37

موږ هم نا شکره او هر غرضه یو

گرآورده های مهم
11 January 2023

۲۵ / ۵ / ۲۰۱۲ زکال


طنز 

دا سرلیک مې ځکه وټاکي چې په دي ورځوکې له یوې خوا بهرنیانو زموږ پر ولسمشر او نورو مشرانو د ادارې فساد د له منځه وړلو له پاره  زوراچولی دی او د بلی خوا زموږ لیکوالانو او ټولنیزو رسنیو هم د ادراې فساد شتون په لوړه کچه مرکزي موضوع ټاکلي ده. که دا موضوع د عیني واقعیتو له مخې په ژوره توګه وڅیړل شي نوبه څرګنده شي چې موږ افغانان ناشکره او هرغرضه یو.

غواړم د ادارې فساد ځینې پیښې راوسپړم: 

ـ د بیلګې په توګه ښاغلی عبدالله عبدالله په امریکا کې د افغانانو په یوه غونډه کې چې ویډیو یي په هرځای کې ښودل کیږي د یوې زړه ورې افغانې میرمنې له لوري علاوه د نورو جنایتونو د میلیونونو ډالرونو په اخیستلو تورن شو. ډاکټر عبدالله دا ومنل خو هڅه یي وکړه چې خپل دلایل وړاندي کړي مګر په تالار کې د احساساتي ګډونوالو له خوا اجازه ورنه کړل شول.

عبدالله عبدالله ته نژدي کسان داسې دلایل وړاندي کوي: دا منو چې مارشال صاحب، عبدالله او یو شمیر د جمعیت د ګوند نورو لوړپوړو د امریکایانو څخه میلیونونه ډالرونه واخیستل. د دې چارې بدی په کوم ځای کې ده؟ ځکه امریکایانو په هر صورت پر طالبانو برید کاوه. دا خو یوه ښه معامله وه چې دوی پیسي د امریکایانو څخه ترلاسه کړي که یي دا کار نه وای کړی، امریکایانو به برید کړی وای خو پیسي به د دوی د لاس څخه وتلي وای.

ـ دا چې عبدالله او یا نور ښایستې معشوقې لرې هم څه بده نه ده. علت یي دا دی چې باید په عمل کې خپلو بهرنیو دوستانو ته ثابته کړو چې موږ ډیموکراسۍ ته وفادار یو او هم د ښځو حقوق نه پایماله کوو. یوه نجلۍ چې وغواړی، معشوقه شي، د منفي ځواب ورکول یي زړه ماتوی. زموږ نورې میرمنې باید زغم ولري، ځکه د هیواد د مشرانو ښځې باید دزغم بیلګې وي.

ـ د بډو اخیستلو او یا د افغانستان بانک ډیوالي کیدل هم جنجالونه را منځته کړی دي چې ډیری کسان کلکي نیوکې کوي. علت یي هم دا دی چې عام ولس په پیچلو مسایلو سر نه خلاصوی او یا حسادت کوي. خپل ولسمشر کرزي وفرمایل چې د پیسو ټولول ګناه نه ده په دی شرط چې د هیواد په دننه کې ابادۍ ورباندي وکړي. د بلې لورې که څه بنګلې په ډوبی کې ورباندی جوړي شي، ضرر یی په څه کې دي؟ دا ځکه چې هغه هم یو ورور اسلامي هیواد دي. د هغوی ګټه، زموږ ګټه ده.

ـ دا هم باید په پام کې ولرو چې دغه کار ازموده (باتجربه)  کسان که د ادارې فساد په تور ونیول شي، یا به زړه توري شي، خپل سرمایه به نورو هیوادونو ته نقل کړي چې د افغانستان لوی نقصان دي. او که زندان ته واچول شې ، دوه نقصانه لری:

۱ ـ پر دغه کارپوهانو پیسي لګیدلي، د هیواد په اداره کې تجربه لاسته راوړی ده، د نورو دغه ډول کار پوهانو تربیه، کلونو ته اړتیا لري، نو زموږ دولتي اداره به فلج شي.

