37

د افغانستان د اوسنیو حالتو څیړنه په طنزي ژبه

گرآورده های مهم
11 January 2023

۶ / ۶ / ۲۰۱۲ زکال


د لیکنې له پاره دري خیالي کار پوهان، ښاغلي ایمان دار د جمعیت اسلامي ګوند غړي، ښاغلي عدالت غوښتونکي سیاسي شنونکي او ښاغلي وفادار د مخالفینو استازي را بلل شوی دي. دوی غواړي اوسنۍ سیاسي او پوځي حالت په افغانستان کې وڅیړي:

خبرلوڅي: تاسو ته ښه راغلاست وایم ډیره مننه کوم چې زموږ بلنه مو ومنله او د افغانستان د حالاتو څخه هیوادوال خبروي.

د خبر لوڅي له خوا پوښتنې وړاندي کیږي او ګډوونکي د خپلو تجربو په رڼا کې مقنع دلایل وړاندي کوي.

پوښتنه: تاسو ښاغلي عدالت غوښتونکي د افغانستان پر حالاتو عمومي رڼا واچوي.

ځواب: ټول هیوادوال خبر دي چې په اوسني وخت کې حالت څه خړپړ دي خو زه به یي د تخار ولایت د نجونو د ښونځیو د زده کوونکو د مسموم کولو دسریال څخه پیل کوم. څوموده کیږي چې پرله پسی د تخار په ولایت کې زده کوونکي نجوني مسموم کیږي چې شمیره یي ۷۰۰ تنو ته رسیدلي ده او اوس بیا د سرپل په ولایت کې دري ورځي پرله پسی تر ۵۰۰ زیاتې نجونې مسمومي شوی دي. خلک یي ډیر اندیښمن کړي دي ځکه تر اوس پوري یی علت، مجرمین او دګازونو نوعیت نه تثبتیږي. خلک په لویه کچه د واکمن جهادي ګوند         ( جمعیت اسلامي) د مشرانو څخه ډیر ګیله من دی چې ولې د موادو په تجزیه باندي د کابل په لابراتورونو کې وخت تیروي، باید سمدلاسه یي وپیژنئ. همدوی د جهاد په لسو کلونو کې زده کوونکي، مامورین مسموم کول. دوی په څه ډول د کومو موادو څخه ګټه اخیستل؟

ایماندار! وروره ته د فیل په غوږ کې ویده یي. دهغه وخت څخه تر اوسه په نړۍ کې ډیر بدلونونه راغلي دي. دا منم چې د جهاد په وخت کې ورته چارې تر سره کیدلي خو زموږ پاملرنه په لوړه کچه د بمونو ایښودولو له پاره وه چې ودانۍ، پلونه، ښوونځي ورانې کړو.

وفادار: ایماندار صاحب!  اصلي خبره وکړه. موږ اوتاسو په ګډه د پاکستا ن د څارګرې ادارې په مرسته داسي کسان وروزل چې ستاسو ګوند ډیر متخصیصین درلودل. 

ایماندار: دا منم ځکه امرصاحب خدای بخښلي هر څه ته پام وه. همیشه به یي ویل چې په هره برخه کې باید متخصیصین ولرو. نو څو نفره یي د زده کړو له پاره پاکستان ته ولیږل. دا چې زموږ په سیمه کې پلونه ډیر وه نو امرصاحب د پلونو الوزولو ته ډیر لیوال و. هغه څو نفره چې د مسموم کولو دنده یي په غاړه وه، مړه شوی دي.

خبرلوڅي: تر ټولو مهمه داده چې د دغې ستونزې د حل لاره ولټوو ځکه په لږ وخت کې تر ۱۲۰۰ ډیري نجونې مسمومې کړی دي.

ځواب: د حل یوازنۍ لار داده چې د اسلامي شریعت برابر ټوله ښځینه ښوونځي وتړل شي. 

ایماندار: دا خو بیخې ښه د حل لار ده ځکه خدای بخښلي ملا رباني هم د خپلې ځواني په وخت کې د نجونو پر مخونو د تیزابو شیندل او ډزې ورباندي کول یي، فتوا ورکړی وه.

