37

موږدچادلاسه ډارن خوبونه وینو؟

گرآورده های مهم
11 January 2023

طنز

که ستاسویاد وی څه موده مخکې مایو وحشتناکه خوب لیدلی و چې ملارباني د خدای په دربارکې د پوښتنو او ځوابونو په جریان کې د کړو ګناهونو تر پیټې لاندې غرق و. دا ځل زما یو دوست چې کله کله افغانستان ته سفرکوی خپل وحشتناکه خوب داسې راته بیان کړ:

تیره شپه په خواږه خوب ویده وم چې زما چاپیریال مړو، ټپیانو او وینونیولی و. یو ځای د مرستې غوښتنو فریادونه وو، ها خواته د  خدای له پاره زماځوان زوی ولې راڅخه وژنی، د زړې بوډې ږغونه ترغوږو کیده. په یوبل کونج کې د  څوځوانو کونډیانوغلبلي وي چې د خدای له پاره د واده مو دري میاشتي نه دی تیري شوي، خو زموږ د ژوند ملګري په وینو لژند پراته دي، دا مو څه خاورې په سرشوي. څه سردې پرله ګرځوم هرې خوا غلبلې او غمونه ول. پر ما هم دومره وحشت نازل و چې نه پوهیدم څه وکړم. دا مې هیرول چې زه خوپه یو اروپایي هیواد کې د خپل بچوڅنګ ته په امن کې ژوند کوم، خو دا ګړۍ د خپلو خوږمنو، غمجنو او زخمي خلکوسره په خپل زخمي هیواد کې چې د وینو لښتیان نه بلکه رودونه بهیږي، را ګیروم. د خوب کار دی، یو ځل مې نارې کړی چې زموږ په هیواد کې خو د ډیره وخت څخه د سولې خبري پیل شوی دی نو دا ناتار څه؟ زما دا چیغي لاپای ته نه وی رسیدلي، ما لا د قطر او خادم الحرمین وشریفین نوم د ژبې پرسر وو چې ناببره مې یو ډاروونکي تور سړی چې د اور ګوروزونه یي پراوږه وو، ولید او زما پرخوا یي را ودانګل. په هیبت یي د اورپه لوی ګورز پرککری ووهلم اوچیغې کړی کومه سوله؟ کومه ورور ګلوي ؟ تاسې افغانان خبرنه یاست چې د جګړې دغزیدو له پاره موږ د افغانانوپه بڼه د غرو تر لیویانوهم وحشي کسان پیداکړي دي؟ تاسي ولې ګنګس یاست؟ ولې د ګلوبالیشن په مانا ځان نه پوهوي؟ ستاسوولې ۹۲ کلونه هیردي؟ تاسې باید وپوهیږي چې دا ځل مو د دموکراسۍ په مقدس نامه ستاسو د افغانانو(د جهاد په فرشتو) په لاسونو داسې ځپو چې نور مو د افغاني غرورکلمه بیخي هیره وي. پوه شوئ که نه نورهم درته ووایم؟ د خوب کار دی. د دغومره لوی ګورز په ګذار بیهوښه هم نه شولم لا د خپل هیواد او سولې ارمان راسره و. په زړه کې مې راوګرځیدل چې توکل پرالله. د معلوماتو اخیستلوله پاره مې چانس لاسته راغلی دی، بیا مې وپوښته چې سړSir! تاسوبه زموږ د هیواد د تاریخ څخه حتماً خبریاست چې د ستونزو او جګړو د پای ته رسیدوله پاره به موږ د کلي، قبیلي اوهیواد مخوردعزت نه ډک سپین ږیري ټاکل نوبه یي خبره د کاڼې کرښه وه. دا را ته ووایه چې تاسو ولې زموږ ولسمشر پریښود چې یوځل یي د قاتلانو مشر، د سولې مشر وټاکه چې اوس  داخرت په عذابونو ککړ دي؟ دا ځل مو د کرزي صاحب په مشرتابه غونډه کې چې د۹۲ کلنودوه لوي ښاماران هم ناست وه داسې کس وټاکه چې یوازې یي ولسونه د پلار د وینولړلې تاریخ پیژني خودی څوک ځکه نه پیژني چې ډیروخت یي یا په لویدیزوهیوادونوکې او یا د هغوي د نژدي دوستان سره تیرکړی دی.

د جهاد له پاره خو دی ځکه مناسب نه وه چې د ملارباني زوی باید د پلاراړیکي د نړۍ د څارګرو ادارو سره ټینګي کړی وای، دا منم چې د ملارباني حق و. خو دا نه منم چې بې خبره د پلار د شرموونکي تاریخ درلوونکي به په افغانستان کې سوله ټینګه کړای شي. 

