انسانیت او مدنیت
۱- ځمکه
پخوا تردی، چی د انسان د پیدایښت او بیا د یو متمدن انسان په اړه خبری وکړو، غوره به وی چې په لنډه توګه د ځمکې د پیدایښت په تړاو هم وغږیږو.
د ځمکی د پیدایښت به برخه کې له پخوانه ډول ډول انګیرنې اوګروېږنې تر سترګو شوی دی چې ګڼو چغرافیه پیژندونکو، فزیک پوهانو او ستورو پیژندونکو په دی برخه کې خپل فکرونه اواندونه ډاګیزه کړیدی.
یو فرانسوی ریاضی پوه لاپلاس Laplace (۱۷۴۹-۱۸۲۷) په دې اند وو، چې په سرکې لمریزه منظومه د وریځې ډېرۍ ته ورته وه او د یوه ډېر چټک حرکت او خوځښت له امله په یوې اورینې ټوټې بدله شوه ، چې په پاې کې له مرکز نه د لرې کیدو به وسېله ترې یو شمېر ټوټې بېلې شوې.
ځمکه د نهو (۹) لمریزو منظومو له ستورو نه یو ستوری دی چې له مرکز نه د فرار په پایله کې لکه دنوروستور (عطارد، ذهره، مریخ، مشتری، زحل، اورانوس، نیپتون او پلوتون ) په څېر رامینځته شوه اوهمدارنګه ګڼې سپوږمۍ اویو شمېر سیا رې، هم له یادو ستورونه را بېلې شوی دی .
لاپلاس په دې ټینګار کاوه چی د ځمکې کره له میلونو کالو پخوا د لمر په چاپېر چورلیده، چې د وخت په تېریدو سړه شوه، غرونه او لوړې ژورې مینځته راغلې، د سختو بارانونو له امله سیندونه او سمندرونه هم مینځته راغلل.
یو شمېر نور پوهان بیا په دې اند دی، چی په فضا کی یو شمېر وړو وړوزرو شتون درلود او د دغو توکو دډېرښت له کبله مرکزی هسته مینځته راغله، چې دیته یې لمرووا یه او بیا وروسته ستوری او سپوږمۍ مینځته راغلی.
یو شمېر نورو پوهانو د بګ بانګ د نظرې پخلی وکړ او د بګ بانګ big bang په تیوری یې ټینګار کاوه، چې په سر کې انشټاین (زوکړه ۱۸۷۹ کال) هم د بګ بانګ نظرې ملاتړی وه، ولې وروسته له دې انده پر شا شو.
د شلمې پېړۍ په سر کې یوه بلجیمی کاتولیک ملا (۱۹۲۷ کال) Georges Lemaitre په دې اند ټینګار کاوه او ویلی، یو وخت کهکشانونه دومره نږدې ول، چې د یوې کتلې (singularities) بڼه یې درلوده.
دغې سنګولاریټی په یوه بلک هول (black hole) کې شتون درلود، د جاذبې قوه یې دومره ډیره وه، چې دا ټوله مادی کتله (matter) یو په بله کې نغښتی وه او له بابته یې، کاینات ډیر ګرم او یو به بل کې (small hot dense) نغښتی وواو په پاې کې یوه داسې چاودیدونکې پېښه مینځته (explosion) راغله، چې دیته یې big bang وویلې.
له دغې پېښې نه وروسته تودوخه لږه شوه او رامینځته شوې ټوټې یو له بله لرې شوې، چې په پای کې اوسنې کاینات او کهکشانونه مینځته راغلل.
که څه هم یو شمېر انګېرنې داسې دی، چې د بګ بانګ نوم د یوې نظرې له مخې مینځته راغلی دی او یو شمېر پوهان دا نه منی لکه توماس ګولډ Thomas gold، هرمان Hermann، بونډی bondi او فرېډ هول fred hoyle (چې یو وخت د بګ بانګ پلوی وو). دوئ په دې اند ول، چې دغو، کایناتو تل ثابت حالت درلود (steady state theory)، پدې مانا چې یو له بله نه لرې کیږی او نه لرې شویدی.
سره د دې ټولو څرګندونو بیا هم د دوهمې نظرې په پرتله د بګ بانګ د نظرې پلویان ډېر ول. خو په ټوله کې ساینس او اوسنئ پر مختللې تکنالوژی لا هم ډېر تیاره او تت ګوټونه ندی روښانه کړی او یو شمېر موهمې پوښتنې لا پخپل ځای دی.
