طنز، نوی کال، زړی خبري
۱ / ۱ / ۲۰۱۳ زکال
نوی کال شو خو حضرت صاحب اوس هم په کډوالۍ او غربت کې شپې تیره وي. د افغانستان رسنۍ هم ډیر ناځوانه دي، ځکه د واک په وخت کې ښه یاران وي خو د واک څخه چې لیري شي، کیسه یی مفته شی. خالد بن ولید هم نمک حرامه راته ښکاري، ځکه خپل پیرخانه یې د همیش له پاره هیره کړه.
تر ټولو کرزی صاحب ډیر په زیان کې دی ځکه د استخاري کارپوه یې د لاسه ورکړي دي. تر ټولو کارپوهانو په دغه شیبه کې د استخاري سره اشنایې اړینه ده. رسنۍ خو دا هم نه وایې چې حضرت صاحب خپل اصلی ټاټوبي (انګریز) ته تللي دی او که یې په ګاونډ کې استوګنه کوي او که خدای مه کړي اجل ته یې ښه راغلاست ویلي دي. داسې نه شي لکه ببرک کارمل چې د دربار څخه وشړل شو په کانتینر کې شپې او ورځي تیره ولي.
که جناب حضرت صاحب په ترکیه کې د علاج په کارونو لګیاه وي خو بیا هم خیر و خیریت دي.
پر کرزي صاحب دي خدای فضل کوي ځکه له یوې خوا د خپل آس څخه کوز شوی نه دي او د بلي خوا یې خپل دوعاګوي له لاسه ورکړي دی. په تیرو وختونو کې د حضرت صاحب نیکونو پاچا جوړولو او ړنګولو. غازي امان الله خان یي غازي او کله یې چې زړه ور څخه بد شو مرتد او حبیب الله سقاو یې خادم دین الرسول الله کړ.
زه فکر کوم چې حضرت صاحب تر اوس پوري په امریکایانو څه دم و چو کړي و، ځکه پټه خوله وه او یا یې هم د تړون وخت اوږدولو. مګر دا چې کرزي صاحب بیا هم د نوي کال شکرانه حضرت صاحب ته و نه لیږل او یا لږ تر لږ یي د جناب حضرت صاحب د خوښي له پاره د هغه زوي په کوم نوی غوښن منصب و نه ټاکه نو د استخاري او دوعاګانو لور یی د اوباما لوری ته بدل کړ. دا ځکه اوباما تر نوي کال پوري لکه ویده چې و، د نوی کال د پیل سره د حضرت صاحب د سر په صدقه د عقل سوړه یې خلاصه شوه او بیا یي د امنیتي تړون موضوع جدي کړل او وایی چې ژر به د افغانستان څخه خپل سرتیري په عزت سره وباسي.
د بګرام د زندان موضوع یې هم ټینګه نیولي ده ځکه د بګرام د زندان څخه د افغانانو خوشي کول داسې دی لکه د اوباما زړه چې راباسي. د بګرام زندان د ګوانتانامو په ډول د بوش د خاطراتو څخه شمیرل کیږي. په امریکا کې هم د نورو لویدیزو هیوادو په څیر تاریخي اثار ډیر ارزښت لري نو ځکه د بګرام زندان هم د امریکا د تاریخ یو ځلانده برخه ده چې باید ښه وساتل شی او په ځانګړی توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت یي دساتلو زیات خیال وساتي.
کرزي صاحب! اوس هم وخت شته، پیرخانه راګرزوه که نه تخت به دي په لرزه شی. خوله یی یو څه ور خوږه کړه، یو څو خوشمړي ډالر (یو میلیون ډالر هم د لومړی قسط په ډول ښه پیل دي.) حضرت صاحب ته ولیږه. که یو ځل په جذبه کې شو بیا به ګیله نه تري کوي.
کرزي صاحب! امریکایان او انګریز یي تر دم و چو لاندې دی، خدای مه کړي چې تناو یې سست کړي.
حضرت صاحب د دي واک لري چې غازي، مرتد او مرتد غازي کړي نو یو څه احتیاط ور سره په کار دي.
کرزي صاحب! د خپل واک په ټوله موده کې دی د حضرت صاحب لاسونه مچ کړل او ځان دی ورباندي ساتي خو په وروستیو شیبو کې دی و ټول عالم ته رسوا کړ چې دومره لوښۍ نه وه. حضرت صاحب دی خدای په هجرت کې د هرې بلا څخه په امان کې وساتي. که هجرت ته دوام ورکړي نو د افغانانو څه موده د حضرت صاحب د نازونو څخه په امان وي.