37

طنز، ښه دی چې د ولسمشري له پاره ټول نوماندان او مرستیالان یی یو ټیم شي

گرآورده های مهم
11 January 2023

۹ / ۳ / ۲۰۱۴ زکال


د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان په منډو ستړی شول چې خپل پلویان زیات کړي خو ځینې نور هڅه کوي چې یو شمیر نوماندان ورته تیرشی، چې زلمی رسول په دغه کار کې بریالی شو او قیوم کرزي یي ملاتړی شو. خو زه ټولو نوماندانو ته لاندې دوه وړاندیزونه لرم:

۱ ـ د ولسمشر حامدکرزي حکومت ته بیعت او د ټاکنو څخه لاس پر سر کیدل ځکه چې:

ـ که په رښتیا د ولس خیر غواړي، باید په ګده او اتفاق د ارګ ماڼۍ ته پړي په غاړه ورشي چې موږ تاسو ته بیعیت کوو، ځکه ټاکنې اړتیا نشته.

ـ اوس ولسمشر حامد کرزي یوازې شو ځکه مارشال صاحب په حق ورسید. د یو لوی ملي مشر او د هیواد د پوځ جګپوړي مارشال صاحب په درناوی لږتر لږه دري کاله ټاکنې وځنډوي او پریږدي چې ولس خپل د غټ پټ جهادي مشر  ویر په ارام چاپیریال کې ونیسي.

ـ ستاسو د ډلې څخه ډیرو د ولسمشر سره رسمې دندې اجرأ کړی دی، کیدای شي چې په نوي کال کې مو په ښه منصبونو مقرر کړي که تفاهم ورسره وکړي.

۲ ـ که لومړی وړاندیز مو پر اشتها برابرنه دی نو د ټاکنو تر سره کولو له پاره لاندې وړاندیز ومنئ:

ـ دا چې په هره ډله کې د جهادي حکومت د دوران اتلان شته، که یې هیڅ هم نه وی کړي لږ تر لږه د زرو غیري جهادیانو او یا د جهادیانو د امرونو د سرغړونکو سرونه خو به یي غوڅ کړی وي نو ښه دی چې خپل د یارانو سره یو ځای شی چې ډیرې ګټې لري.

ـ د ټاکنو په دوران کې د ډیرو منډو ترنډو څخه خلاص شي او ولس د غونډو د عذاب څخه خلاص کړي.

ـ ځینې د اسلامي احکامو ناخبرو نوماندان ښځو ته هم تبلیغ کوي او په لوړه کچه زموږ خویندې میندې اړ ایستل شوی دي چې په پټ مخونو په چادري او یا غټ تور پوڼۍ کې غونډو ته راشي ځکه د ښځو روا او ناروا حقونه که خیر و، ورکول کیږی. مګر پام کوي که د اشرف المدارس کسان درخبر شول، ټاکنیز کمپاین به مو دړی وړی کړي.

ـ دا چې ښځې زموږ د علماؤ او په ځانګړی توګه د شیخ الحدیث سیاف په امر باید د کورونو په چاردیوالۍ کې په عزت ناستې وي، نو بده خبره ده چې د ټاکنو په ورځ بهر راووزي.

ـ موخه یوه ده چې د هیواد شتمنې په انصاف او عدالت سره وویشل شي، حق و حقدار ته ورسیږي. داسې نه کیږي چې هر څه د څو تنو وي.

ـ موږ پوهیږو چې ډبل عبدالله، دوستم، محقق، تورن اسماعیل، احمد ضیا مسعود، شیخ الحدیث پروفیسور عبدالرب سیاف او یو شمیر نورو جهاد کړی دی. که یوازې د افشارو سیمه وګورو، د شیخ سیاف په نوښت د نفوسو د زیاتوالي مخ نیوی یي په ډیر تدبیر کړی، محقق او نور هم دغسې درواخله نو باید د مجاهدینو حق تلف نه شي.

ښه به داوي چې ټول نوماندان سره یوځای شي او افغانستان د غنیمت په توګه سره وویشي، البته په ویش کې مشر، کشر، د جهاد مظبوط قوماندان او نور ځانګړتیاوي په نظر کې ونیسي.

که یو نوماند خوښ کړی د طالبانو د ډار څخه به هم خلاص شي. پای