۲ ـ دوی خو اوس ماړه شوی دي، د نورو پیسو ټولولو ته اړتیا نه لري. که نوی کسان وګومارل شي، مجبوره دي چې لږ تر لږه د تیرو مشرانو په اندازه پیسي ټولي کړي، بیا به مو ناري او سوري پورته وي. ښه دا ده چې د بیدو بلاو د ویښولو څخه ډه ډه وکړو.

ـ لویدیزوال چې د فساد ناري اوسوري وهي، حق یي دي، ځکه غواړي چې میلیونونه ډالره بیرته خپلو هیوادونو ته یوسي. زموږ یي دخیره چې د دوی ډول ته اتڼ کوو.

موږ اوتاسو پوهیږو چې راکړل شوی پیسي په یو یابل علت په پروژو کې نه شو لګولای. دا پیسي بیرته مصادره کیږي. نو ښه داده چې په یو یا بل چم یي را وګرزوو. د غریبو ولسونو دا اضافه پیسي لاسته نه ورځي. زموږ د لوړپوړو چارواکو چې دغو پیسو ته لاس رسیږي نو موږ ولې ورباندي بخیلي کوو؟

ـ بله نیوکه پر جوړوشوو ودانیو، سړکونو اویا په ټولیز ډول پر نورو پروژو باندي کیږي. داسې ویل کیږي چې جوړشوی سړکونه ژر ورانیږي، جوړې شوی ودانۍ پر نړیوال سټنډرد برابرې نه دي او داسې نورې نیوکې...

دا هم زموږ دخلکو د ناشکری یوه بیلګه ده. که ودانۍ اوسړکونه داسې جوړ شي چې د اوږدو کلونو له پاره کار ورڅخه واخیستل شي نوزموږ هیواد ته ډیر نقصانونه لري چې زه یي بیلګې وړاندی کوم:

۱ ـ کله چې ودانۍ اوسړکونه ژر وران شي، بهرنیان دوباره د همدغو ابادیو د جوړولو به پاره مرسته کوي.

۲ ـ لومړي ځل چې ودانۍ اوسړکونه جوړیږي، افغاني ساختماني شرکتونه یو اندازه پیسي ګټي اویو شمیر کارګران په کار لویږي. ودانۍ چې په یوه یا دوو کلنوکې ورانه شی، بیاهم د پروژو مشران د دوهم ځل قرارداد کوي اویو څه پیسي لاسته ورځي. بیا هم کارګران مقرریږي . په دغه ترتیب ګټه بیا هم د افغانانو ده. د بهرنیانو د پیسو لویه برخه د قرارداد کوونکو جیبونه ته لویږي چې افغانان دي. مزدورانو ته هم کار پیداکیږي. 

ـ یوه ګرمه او جنجالي موضوع د ولسي جرګې له خوا دامریکا سره د ستراتیژیک تړون تایید دی، چې د رسنیو پاملرنه یي جلب کړی ده. داسې ګنګوسي دي چې ګواکې ګاونډیانو په تیره بیا ایران ډیرې پیسي لګولي دي چې ولسي جرګه باید د امریکا سره ستراتیژیک تړون رد کړی زما په آند د خوښي خبر دي چې ایران او نور ګاونډیان د ولسي جرګي غړو ته بډي ورکوي. دا ځکه امریکایان خو هم غریب نه دي. دا چلند داوطلبي ته ورته دي. ښه شو تر ایران او پاکستان، امریکایان هم ډیرې پیسي لري او هم ډیر زور لري. زموږ د ولسي جرګې د ښکیلو غړو به ډوډۍ غوړه شي. د اندیښني وړ نه ده، تړون به تایید شي. 

په هر صورت ګټه زموږ ده نوځکه حسود او بخیل ونه اوسو. په هر کار غرض درلودل هم ښه کار نه دي. نو هیله ده چې زموږ د لوړپوړو چارواکو مزاحمت ونه شی او د خپل دارایي او سرمایې د ډیرولو لس کلن پلان بشپړ کړي.