که څه هم د ځمکې د پېدایښت په تړاو ډېرې څیړنې شوې دی او لا کیږی:
د مثال په ډول یو شمېر ځمکه پېژندونکو، ګیاپوهانو او د څارییو ډاکټرانو په ګډه د ځکمې او د انسان د تکوین تیوری په اړه په بیلابېلو وختونو کې خپل اندونه را برسېره کړیدی، چې موږ چارلیس لایل (Charles Lyell)، اشر (usher)، لامار (Lamarck)، هوکر (hooker)، آیزاګری (aysa gray)، آلفرد والاس (Alfred Wallace)، لویس اګاسیز (Louis Agassiz) توماس هکلی (Thomas huxey) هربرت اسپنسر (Herbert spencer)، چارلیس داروین او په لسګونو نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
(a.r.hyas, ۱۹۵۸ copyright ۱۹۵۸ by hr. Hyas. Published by Alfred A.knopf, Inc., new York.د ډیرو معلوماتو لپاره وګورئ).
د دغو اوږدو څېړنو نچوړ د ځمکی د جوړښت او پېدایښت په هکله یو شمېر جغرافیه پېژندونکو او پوهانو داسې کښلی دی:
۱ – د ځمکی اتوموسفیر atmosphere، چې د ځمکی شاوخوا راګرځېدلی دی.
۲- د ځمکې جامده برخه lithosphere د څېړونو په اړه ویل شوی توکی اوعناصر
۳- د اوبو برخه hydrosphere چې د ځمکې په ژورو کې ټولې شویدی.
۴- د اور کره pyro sphere د ځمکې تر جامد یوټکو لاندې واقع ده.
۵- ډبرینه برخه bar sphere چې له خاورو، ډبرو،اوسپنی، نیکل او له نورو د رندوعناصرواوتوکونه جوړه شویده.
۲- انسان :
لکه څرنګه چې د ځمکې د پېدایښت په اړه پوهانو او څېړونکو تر ډېره بریده یو شمېر پوښتنو ته بشپړ ځواب ندې ویلې، چې ځمکه، کاینات او کهکشانونه څرنګه یو د بل پسې مینځته راغلی دی؟ همدا ډول د انسان د پېدایښت په تړاو هم لسګونو، سلګونو او زرګونو بشر پېژندونکو، ټولنپوهانو او عالمانو خپلې وېشلې نظرې او فرضې وړاندې کړیدی ، یو شمېر څرګندونې علمې او تأریخی بنسټ لری، ولې لا تر اوسه هم ځنې څېړنې نا څرګندی او مبهمې دی.
هغه وخت چې لرغونو انسانانو، بدوی او ډیر وروسته پاتی نا متمدنه ژوند درلود د ژوند له ډېرو ستونزو سره لاس و ګریوان و او پدې هڅه شوی چې طبعیت ته بدلون ورکړی، د مادی او معنوی ارزښتونو ورپرانیزی، نو په دې لړکې د کار وسیلې او د وېروونکو او وژونکو پېښو پر وړاندې د ځان ژغورنې وسلې اووسیلې په ډېرې ابتدائی بڼه رامینځته کړې ، چې بیا یې ورورو د ټولنیز ژوند د پرمختیا او پراختیا لپاره هاندې هڅې چټکې کړې.
ټولنپوهانو هم خپلی څېړنې له همدې ځایه په غوښنه بڼه پیل کړې چې انسان د نورو ژویو په پرتله دکومو ځانګړتیا وو له مخی د داسی وړتیا او پیاوړتیا درلودونکی دی، چې ډېر زر یې د ټولنیز ژوند لار د ځان لپاره پرانسته؟
پخوا تر دې چې پلټونکی او څېړونکی، کومې لومړنی پایلې ته ورسېږی له دوئ سره دغه پوښتنې او ګړویږنې موجودې وې :
-انسان اوانسانیت یانې څه او له نورو ژویېو سره څه توپېر لری؟
- آیا انسان په لومړی سرکې د عقل او پوهې څښتن وو؟
- د انسان تفکر د متمدنې ټولنې پیل ګڼلی شو؟
- آیا عقل او دلیل د انسان له لومړینو توکو څخه دی؟
دا ټولې هغه پوښتنې ندی، چې زموږ موضوع بشپړوی، دا او دیته ورته پوښتنې لسګونه دی ، سره د هغې چې د انسان ځانګړتیاوې پخپله انسان له حیوان نه بېلوی ، خو یو شمېر ګډې اړیکې په زاتې او طبیعی بڼې موجودې دی چې بېلول یې ناشونې کار دی.
