36

د ښځی کرامت د روښانیه نهضت په رڼا کی

نیلگون کمان

د مشترک تقویم د شپاړسمی پېړۍ په نیمایي کې د نړی یو بیساری مترقی نهضت د نورانیت او روښنایي پر بنا د تصوف د لوی پیر بایزید روښان (۱۵۲۵-۱۵۸۱) له خوا مطرح شو. پیر روښان د ژورو فلسفي اندېښنو، او یوی مؤثری عرفاني پوهې غښتلی متفکر و چې بصیرت او درایت یې د زمانې او منطقې له افق نه آخوا ځلېدلی و.


د اولسونو مشکلات له ټولنیز بدلون سره جوخت په مداومه توګه نوی بڼه غوره کوی چې د نویو ځوابونو مستلزم ګرځی. بایزید روښان روښانیه نهضت د خپلې زمانې له مشکلاتو سره د مبارزې په مقصد پیل کړ. پیر روښان په دې عقیده و چې ښځې باید (د نارینه په توګه) د علم په جامه ملبسې شي او د حقوقو مساوات یې تضمین شي. همدغه راز دیني او سیاسي زعامت باید د لیاقت او استعداد پر اساس و ټاکل شي، نه د وراثت له مخې.


د پښتنو روښانیه نهضت د اروپا له روښانیه نهضت یا The Age of Enlightenment نه قدامت درلود ځکه هغه وخت د اروپایي روښانیه نهضت لوی متفکرین لکهDescartes, Locke,  او Newton لا ژېږیدلي نه و. خو د اسلامي نړۍ سیاسي واکمنانو د پیر روښان په شان د مترقي نهضتونو مخ نیوی کاوه. له روښانیه نهضت سره د مغلي دولت له خوا ډېره جفا وشوه او اکبر پادشا د خپلو زهرجنو تبلیغاتو له مخې پیر روښان ته د «پیر تاریک» نوم ورکړ او دده پر ضد یی پوځیان وګمارل. خود د مسلمانانو ددغه راز کړو وړو بر عکس اروپایان د خپلې ټولنې نیمګړتیاو ته متوجه شول او د ښځو تعلیم او د حقوقو د مساواتو اعادې ته یې پاملرنه وکړه. په نتیجه کې څو پیړۍ وروسته اروپایان په آسمانونو کې ګرځي، خو مسلمانانو ته څوک پر ځمکه هم ځای نه ورکوي.


د تأسف ځای دادی چې مسلمانان د ځمکی او آسمان له دغه اوسني تفاوت او توپیر نه غلط استنتاج کوي او فکر کوي چې ګڼی د ښځو نهضت د اروپایانو دود او دستور دی او تقلید یې د مسلمانانو لپاره کفر ګڼي. حال دا چې له خپل تاریخ او تمدن نه داسې ناخبره دي چې هغه نهضت چې محمد (ص) او بایزید(ر) یې بڼسټ ایښودلی و ورته پردی ښکاري.


پیر روښان له هغه محمدي اجتماعي رسالت نه الهام اخیستی و چی حضرت رسول اکرم (ص) ته له وحیاني رسالت نه دمخه ورسپارل شوی و او په دری اصولو ولاړ و: د ښځې د انساني کرامت اعاده کېدل، د انسان طبیعي آزادۍ ته احترام ساتل، او له خرافاتو سره مبارزه کول. تاریخ دغه مبارزې د ماشومو نجونو د ژوندی ښخولو د مخنیوي، د حبشي مریانو په آزادولو، او له قومیتي بت پرستۍ سره د مبارزې په واقعیتونو کې ثبت کړې دي.


خو ددی زمانې مسلمانان د قران لمړنیو نازل شویو آیاتو ته چې په کې خدای پیژندنه کې د علم د ارزښت ستاینه شوی اعتنا نکوی: «الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ.» له دې غافل چې د محمدي رسالت اصلي هدف د علم له لاری خدای ته رسېدل دی ځکه پرته له علمه د هغه وحیاني رسالت ممکن نه و:«كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولاً مِّنكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ.» ستاسو له مینځه مو تاسو ته  آستازی در واستوی څو چې زمونږ آیات درته تلاوت کړي، او زړونه مو روښانه کړي، او تاسو په کتاب او حکمت داسې وپوهوی چې نه پری پوهېدی.


ننني مسلمانان په تېره بیا پښتانه د قران د صریح امر خلاف، ښځې له علم، مدني حقوقو، او د عصري ژوند له مقتضیاتو نه بی برخې ساتی او دغه کار ته بیا په پوره بیشرمۍ د اسلام جامې وراغوندی. دغه ډله انسانان خپل دیانت د ښځو په محرومیتونو کې تعریفوي څو نارینه ورباندې باداري وچلوي. خو د عصر ایجابات حکم کوي چې له متمدنو انسانانو سره نه ښایی چې د نارینه واکمنۍ او مردسالارۍ په لومو کې ایسار پاته شي ځکه:


۱- خدای او طبیعت ښځه او نارینه یو د بل مُکمِل پیداکړی او د قران په استناد یې دواړه د کرامت وړ ګرځولی.

۲- د ښځې انساني کرامت ته د درناوي په خاطر په کورنۍ او ټولنه کې د ښځې د مدني، سیاسي، او بشري حقوقو د تأمین له لاری باید دغه اعتقاد ته د عمل جامې ور واغوستل شي.


تاریخ شاهد دی هرې هغې ټولنې چې د ښځې کرامت ته سپک کتلی، هرومرو له تباهۍ او بربادۍ سره مخامخ شوی لکه د عربو د جاهلیت دوره، د اروپایانو د ظلمت دوره یا The Dark Ages، او د اوسنۍ په نامه اسلامي نړۍ کې د معاصر جاهلیت دوره. دا ثابتوي چې د ښځې د کرامت درناوی او د هغې د حقوقو ساتل د ټولنې له پرمختګ سره مستقم ارتباط لری: «هغه لاس چی زانګو زنګوي، جهان زنګوي.»


هغه مشکلات چې پیر روښان په ټولنه کې پنځه سوه کاله دمخه درک کړی و د اوسني افغانستان له مشکلاتو نه هومره توپیر نلري. یعنی دا چې زمونږ خلک له پنځه سوه کاله راهیسی د یو پېژندل شوی مشکل د حل په لار کې لاس تر زنې ناسته دی او په بی تفاوتۍ او بی باکۍ کې د پرمختګ توقع هم لری. مونږ د «ملي» افتخاراتو په توګه په روښانیه نهضت ویاړو، خو په عمل کې مو، هسی چی ښایی، نه د هغه نهضت لارښوونو ته په درنده کتی، نه مو عبرت ورنه اخیستی، او نه مو د تاریخ د پاڼو د تورو تورو له رڼا نه د علم او زده کړې ډېوې روښانه کړی.