37

په ښه حال کې ناشکري

گرآورده های مهم
11 January 2023

۲۰ / ۴ / ۲۰۱۲ زکال

طنز

زموږ د ګران افغانستان خلک هم په ښه حال کې ناشکره ښکاري. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ویاړ وړ کارنامې او کړنې تر سختو نیوکو لاندې نیسې. په حقیقت کې زموږ خلکو د خپلو نیکونو هغه مشهورمتل هیر کړی دی چې وایي :« شوله ته بخور، پرده ات بکو». رښتیا هم زموږ مشرانو به ویل چې حکومت ته دی خدای په ښولامه دروه، بد خو لا څه کوي. د حکومت په کارونو کې لاس وهل او نیوکې ورباندې نیول ښه  کار نه دی او ګناه هم  لری، ځکه د امرینو اطاعت فرض ګڼل شوی دي.

څه موده مخکې د دولسم ټولګیو د فارغانو د کانکورازموینه وه. هغه کسان چې بریالي نه شول، نیوکې کولې چې په ازموینه کې درغلۍ شوی دي.

دا څنګه درغلي دي چې په ټاکنو کې هم کیږي، د کانکور په ازموینه کې هم کیږي. دا به ومنو چې په یوه معامله کې به څه درغلي شوی وی. خو پر هر څه درغلی نوم ایښودل د انصافه څخه لیری چاره ده. د بیلګې په توګه که د جمهور ریس د مرستیال، د وزیرانو او یا د ملي شورا د غړو زامن د هیواد پوهنتونو ته شامل شي. داسې به یی وګڼو چې د  کانکور له پاره یي بشپړه تیارې نه درلوده او بریالي اعلان شوی دي، نو دا څه درغلی ده؟ یو څه عقل په کار دي. 

هیوادوال دی قضاوت وکړی. که زموږ د هیواد د مشرانو زامن په کانکورکې ناکامه اعلان شي، د هیواد نړیوال پرستیژ ته څومره لویه صدمه ده. نړیوال به فکر وکړی چې ګواکې پلرونه یي هم دغومره ټنبل دي اود زامنوپه شان د کارونو تر عهده نه شي وتلای. د هیواد د عزت د ساتلو له پاره د مشرانو د زامنو بریالیتوب په هیڅ ډول درغلي نه ده بلکې د عزت او ابرو ساتلو خبره ده.

بل قوی دلیل ته غوږشئ! د غریبو اولادونه، د دهقانانو بچیان خو د هیواد د مشرتابه چاري مخته بیولای نه شی. د هیواد مشرتوب خو هم د پلار او نیکه خلګو ته اړتیا لري. 

که زموږ د مشرانو اولادونه زده کړې تر لاسه نه کړي، نو(۲۰ ـ ۳۰) وروسته به هیواد په یوه داسې تشه کې راشي چې نه به د وزارتونو او نه به هم د ملي شورا او یا نورو مهمو مقامونو ته وړ کسان ولرو. څو تر څو به زموږ اوسني پر هیواد مین باتدبیره مشران ژوندي وي. خلک خو لږ د اینده سوچ باید ولري.

ـ څوموده مخکې د پوهنتونونو څخه فراغانو د کارموندلو ناري، سوري وهلي چې دولت باید موږ ته کار پیدا کړي.

اوس نو د خدای له پاره تاسو قضاوت وکړي چې څومره د واقغیتونو څخه لیري غوښتنې دې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت ور باندې تورن کوي. همدغه حکومت و چې په هر ولایت کې پوهنتون جوړ کړ. شخصي خلکو ته یي ازاد لاس ورکړ چې وسه یی کیږي، د لوړوزده کړو موسسات دی جوړ کړي. والیانو او پانګوالو ته یی هدایت وکړي چې د لوړوزده کړو مرکزونه جوړ کړي، په لابراتوار، استادانو، کتابتونو او نورو اړتیاو پسې سرمه ګرځوي. خدای به هرڅه برابر کړي. په پیل کې زموږ د پاره دا مهمه ده چې نړیوالوته ووایو چې د کاله دغومره لویه شمیره د لوړوزده کړو فارغان لرو. 

وروڼو! تاسو هم لږسوچ وکړئ، حکومت باید د هر څه غم ونخوري. تاسې خپله هم باید څه مسولیت پرغاړه واخلي. زموږ مشران ډیرمصروف دې هرې کوچنې کیسې ته وخت نه لري. د کار پیدا کول د یو وزیر دنده نه ده چې ستاسو سره په دفترونو او موسساتو وګرځي او کار درته ولټوي. که مامورین نه شوای پیداکولای، دوکانداري وکړي، په رستوران کې کاروکړي. د بهرنیانو د مرکزونو سره د دوی د خوښي شیان وپلورئ. د لوړوزده کړوپاڼه لري. دغومره به موزده کړی وي چې څنګه دنده موندلای شی. ستاسوڅخه دانه غوښتل کیږي چې ودانۍ ډیزاین کړي که بل څه نه شوای پیدا کولای کولای شي ایران او پاکستان ته د کار موندلو له پاره ولاړ شي.