لکه چې په دایرة المعارف کې لیکل شویدی (معاصر انسانان اوس هم حیوانان دی، ځکه مجبور دی چې وخوری او بیده شی، ځانونه د اقلیم له ناوړه پېښو وساتی ، د خپلې بقا لپاره تولد او تناسل ته اقدام وکړی ، د انسان تنفسی جهاز، د وینی دوران ، هضمی جهاز او یو شمېر نور بیولوژیکی جوړښتونه سره شباهت لری.) ۱
یو شمېر پوهان انګېری، چې هر ژوندی څېز باید د وخت له بدلون سره بدلون ومومی ، دتدریجی ودې evolution د تیوری پر بنسټ د دې خبرې مانا دا ده، چې د چاپېېریال له بدلون سره په ژوندیو کې هم بدلون مینځته راځی.
انسان د ټولنیز بدلون له مخې، چې چېرته رسیدلی دی، له ډېرو حالتونو را تېر شویدی ، د بېولوژې د پوهې له مخې (homo sapiens) په اوسنی کوم حالت کې چې اوسنی انسان شتون لری لږ تر لږه یې د دوه سوه زرو کالو په موده کې اوسنی حالت غوره کړی دی...
بی بی سی په یوې څېړنه ( ۱۸ ۹—۲۰۲۰زکال ) کې په ګوته کړې چې په سعودی عربستان کې شاو خوا ۱۲۰زره کاله کېږی چې دانسان ژوند یقینی دی .
نامتو فیلسوف دیکارت پدې اند دی، چې « انسان د خپل پېدایښت د اول نه د عقل څښتن وه چې خدای (ج) ورکړی وو.» ولې په اریانا دایرة المعارف کې بیا داسې راغلی دی: عقل او دلیل د انسان د لومړنیو الاتو څخه نه وو، یعنې څرنګه چې پښې، لاسونه، سر او ژبه د انسان د جسم اجزا شمېرل کیدل، عقل او دلیل د بشر د وجود جز نه بلل کیدل، بلکې دا هغه څه دی، چې بشر په ډیرو زمانو کې په تدریج او سختئ سره حاصل کړیدی. عقل او دلیل د بشر ذاتی شیان ندی، بلکې شته والی او دوام یې په پراخه مانا په ښوونی او روزنې پورې منحصر دی.» ۲ ،خوداسې هم ویل کېږی چې انسان له پیدایښته متمدنه موجود دی .
یو شمېر فیلسوفان او پوهان انګېری، چې ټول شیان د انسان عقل او د ده استدلال نه پیدا شویدی ، عقل یوازې انسان پورې اړه لری او هیڅ حیوان او څاروی هغه نه لری.
اوسنی څیړونکی وائی سوونه زره کاله کیږی، چې یو د بل پسې دغه انګېرنې روانې دی چې انسان باید وپېژندل شی او د هغوئ غیر متمدن طبیعت او بدوی ژوند په ګوته شی.
نن ورځ دغه خبره کیږی چې له پخوا نه تر اوسه پورې له لومړنی انسانه را واخله تر متمدنه انسان پورې د انسان د نسل د لېږد مساله ده او بله د متمدن انسان «متمدن» میراث دی، چې د تمدن له ابتدائی بڼې راواخله تر اوسنی پر مختللی تمدن پورې له انسان سره مل دی. لکه څرنګه چې تمدن ،انسان له وحشت او وروسته پاتی والی را ایستی دی، دارنګه انسان هم تمدن ته دودې او پرمختګ لوری ورکړی دی، نو ځکه خو د بشر په ژوند کې تمدن ځانګړی ځای لری ښه به وی چې د متمدنه انسان په اړه وغږیږو.
۳- تمدن
تمدن د ښاری کېدنې مانا لری او د ټولنیز ژوند دودې او پرمختګ لپاره د وسیلو برابرول دی، چې د انسان مادی او معنوی ارزښتونو ته پرمختیا او پراختیا بښی.
یو شمېر تأریخپوهانو هم د بشریت «تأریخی دوره» د مدنیت پېر بللی دی ، ولې د کند نو له مخی کوم توکی چې له ارغنداب نه تر لاسه شوی د( ق م ) قبل المیلاد مدنیت په ګوته کوی.
تمدن civilization په لاتینې اصطلاح کې civility ته وائی چې له civilize څخه اخستل شویدې. د پوهانو په اند، تمدن د انسانانو د زیار او کوښښ هغه نتیجه او پایله ده چې د غوره او ښه ژوند لپاره یې ترسره کړیدی.
