37

د زورواکانو په ښار کې ولسمشر هم په امن کې نه دي

گرآورده های مهم
11 January 2023

۷ / ۸ / ۲۰۱۲ زکال


طنز

د افغانستان ملي شورا هم تاړاکونه تیر کړل، د بوټونو وارونه، د ویښتانو شکول، لاس اچونه، د ولسي جرګې د ادارې هیت نه ټاکنه هغه ناخوالي وي چې د ولس استازې د پیل څخه ورسره لاس او ګریوان وه. وایي چې بهرني شیطانان یي په وجود ننوتلي وه. د اولنو(پخوانیو سپین ږیرو) خبره ده چې شیطان د پرهیزګارانو سره ډیر سروکار لري. د شیطان ملګرتیا د ولس د ډیرو استازو سره د دوي د پاکۍ او پرهیزګاری ښکاره ثبوت دي. د ولسمشر لخوا یي د ورپیژندل شوو یو شمیر وزیرانو ته د اعتماد وټونه ور نه کړل خو هغوي د سرپرستو وزیرانو په توګه دندو ته دوام ورکړي. استازو خپله خبره ټینګه کړی وه خو تر یو کال وروسته یي ټول رد شوي وزیران ومنل ځکه دوی ته ثابته شول چې وزیران ګټلي پیسي یوازي نه لګوي، دومره بې انصافه نه دي. د وزیرانو څخه یي د دوی د صداقت د اثبات له پاره (۱۰ ـ ۲۰) سلنه وغوښتل چې هغوي بیله ځنډه د ملت د استازو غوښتنه ومنله نو وکیلانو هم ولسمشر ته د دوي د منلو اطمینان ورکړي او پر خپل وعده یی وفا وکړه.

بدبختي داده چې شیطان زموږ د وکیلانو څخه لاس نه اخلي. تیره ورځ د استیضاح په غونډه کې بیا د ښځینه وکیلانو تر منځ د ویښتانو شکول او د بوټو وارونه وشول. خو ایا استازو هغه قانون چې خپله یي منظورکړی دي، هیر وه؟ ( د ښځو پر ضد تاو تریخوالي منع دي). نه، ستونزه بله ده. خو اوس ټولو استازو ګوته په غاښ نیولي ده چې د ښځینه وکیلانو تر منځ شخړه به د کوم قانون له مخي څیړي ځکه په قانون کې د نارینوو له خوا تاوتریخوالی منع شوی و. خو بیا هم د ولسي جرګې پر مشر ابراهیمي صاحب دی افرین وي چې د استازو د آبرو او عزت د ساتلو په خاطر یي خبر لوڅي د تالار څخه ویستل. دا هغه ټوکه ده چې په یو چا ډیرې ناوړه چارې وشوی وروسته یي وویل(خوب شد که آبرو من نه ریخت).

په همدغه غونډه کې د کورنیو چارو وزیر ماشیني ستر جنرال بسم الله محمدي او د دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ (د مجاهدینو دجشن د مراسمو تښتیدونکي) چې په ډارن شهرت لري، سلب اعتماد شول. دا ځل د ولسمشر ژوند ته جدي ګواښ متوجه شو. مارشال فهیم ډیر په غوصه دي. د رسنیو به قول مارشال دومره په غوصه دی چې وایي په یوه ورځ به کابل پر دا بل مخ راوړم( د ۹۲ کلنو مستي یي وتوریدل) او داسي نر نشته چې د کورنیو چارو وزیر ګوښه کړي. د بل لوري یونس قانوني هم ډیر غوریدلی دی. ولسمشر بیچاره هم د ډاره دواړه وزیران چې په بي کفایتي او خیانت تورن دي، دوباره د سرپرستو وزیرانو دنده ورکړه ځکه ولسمشر نور مصلحت نه کوي. د غلو اوداړه مارانو حکومت دي د ولسمشر څخه ګیله په کار نه ده. تر دي پوري مې د ملا نصرالدین کیسه را یاده شوه چې ستاسو پاملرنه ورته راړوم:

وایی یو ورځ ملا نصرالدین ولسمشری ته ځان کاندید کړ،او ټول ولس ته یي ډاډ ورکړچی که زه ولسمشر شوم په ملک کی سوله راولم او غلا د مینځه وړم .نو ولس چی د توپکمارو او غلو نه په تنګ راغلی وو، رایی ورکړه او ملا صاحب ولسمشر شو.

کله چی ملا صاحب خپل کابینه اعلان کړه د هیواد ټول پیژندل شوی غله یي تر نظر لاندي ونیول. هر قوم چی ډیر غله درلوده ، ډیر واک او وزارتونه یي نصیب شول...

نو ولس چی دا حالت ولید، نا هیلی شول او دخپل کار نه پښیمانه سول بعضو ویل دا خو تر بد نه بدتره شوه، پخوا که یو معمولی غل و ،اوس د هیواد ټول تجارت او واک دغلو په لاس کې دی .نو ولس پریکړه وکړه چی په ګډه د نږدی نه د ملا صاحب نه وپوښتی چی ولی؟

ملا صاحب چې دولس دا نا امیدی ولیدل د ماشومانو په شان په ژړا اوپه سلګی وهلو یي پیل وکړ! 

نو د ولس دمشرانو زړونه ور باندی وسوځیده،  ټول وارخطا شول ...ټول غلی شول ! 

یو سپین ږیری په ډیره نرمه لهجه وویل:

ولسمشر صاحب! مونږ کوم داسی ګناه وکړه چی ستاسو د ژړا سبب شوه؟؟:

تاسی ولی زما په چلونو نه پوهیږی؟

ماملی مشارکت په نظر کې نیولی دي د ټول هیواد پیاوړی غله مې په یو دسترخوان په ارګ کې ترخپل شخصی نظر لاندی راټول کړی دي. د دي له پاره چې د دوی داړې مې د ولس د وینو خوړولو څخه بچ کړي وي، ټولې نړۍ ته می د ګدایی لمن غوړولی ده اوپه ملیاردو ډالړ می راټول کړی، نود دوې جیبونه به ډګ او سترګې مړی شي تر څو ستاسو دکورونو دغلاوو څخه لاس واخلی او تاسی ارامه ژوند وکړی. پایله ښه راته ښکاري. وګورئ دا ښار ته! هر وزیر اووالی څومره ښکلې ماڼۍ او بلډنګونه جوړکړی چی زموږ او ستاسوهیواد د همدی غلو دماهرانه غلاوو له برکته ښایسته شوی دي.

بیا هم تاسو خوشحاله نه یاست او نه هم دا غله! تاسو زما د دومره خدمت په بدل کې ناشکري کوي.

اوس نو تاسی راته وویاست ما څه ګناه کړی او ولی تاسی زما په قدر نه پوهیږی ؟ که ونه ژاړم نو به څه وکړم؟ پای

په ولسمشر بیچاره عیني دغه کانه شوی ده چې د فساد ورکولو له پاره یي لیڅي راونغښتلي، مارشال او جوړشوي جنرالان ورته دومره په غوصه دی چې د ۹۲ کلونو ورځي ور یادي کړي دي نو تاسو ووایاست چې ولسمشر حامد کرزي به بیله ژړا څه وکړي؟

متل دی چې وایي: د خوار دا یا ښرا ده، یا ژړا ده.