37

د ارواښاد شهید سردار محمد داودخان جالبه خاطره

گرآورده های مهم
د عبدالولی عزيزی ياداشت !


"ارواښاد داؤد خان صدراعظم وو، د پروان والي یې کابل ته راغوښتی وه، والي له خپلې کورنۍ سره یو ځای والګا موټر کې سپور له سالنګونو تېرېده.

جنوبي سالنګ کې ضابط جمال الدین وردګ مسؤول وه.
جنوبی سالنګ خوا ته پُل نوه جوړ موټر به په یوه تخته ودرېدل او په کرین به یې دېخوا ته را واړول، د پروان والي عسکر ته ویلي وه چې زه سردار غوښتي یم نو باید ماته لومړي وار راکړل شي.
عسکر ورته ویلي وه چې والي صیب دلته نوبت دی، ماته داسې امر شوې چې بې نوبتي به نه کوې.
والي عسکر په سپېړه وهلی وه، خوله یې وینې شوې وه.
عسکر ورغلی ضابط جمال الدین وردګ ته یې جریان ویلی.
ضابط یې له دفتره راوتلي ورغلي، امر یې کړی چې لومړی والي صیب ته نوبت ورکړی چې سردار غوښتي پرې ناوخته کیږي.
کله چې کرېن موټر پورته کړی، ضابط ویلی همالته یې ودروه پوره ۲۴ ساعته به والي همالته وی.
خلکو زارۍ ورته کړې وې بیا یې سزا ۱۲ ساعته کړې وه.
والي دولس ساعته د سالنګونو ننداره کړې وه، چې را ښکته کړي یې وه.
ویل زه به له تا سردار ته شکایت کوم، چې ما سره یې داسې کار وکړ، خپلې ښځې پورې یې وشرمولم.
ضابط جمال الدین ورته ویلی وه چې پوهېږم چې سرادار تُند انسان دی، حتی شاید مړ مې کړی خو ته پوهېږې دا سالنګونه د عسکرو په وینو جوړ شوی. تا عسکر وهلی وه نو باید مې سزا در کړې وي.
والي راغلی وه داود خان ته یې جریان ویلی وه، هغه ورته ویلی وه چې ته ورځه زه به ضابط ته سزا ورکړم.
ضابط جمالدین وردګ ویل چې سردار د سالنګونو لېدو ته راغلی وه پوښتنه یې کړې وه چې چېرته یم.

عسکرو ورته ویلی وه چې شمالي سالنګونو خوا ته دي.
هلته راغی ور ویې غوښتم چې ورغلم وویل وردګي اینجا بیا. ښکته او پورته یې را ته وکتل یوه دوسیه یې راکړه.
دومره یې وویل چې ته چې په عسکر ننګ کوې په وطن حتما ننګ کولای شې.
دوسیه مې چې را خلاصه کړه دوې ترفیع ګانې یې راکړې وي.
تورن او جګ تورن، خو کاري پوست مې د جنرال وه د دواړو سالنګونو عمومي مسوول, یې ټاکلي وم".
ـــــــــــــــــــ
د وردګو ولایت د جغتو اولسوالۍ د مخور سپین ږیري سید عبدالولی عزیزي له خولې چي د ظاهر شاه وخت کي د نغلو او وروسته مزار کي د برق او اوبو رسونې مامور شو