37

دبارک اوباما تلیفوني خبری دولسمشرحامدکرزي سره

گرآورده های مهم
11 January 2023

۲۲ / ۳ / ۲۰۱۲ زکال


 طنز

تیره ورځ د پنجوایي د مشرانو په غونډه کې ولسمشرحامدکرزي د بارک اوباما سره د تلیفوني خبرو کیسه یادکړه. پاملرنه وکړئ د ولسمشرانو تلیفوني خبروته: 

د سپینې ماڼې څخه د افغانستان د ولسمشر دفتر ته زنګ راغي .

واشنګټن: ولسمشرکرزي ته ووایاست چې د جلالتماب ولسمشربارک اوباما سره ستاسو په وخت پرڅلوربجو د تلیفوني خبرو له پاره تیار اوسئ. دا هم ورته ووایاست چې ولسمشر د حامد کرزي د نن ورځي پرخبرو باندي ډیر په غوصه دی.

کابل : ولي ؟ صاحبه ! کومي خبرې؟

واشنګټن : ځان بې خبره مه نیسئ ، باید کرزي او ټیم یي د خپلوخبرو او کړونومنطقي دلایل د امریکا ولسمشرته وړاندی کړئ.

کابل : تاسو مطمینه اوسئ. زه به ښاغلي ولسمشر ته د جلالتماب بارک اوباما امر ټکې په ټکې ورسوم.

واشنګټن : حامدکزي د تلیفون پر کرښه 

اوباما: ما څو ځلې درته ویلي دي چې د خپل زور په کچه ږغیږه خ ته ډیر سپین سترګی را ته ښکاري.

کرزي: ما د جوبایډن څخه اجازه اخیستي وه او زه اړ یم چې خپل ولس ته یو څه ووایم پرته له دي څخه مې ګوډاګي بولي.

اوباما: که ګوډګی نه یې نو څه یې؟ باید ته د امریکا په غلامي ویاړ وکړي.

کرزي: که مړ هم شم نور توهین نه منم. د کار څخه مې لیري کړه.

اوباما: کښیږده ټلیفون نور زما سره د اړیکو نیولو اجازه نه لری.