د ښه ژوند لپاره فکر کولو ته په فطری لحاظ د وخت (د ټولنیزو مناسپاتو په رڼا کې) یوه متفکر انسان او یوې انسانې غریزې ته اړتیا وی او دا چې یو شمېر د نظر خاوندان وایې: «عقل د بشر ذاتی څیز ندی بلکې شته والی او دوام یې په پراخه مانا په ښوونې روزنې پورې منحصر دی او دغه مفکوره ډېره نوې او بکره ده !؟... هغه وخت چې له تمدن څخه خبرې کوو، زموږ موخه میکانیکی تد بېرونه، کتابونه، نقاشی او نور کړه وړه دی .» (هماغه اثر مخ۱۰۵)
ولې پوښتنه پیدا کیږی، چې کتاب نه وی، میکانیکی تدبیرونه نوی ، مانا دا چې تمدن نشته؟! آیا د کتاب تر لیکلو پورې زمانې ته، موږ متمدنه زمانه نشو ویلی؟ داسې ډېرې پوښتنې شته چې یوه ورځ به یې ځواب تر لاسه کړو، دا ځکه څوک چې د کتاب د لیکلو جوګه دی، نو هرو مرو په یوه متمدن چاپېریال کې زیږیدلی او روزل شویدی.
ښائی دغه ځواب په لږ توپېر دا وی، چې هیڅ وخت ټولې وروسته پاتی ټولنې په بشپړه توګه، نا متمدنه نشو ګڼلی، که داسې نه وی، د انسان یو تعریف خو دا دی چې یو ټولنیز مخلو دی او له حیوانیت نه په همدې تعریف بېلېږی.
تمدن هم یو ټولنیز نظام دی چې له بابته یې کلتوری نوښت، مادی او معنوی ارزښتونو ته لار پرانیزی ، نو دلته دی چې موږ متمدنه نظام له ټولنیز نظام نشو بېلولی.
د هغو لاملونو له مخی چې په ټوله کې د بشری ژوند ټول اړخونه پکې وده مومی او په ځانګړی ډول د فکری ژوند د بدلون بېلابېلو خواو ته یو پرمختللی لوری ښېی، د تمدن یوه بله مانا ده.
کله چې ټولنه او مدنیت وده مومې نو بیا د انسانانو په ژوند کې مادی او معنوی پرمختګونه هم یو د بل پسې مینځته راځی، چې موږ فلسفه، عقاید، ټولنیز اخلاق، د هنر پراختیا، اجتماعی اسانتیاوی، علمی اختراعات، ژبه او نور د ساری په توګه یادولی شو.
موږ دلته د ژبې یادونه وکړه، ژبه د انسانی ټولنی د تکوین یو بنسټیز لامل دی او همدا ژبه ده چې کله کله یې د تمدن د انتقال وسیله، او د کلتور هنداره ګڼلی شو. خو باید دا له یاده ونه باسو چې د تمدن پیدایښت نه تر اوسه پورې ژبې د تمدن ټول توکی ندی لېږدولی .
دا سمه ده چې کلتور لکه د تمدن په څیرد تولنی مادی او معنوی ارزښتونو مجموعې ته وایې او ژبه هم پخپله د فکر مستقیم واقعیت دی، چې د انسان پرمختګ کې هر اړخیزه رول ادا کړیدی، خو بیا هم تېر انسان یو شمېر تېر مدنیتونه له مرګه ندی ژغورلی ، سره د دې چې انسان د فکر څښتن دی، د افهام او تفهیم لپاره څښتن تعالې ژبه ورکړېده، د یوه پرمختللی تمدن درلودونکی دی، په ساینس او تکنالوژی کې ډېر پرمختګونه مینځته راغلی دی او په پای کې موږ په ۲۱ مه پېړۍ کې ژوند کاوو، چې د انترنټ او کمپیوټر زمانه یې بولی ، ولې بیا هم د تمدن د پیل بنسټیزې ځانګړتیاوې لاپه بشپړه توګه ندی په ګوته شوی ، یوازې دومره کولی شو، چې د بشری ټولنې څرنګوالی او څومره والی، د یو شمېر نښو نښانو له مخې انڅور کړواوترهغه پوه شو چې تمدن د تأریخ نه د مخته یا له میلاد نه د مخه او بیا را وروسته څرنګه تر موږه ورسېد؟ ښائی تر یو بریده یې تأریخ را زده کړی!!؟؟