د تیرو تلین
د ابو بهاند بهیر یم لوی دریاب یم
را پرېوتی لوړو غرو نه په شتاب یم
په خورو خوړو بانډو کی پیچ و تاب یم
د بېدیا ګردجنه بڼه کی سراب یم
زه د قید او قافیی څپاند سیلاب یم
زه خوری وری څپی د اباسین یم
هسی یاد د زمانی د تېرو تلین یم
هم څرګند یمه له ورایه هم غیاب یم
د معنی په څېر د خپل جوهر حجاب یم
هم پو ښتنه د پټ راز یم هم ځواب یم
زه اوبه یم تاو د تندی ته ثواب یم
ستا د حسن جام کی څاڅکی د شراب یم
په ماهیت کی لاهوتی په تن خاورین یم
هسی یاد د زمانی د تېرو تلین یم
کله خوب یم په بڼو کی زنګېدلی
د زړه صبر یم ښېبو کی ځنډېدلی
په ژورو اندېښنو کی کښېوتلی
له حیرت سره ستا خیال کی زنګېدلی
میین زړه یم بېلتانه کی زورېدلی
لاس تر غاړی التماس، سِر د تمکین یم
هسی یاد د زمانی د تېرو تلین یم
زه یم عطر په وږمو کی لولېدلی
له نسیم سره په غرو کی الوتلی
د سکوت د زړه په راز کی یم نغښتلی
انګازو د لوړ آواز کی کړنګېدلی
یم شهباز د رباب تار ته نڅېدلی
د جانان په غاړه لړ د لونګین یم
هسی یاد د زمانی د تېرو تلین یم
هم د ساز د پردی وزن هم یی شرنګ یم
ترّ نمُ یم د نغمی، آه د آهنګ یم
د ژوندون نیولی سا د شېبی درنګ یم
هم د خیال د صحنی راز یم هم یی رنګ یم
ستا د عشق له شوقه هسی په غورځنګ یم
د صریح ژبی اقرار د زړه یقین یم
هسی یاد د زمانی د تېرو تلین یم
زه هوس یم مستقبل ته په خندا یم
کله هیله د سبا یم نا پیدا یم
د ښایست د تصور رنګ کی بسیا یم
خپل تقدیر او سرنوشت ته په سودا یم
د عشق درد یم هم ددغه درد دوا یم
نه په تمه د پاداش نه د تحسین یم
هسی یاد د زمانی د تېرو تلین یم
روښنایی یم تور افق کی څرګندېږم
د سپېدو د داغ ځلا یمه خپرېږم
زه برېښانده تجلا یمه خوځېږم
لکه یاد هره څیره کی څرګندېږم
د ژوند رمز یم حقیقت سره غبرګېږم
لکه لمرغوندی برېښانده او وړانګین یم
هسی یاد د زمانی د تېرو تلین یم
یو بڅرکی په عالم کی د کثرت یم
د ناصح په ژبه ټکی د عبرت یم
دبڼو څوکو کی اوښکه د حسرت یم
نه په غم کی د دنیا نه د دولت یم
استغنی کی روڼ مثال د قناعت یم
حق پالنه کی امتیاز د تور او سپین یم
هسی یاد د زمانی د تيرو تلین یم
کله ډوبه اندېښنه شم هر تعبیر ته
بیا روښان روان بیان شم هر تزویر ته
کله و دانګم څپو د هر بهیر ته
هسی وسپارمه ځان د حق تدبیر ته
هاله زه دخیال پرده شم ستا تصویر ته
ستانیزی» د شعر مسری د زړه تسکین یم»
هسی یاد د زمانی د تېرو تلین یم