37

د ګندمک تړون

گرآورده های مهم

کوم وخت چي امیر شیر علي خان په مزار شریف کي وفات شو او پر ځای یې امیر محمد یعقوب خان په کال ۱۸۷۹ کي د افغانستان د امیر په توګه وټاکل شو ، په دې وخت کي انګریزانو پر افغانستان ددریو خوا یر غل راوړ . د خیبر له لاري ، د کرمې (خوست) له لاري او د کندهار سپین بولدک له لاري .


امیر محمد یعقوب خان چي د خپل پلار امیر شیر علي خان له خوا د هغه د ناسکه ورور پر سر په بالاحصار کي ۷ کاله بندتېر کړی او په رواني ناروغي اخته شوی وو ، هماغه د پخوا فکر یې نه درلود . کوم وخت چي امیر محمد یعقوب خان په هرات کي امیر وو ، امیر شیر علي خان د خپلي ګراني میرمني »عایشې« زوی عبدالله چي د امیر محمد یعقوب خان کشر نا سکه ورور  وو ، د ولیعهد په توګه و ټاکه . د ا کار د امیر محمد یعقوب خان احساسات را وپارول او د پلار پر وړاندي یې بغاوت وکړ . له همدې سببه امیر شیر علي خان هغه په بالاحصار کي بندي کړ . له بند نه تر خلاصیدو وروسته یې عقل او فکر د بعضي رواني ناروغیو له سببه کار نه کاوه .


کوم وخت چي انګریزانو له دریو لارو پر افغانستان هجوم راوړ ، امیر محمد یعقوب خان دې ته اړ شو چي د انګریزانو سره سوله وکړي . دا لنډ مهاله سوله د ګندمک په شرمونکي تړون را منځ ته شوه . امیر یعقوب خان د انګریزانو په غوښتنه د یوه هیئت سره د ګندمک سیمي ته ولاړ او هلته یې د انګریزانو سره یو تړون چي لس مادي یې لرلي ، لاسلیک کړ . دا تړون د افغانستان له خوا امیر محمد یعقوب خان او د انګریزانو له خوا کیوناري لاسلیک کړه . د تړون متن په لاندي ډول وو :


لمړۍ ماده :  امیر محمد یعقوب خان تصدیق کوي چي د سیالکوټ او د فوشنج سیمه تر کوږک پوري ،د کُرمې سیمه تر جاجي پوري ،د خیبر دره تر شرقي سیمي پوري ، هفت چاه او لنډی کوتل د تل لپاره د افغانستان له خاوري جلا د هندوستان په خاوره پوري ومښلي .


دوهمه ماده : د انګریز دولت ژمنه کوي چي ددې ځایونو مالیه چي له افغانستان نه جلا کیږي ،علاوه پر دولس لکه کلدارو چي افغانستان ته به ور کول کیږي ، شپږ لکه روپۍ نوري زیاتوي چي جمله اتلس لکه کلداري به امیر محمد یعقوب خان ته ور کول کیږي .


دریمه ماده : امیر محمد یعقوب خان قبلوي چي یو نفر د انګریز استازي به په کابل کي اوسیږي .


څلورمه ماده : امیر محمد یعقوب خان قبلوي چي د انګریز له خوا دوه نفره مسلمان استازي به په کندهار او هرات کي میشت وي او د انګریزانو د مامورینو امنیت به د افغانستان د امیر پر غاړه وي .


پنځمه ماده :  امیر محمد یعقوب خان ژمنه کوي چي د انګریز ددولت له خوا به د تلګراف سیم  د کرُم له پولی نه تر کابل پوري غزیږي .


شپږمه ماده : د تړون دواړه اړخونه ژمنه  کوي چي ددواړو خواوو سوداګرو لپاره به لاري خلاصي وي .


اومه ماده :  هغه قومي مشران چي په تېر جنګ کي يې انګریزانو ته خدمت کړی ، په امان کي وي او سردار ولي محمد خان به خپلي دندي ته  را ستنيږي او خپل حقوق به تر لاسه کوي .


اتمه ماده :  ټول هغه کسان چي  دانګریزانو سره یې په تېر جنګ کي مرستي کړي دي ، په امان کي  وي اود افغانستان امیر ژمنه کوي چي د هغوی ځان او مال به ساتي ، هر یوه ته به خپل حقوق ورکوي او په افغانستان کي به د خپل میشت لپاره ځای غوره کوي .


نهمه ماده :  هغه څوک چي وروسته د افغانستان امیر ته خیانت کوي او یا له خاوري شړل کیږي ،د انګریز دولت به هغوی ته معاش نه ور کوي . که هغوی دانګریز خدمت وکړي بیا به د خدمت حقوق ور کول کیږي .


لسمه ماده :  انګریز ژمنه کوي چي له افغانستان نه به وزي تر څو  امیر په افغانستان کي خپله واکمني ټینګه کړي او ددي تړون  شرطونه په پوره ډول تر سره کړي . د انګریز دولت ژمنه کوي چي ددولت د کارکونکو لپاره  او په هیواد کي د لازمه اصلاحاتو په موخه  به امیر ته له کاله شپږ لکه کلداري ورکوي .


لاسلیکونه

امیر محمد یعقوب خان او سر لویس کیوناري