37

د مدالونو ویش

گرآورده های مهم
11 January 2023

۱۳ / ۸ / ۲۰۱۲ زکال


طنز

د مدالونو د ویش قانون څه د پاسه په (۳۵) کلنه جګړه کې د بدلون غوښتونکي و. دا چې د ټولنې په جوړښت کې ښکاره بدلونونه راغلي دي نو د هیواد د آمن اوسوکالۍ په خاطر د مدالونو د ویش په قانون کې هم وخت ناوخت ګټور بدلونونه تر سره شوی دي. 

د مدالونو د قانون د ویش نوی بڼه:

د بهرنیو هیوادونو مشرانواو پوځیانوته:

لومړي ماده: د افغانستان جمهوري حکومت هغه بهرنیو اتباعو ته د افتخار لوړ مدالونه ورکوي چې خپل وفادار جاسوسان د دوي په ژوند کې ونازوي.

دوهمه ماده: هغه بهرني هیوادونه چې د هیواد سرکښو ولسونو ته د نشنلیزم په بدل کې د انټرناسوسیونالیستي روحیي په تقویه کولو کې خدمت کوي.

دریمه ماده: د هغه بهرنیو هیوادونو مشرانو ته چې زموږ د هیواد د واکدارانو د واک په ټینګولو کې بې غرضه مرستې وکړي. سرکښه او یاغي افغانان وځپي.

څلورمه ماده: د هغه بهرنیو هیوادونو مشرانو ته باید زموږ ویاړلي مدالونه ورکړل شي چې د خپلو سرتیرو ژوند ته یي زموږ د هیواد د اسقلال د له منځه وړولو لپاره ګواښ متوجه کړي وي.

پنځمه ماده: د نړۍ هغه مشران باید په ځانګړي مدال ونازول شي چې د خپل د هیواد د ولسونو د مخالفت سره سره بیا هم زموږ د هیواد د نیولو له پاره یي پوځونه رالیږلي وي.

د هیواد په دننه کې:

شپږمه ماده: د واکمن نظام له پاره د خپل کور، کلي او قبیلي چغلي په پوره ایمانداري وکړي.

د مجاهدینو دواک په زمانه کې په قانون کې نور ځیني مواد تعدیل اوڅو مادي اضافه شولي:

دوهمه ماده داسي تعدیل شول:

هغه بهرني مشرانو ته باید مدالونه ورکړل شي چې د نړۍ د بنسټپالو تر منځ یي یووالي ټینګ کړي وي.

اوومه ماده: هغه افغاني قوماندانان باید ونازول شي چې د حکومت د بودجي د زیاتوالي له پاره په تیر نظام کې د میشتو افغانانو منقوله او غیري منقوله دارایي چور او تالان کړي وي.

اتمه ماده: ټوله هغه جهادي قوماندانان او مشران وستایل شي چې د کمونیستي رژیم پاته شوي عامه شتمني په لنډه موده کې چور او تالان کړي تر څو د جهاد دپرهیزګارو مشرانو ته د امن او استراحت ځایونه رانیولي شي. مهم داده چې دغه مرداره شتمني د راتلونکي حکومت نور عایدات چټل نه کړي.

نهمه ماده: هغه قوماندانان ډیر ونازول شي چې د ښځو په ازادي کې بیړنۍ برخه اخیستي او په هیواد کې پر ښځو د تیري او تجاوز دود او رواج ته عادي بڼه ورکړي وي.

د اوسني حکومت په دوران کې هم د شرایطو د بدلون په وجه په قانون کې څه بدلونونه راغلل:

لسمه ماده: د هیواد نامتو بچه بازانو ته لوړترینه مدالونه ورکړل شي.

یوولسمه ماده: هغه مشران چې د هیواد په دفاعي چارو کې خدمت کوي د ناڅاپې پیښو په جریان کې په تیښته او منډه کې مخکښ وي.

دولسمه ماده: هغه مشرانو چې په عمل کې ثابته کړي چې د ځان څخه دفاع، د هیواد څخه دفاع ګڼي. نو د پیښې د ډګر څخه په بیړه او منډه وتل د ژوندي پاته کیدو اسانترینه لاره بولې  چې دا ډول نوښت باید په مدالونو وستایل شي.

د بهرنیو مشرانو په اړوند:

دیارلسمه ماده: د هغو بهرنیو دوستو هیوادونو مشرانو او پوځیانو ته مدالونه ورکړل شي چې په افغانستان کې د موډرنو وسلو د استعمال نوښت په لاس کې اخیستي وي ځکه چې مخالفین داسې وځپل شي چې وروستني نسلونه یي هم دا ډول معیوب وي چې د سرپورته کولو توان ونه لري. 

څلورلسمه ماده: د بهرنیو پوځیانو هغه مشرانو ته مدالونه ورکړل شي چې د شپي په تلاښیو کې بشپړ مهارت ولري چې د مخالفینو کورنۍ، ماشومان او ښځې یي په یوه ځل له منځه یوسي.

پنځلسمه ماده: د ولسمشر د ابرو اوعزت ساتلو له پاره هغه ته اجازه ورکړي چې د شپي عملیات وغندي خو بهرني پوځیان د شپي د عملیاتو مسولیت پر خپلو اوږو واخلي.

شپاړلسمه ماده: د اړتیا په صورت کې ولسمشر ته واک ورکول کیږي چې پرته  د ولسي جرګې د منظوري څخه په قانون کې اړین تعدیلات راولي.

اوولسمه ماده: قانون د ولسمشر او یا د هغه د لومړي مرستیال تر توشیح وروسته منظور دی، پرته له دي نه چې په رسمي جریده کې خپور شي.

غواړم چې د لوستونکو د خبرتیا له پاره د قانون د عادلانه تطبیق څو بیلګې په تیرو دري لسیزو کې وړاندي کړم:

۱ ـ د ببرک کارمل د واکمنۍ په دوره کې د شوروي اتحاد په (۲۶) کنګره کې د شوروی اتحاد لوی واکمن او د ببرک کارمل نژدي دوست او بادار ته د کنګري په جریان کې د افغانستان لوړ ترینه مدال د ببرک کارمل له خوا د افغانستان د خلکو په استازیتوب د هغه پر شوړیدلي او زړه سینه وځړول شو.

۲ ـ د مجاهدینو لومړي ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي په خپل دوې میاشتنې حکومت کې جنرال عبدالرشید دوستم ( د نړۍ د قاتلانو اوداړه مارو غلو مشر) ته د خالد ابن ولید لقب ورکړ او د ډګر جنرالي په رتبه یي مفتخر کړ.

۳ ـ ملا رباني د خپل ولسمشري په دوران کې د ابو حنیفه د مدرسي د لسم ټولګي ډیر فارغان د ډګر جنرالي، ستر جنرالي او آن د مارشالي په پوځي رتبو مفتخر کړل. چې له نیکمرغه اوس د ډګر جنرالانو کمبود نشته او آن مارشال هم لرو.

۴ ـ ولسمشر کرزي د امریکا لوی جنرال ته د هغه د بیشمیره خدمتونو په بدل کې مدال ورکړ.

۵ ـ ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو وزیر او دجهاد د وخت مشهور بچه باز بسم الله محمدي او د دفاع پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ چې د ځان د دفاع له پاره د تیښتي وتلي نوښتګر دی، مدالونه ورکړل.