د تور سړي سترګې د کولاکانوڅخه د قهراوغوصي په وجه راووتي او یو ټینګ ګورز یي ووهلم او ورسره یي چیغي کړي. ای سرټنبه افغانانو! تاسو ولې نه پوهیږئ ؟ موږ په میلیونونو ډالرونه همدغو کسانوته ورنه کړي په دې نامه چې ستاسو له پاره ډموکراسي راولو؟  تاسې لانورهم زموږ دښو دوستانونوم وحشیان ایږدي؟ تاسو لا هم د ولسمشرنوم اخلئ چې د یو مامور د بدلولو واک ورسره نه شته؟ تاسونه پوهیږئ چې ستاسوپه نامه ولسمشر مو په لیوانو،چغالانو،ګیدړانو او د ځنګله په وحشي حیواناتو داسې را ایسارکړی دئ چې خوله خوځولای نه شي؟ په رښتیا چې تاسې د ګلوبالیزیشن اوډموکراسۍ په مانه اوس هم پوه شوی نه یاست. ښه واوره !! ستا د نیکونو دوران تیر دي، دا هغه زمان نه دی چې ستاسو د مشرانو پریکړې به د تیږي کرښه وه. زموږ د سرتیرو قرباني د دغه له پاره ده چې ستاسو د نیکونو دوران پای ته ورسوو. تاسو د نړۍ د نوروهغوهیوادونوسره برابرکړوچې خپل زوړهویت هیرکړي او زموږ بڼه خپله کړي. هغه سوله چې ته غواړي هغه ستاسي زاړه خوبونه دی، اوس زموږ د دغو دوستانو ترنوي چړي لاندې ځان اموخته کړئ. موږ هم دومره ساده ګان نه یوچې ستاسو د قوم مخور رامخته کړو چې لیري کول یي موږ ته د انګریز او روس ترخې تجربې را یادې کړي چې تر اوسني حالات به څو برابره قرباني وغواړي. بې هویته ، داړه مار، قاتل، ظالم، وحشي، لیوه او زموږ بې قیده و شرطه غلام ځکه په کار دي چې ستاسو تاریخي شمله پر مځکه نسکوره کړو. زموږداسې کسان په کار دي چې د پنجوایي د کیسي پیښیدل د خلکوهیره شي چې د خپل افغان وحشت یي ورپه زړه شي. پوشوئ! بل دروند ګورز یي ووهلم او پرمځکه رانسکورشوم. یوه شیبه وروسته مې بیا سترګې را روڼي کړي او ومې پوښتل:

دا راته ووایه چې د ډموکراسۍ، سولې ، بیا رغونې له پاره تاسو د ملل   پریکړه راغلاست. دا اوس چې ته وایي چې افغانان باید وپوهیږي، نو ولې مو په پیل کې موږ ته اصلي موخه بیان نه کړل؟ ایا د ملل متحد اداره او ستاسې ټول مشران دغه وایي که ته هسي پر ما ظلم کوی او موږ افغانان ډاروي؟

داځل دومره وقهریدي چې څو ګورزه یي ووهلم. کله چې پرمځکه راپریوتم سترګو مې څه نه لیدل، یوازې مې د ده چیغې د بڼ بڼ (لږاواز) په توګه ارویدي چې داسې یي ادامه ورکړه:

کوم ملل متحد؟ کوم مشران دی مقصد دي؟ زموږغلامان چې ستاسي مشران دي په هرڅه خبر وو. دعبدالله عبدالله سره چې موږقرارداد کړی وه، یوه بیلګه یي ده. دغه روان حالت سوله ده. د دی له پاره چې تاسې د خوبونو راپاڅي په ډیموکراسۍ کې مو د سولې د عالي شورا څوکۍ هم در ته مورثي کړه. د یویشتمې پیړی واقعیتونه وپیژنۍ که نه افغانستان به په جهنم درته واړو. تر دغې خبری وروسته بیهوښه شوی یم چې یو وخت مې د میرمنې ناري ترغوږو شوي چې سړیه څه درپیښه ده؟ پاڅه په چیغو دي ټول واړه راویښ کړل. کله چې را وپاڅیدلم وجود مې د خولو ډک او هراندام مې درد کاوه. یوازې مې دا وویل چې اي ربه زموږ هیوادوال د دغه وحشي بلاګانوڅخه وساته.

پای