36

روڼکی جام

نیلگون کمان ، غزل
روڼکی جام یم د شرابو د بادی په رنګ رنګېږم

له صفا نه یی صافېږم، له هستی نه یی هستېږم


دا د زړه شیشه می ګوره روښنایی نه هسی برېښی

د هستی په آیینی کی ښه له ورایه څرګندېږم


چی له طینه را پیدا زما طینت شو په سکوت کی

د نفخی (۱) په شور ژوندی شوم په حیرت کی پری نازېږم


زما جام (۲) یی خالی ولید چی رقیب را نه منکر شو

یو د خاورو کنډولی یم ستا شرابو ته کړنګېږم


کله نغښتی د یوسف د افسون پټه محموله کی

کله سپین لاس د موسی (۳) یم له ټټره یی راخېږم


د سبحی په شان روښان زړه می د ذکر توان وموند

د پییلی تار په ټال کی له دلدار سره ګړېږم


سور غټول نیولی جام یم د راڼه څاڅکی په تمه

بیا د تالندی نغمی ته له وږمی سره نڅېږم


د فلک د څرخی ګرد کی په سر مست په زړه خراب شوم

لویه پیره را رسېږه لاس می نیسه چی ورکېږم


د خپل زړه پر لوحه وینم ستا د مخ جلوه روښانه

په حضور کی دی فنا یم هسی خیال کی د ډوبېږم


ستانیزیه» هډو نشته هیڅ بقا خاورین خاطر کی»

زه د لنډ ژوند په لمحو کی ابدیت ته حیرانېږم