یوه بله ناحقه دعوه هم خلکو راپورته کړی ده. وایي زورواکانو دولتي مځکې په زور لاندي کړی دی. د خدای له پاره تاسو وګورئ چې د کلونو په اوږدو کې مځکې خالي پرتې وې. د کابل په زړه کې د پارکونو په نوم زرګونه جریبه مځکه یوازې د شنوچمنان وپه نامه خالي پاته وه. اوس الحمدالله زموږ د جهاد مشرانو په خپلو پیسوښکلي ودانۍ او بنګلې ور باندې جوړي کړي. همدغه ولس دی چې د خوښیو د جشنونو او ودونو له پاره ګټه ورڅخه اخلي. خو په بې انصافی د زورواکانو نوم ورباندی ایږدي. داسې خبري هم کیږی چې ګواکې د پارکونو په ړنګولو چاپیریال خرابیږي.

وروڼو! تاسودغه بې منطقه خبري څنګه اوریدلای شی. د بابا دمه تردې دمه خو دغه افغانستان و خو د چاپیریال د ککړتیا خبره موولاکه د کوم ملا او یامولوی صاحب څخه ارویدلي وی. موږ خو څه امریکایان نه یو چې د چاپیریال د ککړتیا خبرې کوو. په هغه ملک چې مسلمانان وي، ککړتیا نه شته. زه پوهیږم چې دا خبري د کمونستانو دي چې په پارکونو کې د روخصتیو په ورځو کې د ښخو سره چکر ووهي. باید پوه شي چې ښځه یا د ګور او یا هم د کور ده. د دې پر ځای چې په پارکونو کې نارینه چکر وهي ښه دي چې په مسجد کې نفلونه وکړي.

زموږمشران د خلکو په غم کې دي چې کورونه، هوټلونه او نورې ودانۍ ورته جوړي کړي او یا یې په چکرونو د اخرت د عذابونو څخه خلاص کړي. په شنه چمن خو د خلکو ستونزې نه هواریږي. ودانۍ د اوسیدلو ځای دي ماشوم هم پوهیږي چې د ودانۍ جوړول سل برابره ترچمنونو جوړولو د خلکو له پاره په اخرت او فاني دنیا کې ګټوره چاره ده.

دغه زورواکان یي چې بولې په حقیقت کې زړسواندې مشران دی. یوه لویشت مځکه خالی نه پریږدي. حتي  په ښارونو کې تشنابونه نه جوړوی ځکه خلک کولای شی د پخوا په شان د ودانیو څنګ ته کښیني او خپل اړتیا رفع کړي. ځکه د تشنابونو په بدل کې چې یوه کوټه جوړه شی، دوې ګټې لری: څښتن ته به څه کرایه ورکړل شی او هغه بل نفر به یو سرپناه ولري.

په وروستیو وختونو کې بیکارو خلکو یوه بله سرټمبګي را اخیستي ده. ټوله ورځ د تیلو د ټانکونو خاوندان تورن دي چې د لسولیترو پر ځای نهه لیتره موټر چلوونکو ته ورکوي . مقصد یی دادی چې په هر څو لیترو کې ی ولیتر تیل غلا کوي.

ګرانودوستانو! تاسو فکر وکړئ که زه څه ونه وایم تاسو خو ښه قضاوت کولای شی. زموږ بیچاره ملي سوادګر په څومرو ستونزو تیل د بهرنیو هیوادونو څخه ښارونو ته را رسوي. موږ ارام د خپلو اولادونو سره په کورونو کې چړچي او مزې کوو خو د نیوکو وارچې راشی نو تر ټولو ړومبی موږ ولاړ یو. هیڅوک زموږ ملي سوداګر نه تشویقوي. که په لسو لیترو تیلو کې یو لیتر لږ ور کړي نو څه؟ وایی : چکه چکه دریا میشود. په یوه لیتر تیلو یو موټرچلونکی نه خبریږي ولې د سوداګر له پاره لویه مرسته ده. دغه ته وایي د ملي سوادګرو تشویقول.

په پای کې وایم چې د ډموکراسۍ څخه ناوړه ګټه مه اخلئ هرښه کارته په نیوکه مه ګورئ. دولت ښه پلانونه لری. ولسمشر په خپلو خبرو کې شتمنو خلکوته وویل چې پیسي په هره بڼه چې پیداکوی، ښه کار دی خو بهرته یي مه وړئ په خپل هیواد کې ابادۍ ورباندې وکړي. دغه دی زموږ مهربانه حکومت او مشران