37

د ځانمرګي بریدونو مخنیوي د حکومت لومړیتوبونه

گرآورده های مهم
11 January 2023

 ۱۵ / ۱۲ / ۲۰۱۴ زکال


د امنیتي تړون د لاسلیک سره جوخت په پلازمبینه کابل او ولایتونو کې د مخالفینو بریدونه زیات شوي دي. په ځانګړي توګه د کابل په ښارکې په ځانمرکي بریدونو کې د ملي پوځ او پولیسو وژنې تر بل هروخت مخ په ډیریدو دي.

د افغانستان خلک او د کابل ښاریان د روانو حالاتو په تړاو ډیر اندیښمن دي چې دواړو مشرانو د کمپاین پر وخت ژمنې کړي وي چې ډیر ژر به په هیواد کې امنیت راولي. د دي له پاره چې د خلکو غوصه او قهر لږ شي نو ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایي ریس ښاغلي عبدالله عبدالله د بیړنېو تدابیرو په تړاو تاوده بحثونه پیل کړی دي.

تر همدا شیبې د سیاسي پرتوکول له مخې مقامونه ویشل شوی نه دي خوپه بیړه کار ورباندې روان دي. په دغه بهیر کې تر اوسه پورې  د پوځ د اعلی سر قوماندانۍ د مقام مسول هم ټاکل شوی نه دي، نو ځکه موږ دواړه مشران د روانو ترینګلو حالاتو مسولیت نه لرو خو بیا هم د ولس د سوکالی او ارامي په خاطر د لاندې بیړنیو تدابیرو د نیولو هوډ مو کړی دي:

ـ په پیل کې مو پریکړه وکړه چې د جهاد د مشرانو څخه به یوه کمیټه وټاکو تر څو پخواني هغه قوماندانان چې د مین ښخولو او نورو وران کاریو کې (د بیلګې په توګه د کابل د ښار ورانوونکي) بشپړ مهارت ولري، دنده ورته وسپارو تر څو د طالب جنګیالیو مخه ونیسي. خو دغه کمیټې د دوو اونیو په موده کې وښودل چې زاړه جنګي میتودونه بریالي نه دي.

ـ ما او جلالتماب عبدالله په ګډه موافقه وکړه، تر څو د کابل امنیتي ګارنیزیون سمبالیږي، د ملي امنیت د ادارې په مرسته د ځانمرګو بریدکونکو مهم سمبالوونکي وموندل شي. په بیړه معرفي او د سترجنرالي په رتبه د کابل د ګارنیزیون د موقت مشر په حیث مقرر او پرسونل یي د ملي امنیت د بندیانو په واسطه تامین شئ.

ـ نوموړي دنده لري چې د خپل پرسونل د ځانمرګو بریدونو د تجربو څخه په ګټه اخیستنه هغه اقدامات وکړي چې د حکومت ابرو او عزت تر یوې کچې وساتل شي.

ـ پریکړه وشوه چې د ځانمرګو بریدو د قربانیانو د خپلوانو سره په نوبت ولسمشر او ښاغلي عبدالله وویني، تر څو چې سیاسي تړون مراعات او په دندو کې د یوه مشر د نه شتون څخه سکتګي رانه شي.

ـ د ځان مرګو بریدونو د قربانیانو له پاره ولسمشر هره ورځ ثوابي لمنځونه وکړي او خدای (ج) دوعا وکړي چې جنتونه یي نصیب شي. او د ټپیانو د روغتیا په خاطر جناب عبدالله خیراتونه وویشي چې دوباره د روغتیا لاسته راوړي.

ـ دواړو مشرانو پریکړه وکړه چې د ښه امنیت په خاطر دري مهم مقامونه (د دفاع، کورنیو چارو وزارتونه او د امنیت ریاست) د جلالتماب جان کیري په خوښه وټاکې تر څو د مشرانو تر مینځ په ویش کې ستونزې پیدا نه شي.

ـ پریکړه وشوه چې د افغانستان د سرحداتو ساتنه ګاونډیو هیوادونو ته وسپاري.