وفادار: رښتیا یاد مې شول په هغو کلونو کې سیاف صاحب، مولوی صاحب خالص او نورو  مولوی صاحبانو همدغه فتوا ورکړی وه. که نورو ته غوږ نه ږدو د اروښاد ملا رباني صاحب نصیحتونه خو باید عملي کړو.

عدالت غوښتونکي: تاسې هر څه چې پریکړه کوي خو زما نظر دادی چې دا پریکړي د اوسني زمان د غوښتنو سره سر نه خوري. ښه ده چې د هیواد بچیان څه زده کړي تر څو زموږ ولس د فقر او ګدایي څخه خلاص شي. نور ستاسو او ستاسو د مشرانو کار دي.

خبر لوڅي: ښاغلی ایماندار صاحب! زما پوښتنه تاسو ته متوجه ده.

تاسو ویلای شي چې ولې په هیواد کې ناارامي ورځ تر بلی زیاتیږي. همدغه کسان چې تاسو یي کله مخالفین، کله طالبان ګڼي او چې په قهر یاست، ټول پښتانه د دی چارو مسولین ګڼي. ایا تاسو اوستاسو د ګوندونو مشران د ګلبدین څخه نیولي تر ملا رباني او عبدالرب سیاف پوري د پاکستان د څارګرې ادارې په لارښوونه همدغه طالبان په پاکستاني مدرسو کې د روزنې له پاره نه تشویقول؟ په هغه وخت کې چې ستاسو په امر به هر ښوونکي ووژل شو او یا ښوونځي به ورانه شوه، د جهاد بریالیتوب مو نه ګاڼه؟

لنډه پوښتنه داده چې اوسني حکومت ستاسو او ستاسو د بهرني ملاتړو په خوښي جوړ شوی دي نو ولې د وژنو، ورانیو مخه نه نیسي او خپل یاران د دی کار څخه نه منع کوی په ناحقه یو بل ملیت او یا پښتانه د دی کار مسول ګڼي؟

ځواب: ډیره ښه پوښتنه ده. ستاسو ټولې خبري رښتیا دي. خو په روان حالت کې موږ د خپل هیواد ګټې په نظر کې نیسو چې زه یي په لنډه توګه هیوادوالو ته بیانوم:

زموږ مشران د عزت خاوندان دي، د امریکا په برکت زموږ مشرانو  مقامونه تر لاسه کړل او د خپل قومونو او ولایتونو د خلکو د هوسایي او سوکالي له پاره کار کوو. د دغه کار یوه بیلګه دا ده: د نړۍ ډیرې څارګرې ادارې په افغانستان کې کار کوي، زموږ مشران په پوره مهارت د ټولو سره د اړیکو انډول ساتي. روسان خو هلته پریږده چې ډیر غوریږي خو د دغو مشران د پخوانیو اړیکو په وجه ارام دي حتي د ناټو د قواو سره زموږ دمشرانو په خاطر مرسته کوی. که دا بلاوی پر افغانستان را ایله شي، ټول به ژوندي وخوري. خو طالبان لکه د روسانو په وخت کې چې موږ وو، دوی یوازې د جهاد په نامه پسي ګرځي. خو بیا هم دا دی د دوی استازی ناست دی، موږ ناځواني نه ورسره کوو. کله کله د دوی د بریدونو له پاره مهمو ځایونو ته لار خلاصوو.

وفادار: دا خبره خو رښتیا ده، په ډیرو مهمو ځایونو کې د ځان مرګو بریدونو امکان نه وه که زموږ د جهاد یاران مرسته راسره ونه کړي.

خبر لوڅي : که تاسو په ګډه راته ووایاست چې په څه ډول د اوسنیو ستونزو د حل لار پیدا کړو؟

وفادار: زموږ د موخو تر منځ کوم تو پیر نه وه. په ګډه مو یو داسې دولت جوړاوه چې د کفارو کارونه منع وي خو زموږ د جهاد یارانو ناځواني وکړه، د اسلام د مقدس دین څخه یي سرغړونه وکړه او اوس یي ډالرونه یوازې د ځانونو له پاره ټول کړل. دغه پیسې دې د اسلام  دبریالیتوب له پاره ولګوي او د تیرو کارونو څخه دې توبه وباسي. په ګډه به یو ښه اسلامي حکومت جوړ کړو چې د ښوونځي او نورو ناروا کارونه اجازه چاته نه وي.

پای