37

طنز، د ارګ په امید د خلکو سره ژمنې

گرآورده های مهم
11 January 2023

۱۲ / ۲ / ۲۰۱۴ زکال


زما ګرانو هیواد والو او زما زړه ته را نژدي دوستانو!

تاسو ټولو دوستانو ته خواست کوم چې زما د بریالیتوب له پاره د ټولو روا او ناروا تبلیغاتو څخه ګټه واخلي چې زه ولسمشر شم. زما موخه دا نه ده چې خدای مه کړی خیانت وکړی او درواغ ووایاست. خو وایي چې سیاست دروغ او فریب دي. که په درواغو او چل باندې د ولس له پاره چوپړ وکړو نو څه ګناه لري.

وګورۍ! زما مرستیال د ټولو قتلونو، چور او چپاول په وجه د ولس څخه بخښنه وغوښته. شیخ الحدیث د زکات د ادارې د جوړولو وعده کړي ده. نور نوماندان او مرستیالان هم د خدای  شکر دي د ښو پیسو خاوندان دي. ډکه کاسه چې وچړپیږي لا هم خواران به په ماړه شي. زموږ د ټولو نوماندانو ګډ ارمانونه ولس ته چوپړ دي او هر نوماند چې بریالی شو لاندې دندې به په بیړه تر سره کوي: 

ـ تر هر څه مخکې به زموږ د نړیوالو مهربانو دوستانو په سر کې امریکایانو زړونه خپل کړو. پر تیرو غلطیو به ستاسو هیوادوالو په استازیتوب ورڅخه بخښنه وغواړو. باور لرو چې بارک اوباما به ستاسو بخښه غوښتل ومني ځکه یو ریښه یي مسلمانه ده.

ـ ټول هغه طالب زندانیان چې پر خلاصیدلو یي امریکایان خفه دي، په لږ وخت کې به زندانونه د طالبانو او عوامو خلکو څخه ورته ډک کړو.

ـ ټولو هغه کسانو ته چې زما په کمپاین کې زحمت ایستلي وي، مناسب مقامونه ورکړو.

ـ په کابینه کې به هغه صادقو او وفادارو کسانو ته چې زما په کمپاین کې ډیرې پیسې لګولي، ولس یي په ډول ډول درواغو قانع کړي وي، ځای ورکړل شي. تر څو وکولای شی چې خپل لګول شوي پیسي او یوه اندازه ګټه په لاس راوړي.

ـ دا ځل د پیسو ټولول بله بڼه لري ځکه زموږ دوستان د پخوا په شان پریمانه پیسي نه راکوي. نو هر لوړ پوړي چارواکی ته په کار ده چې د پیسو په ویش کې بشپړ عدالت په پام کې ونیسي.

ـ تاسو پوهیږي چې افغانستان د بهرنیو دوستانو په مرسته او قربانیو ډیر پرمختګ کړی دي او ډموکراسي په عمل کې پیاده شوی ده، زموږ کارپوهان، لوړپوړی چارواکي او د ملي شورا غړي په سیاست کې د پخوالي لاره طی کوي. نو دا ځل باید د حکومت او ملي شورا تر مینځ ناندري په ریښه کې له مینځه یووړل شي. یوازني د حل لار داده چې هر څومره پیسي چې لاسته راځی، حساب به یي روڼ او شفاف وي او د ویش په اړوند به یي زه شخصاً پریکړه کوم چې د هیڅ چارواکي حق تلف نه شي.

ـ د ملي وحدت د ټینګولو له پاره ټینګ تدابیر نیول شوي دي. د بیلګې په توګه د هر ملیت مخورین به د بشپړو امتیازاتو څخه برخمن کړم چې نور د شکایت سوړه بنده شي.

ـ ډاکتر صاحب عبدالله چې فیدرالي او پارلماني نظام غواړي، حق لري ځکه د وټونو ورکوونکي همدغه هیله لري. نو د واک د نیولو له پاره د ډاکټر عبدالله مشروع حق دي چې د جمهور ریس د مقام له پاره قرباني ورکړي.