37

په افغانستان کې د ډیموکراسۍ برکتونه

گرآورده های مهم
11 January 2023

 ۲۳ / ۴ / ۲۰۱۳ زکال


طنز

لوېدیزې ډیموکراسۍ خو زموږ هیواد او ولس ته ډیر خیرونه ور نصیب کړي دي خو زه یوازې د ډیموکراسۍ په برکتونو بسنه کوم:

زه غواړم چې زموږ د کلي د دهقانونو په څیر چې د غنمو پر خرمن (راشه) غنم تلي نو وایي یو برکت او دوه برکت ... زه به هم برکتونه په دغه ډول وشمیرم:

یو د برکت: مخکي  په کلیو کې د خلکو ژوند ډیر سره ورته وو په دی مانا د ژمي په موسم کې ډیرو خلکو جوارینه خوړل. خو د ډیموکراسۍ په برکت دغه برابري له مینځه ولاړه. اوس څوک جوارینه نه خوري. څومره ښه پرمختګ دي.

 که مبالغه ونه شي څوک د قارون پر ځای ناست دي خو جوار خوره د مرګ عرزاییل ته ښه راغلاست وايي چې خدای (ج) به یي د زحمتونو اجرونه ورنصیب کړي.

دوه د برکت: زه چې ماشوم وم، کله کله به کندهار ته د دوستانو دلیدلو له پاره راتلو. هلته رواج و چې سهار یي ماشومانو ته پاو(پنځه ویشت پولۍ) او یا غران(پنځوس پوله) ورکول چې ځانته یو څه په رانیسه خو هغه کال چې تللي وم ماشومانو ډالر غوښتي، د غرانو وخت تیر شو. دا دي پرمختګ.

دري د برکت: د مزدور نیول ډیر ارزانه وه خو د امریکایانو له برکت څخه مزدوران هم ډالر غواړي او موټر ته د تیلو اچولو په وخت کې خو پرته له ډالره ستونزه ډیره ده. د خوښۍ ځای دا دي چې د بې ارزښته افغانی ځای ډالر ونیو. خلک د ۲۰۱۴ زکال څخه هم ډار نه لري ځکه راتلونکي ولس مشر به (۴) میلیارده ډالره د پوځ له پاره تر لاسه کړي خو همدا اوس باید پاملرنه وکړي چې بهرنیان تر هغه وخت پوري باید دومره ډالر راکړي چې د خلکو عادت پري شي. ځکه دا د چرسو د نشي په توګه دي. خو ښه پلمه ده، ډالر به ضرور راکوي.  

څلور د برکت: یو وخت رشوت د قلمانې په نوم یادیده چې د لس روپو څخه یي پیل و. دا څومره شرم و چې د دولت مامور به ښه نیکټایي تړلي وه خو لس روپي به یي غوښتلي. د مامورینو د حیثیت د پر ځای کولو په خاطر یي د مامورینو د روزولو له پاره کورسونه جوړ کړل چې اوس پرته له شنو څخه کوچني کار هم نه اجرأ کوي. د شنو (ډالرو) ورکول د مامور د حیثت او نکټایي سره برابره چاره ګڼل شوی ده.

پنځه د برکت: زموږ لوړ مشران (وزیرانو، ریسانواو نورو دولتي لویانو ) به چې مفلسه شوه د رتبې په ترتیب به یي یو چاره وسنجول. کله به یي په مقرریو او کله به یي د نورو وړو سرچینو څخه چاره وکړه چې عزت او آبرو به یي توی شوو. خو د امریکایانو د ډیموکراسۍ غم دي نه وي. په عملي ډول یي مشرانو ته وښودل. خپله امریکایانو د قراردادونو څخه لس سلنه وټاکل. اوس هر قراردادي پرته له دي چې ورته بیان یي کړي چې لس سلنه د پروژې د بهرني مشر او ... سلنه د وزیر صاحب او دغه ډول سلسه مراتب د مامورینو د قانون پر بنسټ عملي کیږي پرته له دي چې وزیر صاحب او ریس صاحب خپل آبرو توی کړي او چاته د رشوت لاس اوږد کړي. 

شپږم د برکت: په پخوا وختونو کې د ملي شورا غړي د یوې ګولې ډوډۍ په پیدا کولو اویا لږ تر لږه د هغو پیسو په بیرته راغونډولو چې په وټونو کې به ورڅخه لګیدلي وي، سرګردانه په یوه او بل وزارت کې ګرځیدل. کله به یي د مځکو، دوکانونو او یا ورته شیانو د امر اخیستلو له پاره بوټونه څیري شول. خو زموږ د هیواد نړیوالو دوستانو اسانه چل وروښود. کله چې جیب یي تش شي نو وزیران استیضاح کړي. د یوې خوا پر وزارتونو د ګرځیدلو د سرګرداني څخه خلاص دي او عزت یي پر ځای دي. او د بلې خوا د ملت د یو استازي په څیر په نره خپل حقوق د وزیرانو څخه نغد اخلي.

اووم د برکت: په هیواد کې ښارګوټې او په میلیونو ډالرو ودانۍ جوړي شوی دي. همدا نن مې ولوستل چې د بشر د حقوقو ځینې ودانۍ داسې جوړ شوی، که د باران او واوارو کچه څه زیاته شي نو نړیږي. د بشر د حقوقو مشرې، سیما ثمر د فساد پر ضد کمسیون مشر ته ویلي، دوعا به کوو چې بارانونه او واورې ډیرې و نه اوري. دا څومره قانع کوونکي ځواب دي.

اتم د برکت: د مجردینو له پاره د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل، مزار(په اړه یي تازه خبرونه شته)... کې د ساتیریو پراخ امکانات شته که څه هم ازاد بازار دي خو یوازې د دغو مرکزونو نرخونه د ځوانانو د سهولت له پاره تر څارنې لاندي دي. 

د خیرونو په اړوند به بیا ستاسو چوپړ ته حاضر شم په درناوي

پای