلط محاسبه شي، الوتکه نسکوریږي.

 ناممکنه ده چې زر (۱۰۰۰) شمیرې ته د سل (۱۰۰) نوم ورکړو. د همګرایي د ټیم کارپوهانو ډیره هڅه وکړه چې هغوي وپوهوي. د همګرایي ټیم کارپوهانو علاوه کړه چې موږ د عدد (شمیرې) اصلي نوم نه بدلوو، یوازې تاسو داسې اټکل وکړي چې زر، سل شول.  د اوږدو بحثونو پایله ښه نه وه ځکه د امریکا سفیر او د ملل متحد استازې دغه چاره تر خپل واک لوړه وګڼله بیا هم د همګري ټیم مشر غړی یوه فولکلوري کیسه سفیر او جان کوبیش ته داسې بیان کړل: « زموږ په هیواد کې داسې رواج شته چې د کوم مشر ناروغ پوښتنې ته ورشي چې کاکا ناروغې دي څنګه ده؟ د الله فضل دي. کوم ځای دي ډیر درد لری؟ د جوړ جاړي د قانون په پام کې نیولو سره مشر خامخا ورته وایي چې څو عزیزانو لاس پر کښیښود، هغه ځای مې ډیر درد لري.»

په دغه کیسه سفیر او د ملل متحد استازی نور هم ګیچ شول چې څنګه د څو عزیزانو په خوښه یوځای درد پیدا کړي؟

 وروسته سفیر او جان کوبیش د حیرانتیا د لیري کولو او خپل وروستې نظر د بیانولو له پاره شخصاً د ډبل عبدالله سره وکتل او په لنډو ټکویي داسې ورته وویل: «موږ هر څه در سره ومنل خو په ریاضي شمیرو کې بدلون ناشونۍ دي دا غوښتنه په هیڅ ډول نه منو.»

الله پاک دی زموږ پر ولس رحم وکړي.