37

د دوږخ د اور لمبې

گرآورده های مهم
11 January 2023

۱۷ / ۴ / ۲۰۱۵ زکال

طنز: د ملي یووالي حکومت ته بل خطرناکه ګواښ

د رسنیو د خبر له مخې د انګلیستان د موزیم مشرتابه پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته لیک را لیږلي او غوښتنه یې ورڅخه کړي چې د دوي مبارکه چپنه د تاریخي یادګار په توګه ورته ډالۍ کړي تر څو د بریټش موزیم د تاریخي اثارو په څنګ کې خوندي شي.

داسې اوازې هم شته چې کیدلای شي د ښاغلي کرزي څخه د قره قلي غوښتنه هم وکړي تر څو د بریټش موزیم د تاریخي اثارو ځانګړي څانګه په بشپړه توګه ښکلي او د لیدونکو د خوښي تنده پری ماته شي.

د خوبونو د تعبیرونو مشهور کارپوه د نامعلومه ځای څخه لاندې مهم خبر خپور کړی دی:« د ښاغلي حامد کرزي د چپنې او په قوي احتمال سره د قره قلي انتقال د بریټش مشهور موزیم ته، د قهرمان احمد شاه مسعود، د سولي د شهید پرفیسور برهان الدین رباني، مارشال فهیم او د دوي د یو شمیر نورو ملاتړو چې په مړستون کې یې امنیت ساتي، سخت په غوصه شوی دي. ځکه د دوي جهاد ارزښت، د جهاد تر نامه لاندې راټوله شوي شتمنۍ، د نړۍ د څارګرو ادارو سره پراخې اړیکې، په کابل کې د بنسټپالي د عقایدو خپرول، د جنسي تجاوز موضوع رواجول، د افغانستان د موزیم څخه د غیري اسلامي توکو چورول، د کابل د زړو ودانیو ورانول او په پای کې د نړۍ سوپر قدرت ته لاره هوارول چې افغانستان په خپله غیږ کې ونیسي، کارنامو ته هیڅ پاملره ونه شوه. دوي بیړنۍ غونډه د برهان الدین رباني په مشري جوړه کړه او لاندې ټکې یي تصویب کړه:

ـ زموږ نږدي دوستانو، پخواني شوروي اتحاد، زړه ته رانږدي ملګری امریکا، د پاکستان او زموږ ورور ایران څارګرو ادارو ته باید په بیړه اطلاع ورکړل شي چې زموږ د حقوقو اعاده وکړي.

ـ زموږ د دغومره پراخه لاسته راوړونو په بدل کې یوازې په ترتیب سره د قهرمان ، د سولې د شهادت لقبونه او مارشال ته یوازې یو ښکلي قبر جوړول به د جهاد سره جفاء وي.

ـ موږ په یوه خوله خپلو ټولو ملاتړو ته چې په فاني نړۍ کې دی خبر ورکوو چې د خپلو اتلانو د حقوقو د اخیستلو له پاره لاس په کار شي او لاندې بیړنې اجرأت تر لاس لاندې ونیسي:

ـ د قهرمان د ارمانو د پوره کولو له پاره مهم پلونه او تونلونه والوزوي.

ـ د سولې د شهید د ارمان د پوره کولو له پاره دی د سولې راوستلو پر ضد ټینګ تدابیر ونیول شي.

ـ د مارشال د ارمان د پوره کولو له پاره دی د کابل ښار یو ځل بیا په کرونده بدل شي.

په درناوي. د جهنم څخه ستاسو د مشرانو اواز

رسنیو دا هم په ډاګه کړه چې ژر به د ښاغلي اشرف غني پټو هم بریټش موزیم ته انتقال کړي. د ښاغلي ولسمشر ملاتړو د خبر په اوریدو سره د خوښي جشن ونیوي. په جشن کې ویناوالو د بریټش د موزیم د مشر څخه وغوښتل چې زموږ د مشر لنګوټه هم باید د بریټش موزیم ته انتقال شي. نوي غوښتنه په چک چکو او نارو سره بدرګه شوه.

کله چې د موضوع څخه د اجرایې ریس د دفتر مسول خبر شوو، په بیړه یي جناب عبدالله ته د دغه ترینګلي پیښې خبر ورکړي. جناب عبدالله چې د بدخشان د شهیدانو د کورنیو سره د تسلیت په مراسمو بوخت وه، کله چې د دفتر مسول یي په غوږ کې د نوی خبر پس پسک وکړي، د بدخشان خلکو ته یې وویل چې په بخښنه سره، یوه لویه پیښه شوی ده چې زه باید په بیړه د حل لاره ورته پیدا کړم، د دغه لنډې جملې په ویلو سره یي ناببره غونډه پریښوده او په منډه یې د شمالي ټلوالي مهم مشران راټول او د پیښې په تړاو یې معلومات ورکړي. د غونډې لنډیز یې رسنیو ته داسې بیان کړي:

ـ ما او ولسمشر سیاسي تړون لاسلیک کړی دي، د نړۍ هیڅ هیواد حق نه لري چې پرته زما د ونډې څخه داسې یو اقدام وکړي.

ـ که څه هم جان کیري وویل چې اشرف غني اړ نه وه چې واک راسره وویشي خو زه په ډاګه وایم چې دا واک چا ماته د ډالۍ په توګه نه دي راکړي.

ـ ټولې نورې پریکړې به تر هغه وخت پوري وځنډیږي تر څو چې د پټو او لنګوټي ستونزې حل نه شي. باید په بریټش موزیم کې زما د ارایش سامانونو ته ځای ورکړل شي.

کله چې د ډاکټر عبدالله په مشري او د امرالله صالح په ملګرتوب د رسنیو په مخ کې ودریدل، د غونډې پریکړې د ملاتړو له خوا د الله اکبر په نارو بدرګه کیدي. 

ملاتړو یي وویل چې ولس باید وپوهیږي چې موږ وسله اوشتمني لرو، د ناست ولسمشر انځور مو د لویې خیمې په تالار کې څیري او د الله اکبر په ناور ویلو سره مو تر پښو لاندې کړي. نو اشرف غني هم باید پوه شي چې د نوموړی انځور به هم په هغه سرنوشت اخته کوو. یوځل بیا د الله اکبر ناري ووهل شوي.