37

د نعیمي ویبپاڼې خبرلوڅي او د ولسي جرګې د مشر مرکه

گرآورده های مهم
11 January 2023

 ۲۶ / ۸ / ۲۰۱۲ زکال


طنز

خبر لوڅي: ښاغلي ریس! ډیر وخت کیږي چې د ولسي جرګې غونډې د نصاب د کمښت په خاطر مهمې پریکړې نه شي کولای. که مهرباني وکړي چې علت یي راته بیان کړي؟

د ولسي جرګې مشر: دا خبره پر ځای ده. د ملت د استازو غیابت مختلف عوامل لري. د کال په څلورو موسمونو کې د استازو غیابت توپیر لري.

۱ ـ د تریاکو د حاصلاتو د ټولولو په وخت کې زموږ زیات وکیلان غیرحاضر وي ځکه د تریاکو د کښت په ټولولو او ځای پر ځای کولو لګیاه وي. د دوی شتون په خپلو کلیو کې د ولسي جرګې تر تالار ډیر ارزښت لري.

۲ – په هغو وختونو کې چې په  ټاکلي ولایتونو کې د نوی پروژو قراردادونه د کورنیو او بهرنیو ادارو لخوا  کیږي د ملت د استازو شتون په خپل ولایت او ولسوالي کې اړینه چاره ده، ځکه په قراردادونو کې د لاس وهنې احتمال شته او کیدای شي چې قراردادونه بي نوم او نښانه کسانو ته ورکړل شي. یاني داسي کسان قرارداد په لاس راوړي چې نه د کوم وزیر، والي او د ملي شورا د غړو سره اړیکې او خپلوي ولري. که دا وشي نو دا کسان د قرارداد د اخیستلو په دود نه پوهیږي په دی مانا چې د سهمیو د ویش څخه خبرتیا نه لري چې وروسته نوموړو موسسو او هم لوړپوړو چارواکو ته ستونزې رامنځته کوي.

۳ ـ د ملت استازې په مرکز او ولایتونو کې د ښارګوټو دمځکو ورکولو په وخت کې ډیر غایب وي ځکه د ښارګوټو له پاره د مځکو ویش د راتلونکې له پاره ډیر ارزښت لري. ډیره مهمه ده چې وکیل صاحبان او کورنۍ یي په ښارګوټو کې لویه ونډه ولري چې له یوی خوا د بې قومه کسانو د مشارکت مخه ونیسي او د بلي خوا د ملت داستازو او کورنیو ابرو او عزت په راتلونکي کې خوندي وي. داسې نه لکه د خلقیانو جنرالانو چې تر سقوط وروسته یو غیران او سرپناه نه درلوده او په پاکستان کې مزدوري کولي.

۴ ـ د هغه قوانینو د تصویب په وخت کې چې په لنډه موده کې حاصل نه لری د ملت استازې ارږمي کاږی نو ځکه غونډو ته د حاضریدولو سره ډیره علاقه نه لري. په دغه فارغ وخت کې د پلارداره موکلینو او یا هم د خپلو خپلوانو د اړوندو کارونو په خلاصولو بوخت وي. اړوندو وزارتونو ته ځي ا و کارونه خلاصوی. زموږ وکیلان صاحبان پر ملت زړه سواندي دی نو ځکه خپل کاري وخت  پر دغو کارو نه لګوي. 

خبرلوڅي: مخکې له دی نه چې د ملت د استازو د غیابت په اړوند نورې پوښتنې وکړم غواړم چې تاسو مهرباني وکړي راته ووایاست چې په کومو وختونو کې د ملت استازې غونډو ته راځي یانې د غیابت کچه ډیره کښته وي؟

عبدالروف ابراهیمي: هغه وخت چې وزیران د وکیلانو سهمیه پر خپل وخت نه ورکوي او یا د پیداکړو پیسو د ویشولو څخه سرغړونه وکړي نو نوموړي وزیران استیضاح کیږي او وکیلان هم په ځانګړی شوق اوعلاقه په غونډو کې ګډون کوي.

ـ د ولسي جرګې د مشرتابه هیت د ټاکلو په وخت کې هم د وکیلانو حضور په لوړه کچه تر سترګو کیږي.

ـ د حکومت نوي وزیرانو ته د باور د وټونو د ورکولو په وخت کې هم د ملي شورا استازي په لویه پیمانه حاضر وي.

ـ د معاشونو ورکولو په ورځ ټول وکیل صاحبان حضور لري.

خبرلوڅي: تاسو ښاغلي به راته وویاست چې د وکیلانو د غیابت وجه په ویل شوو وختونو کې څه وي؟

عبدالروف ابراهیمي: ولې نه. زه به په ټولیز ډول دغه ستونزه بیان کړم:

ـ د ملت استازو په ډیرو لوړو لګښتونو پارلمان ته لار پیداکړي ده او دبلي خوا د بااعتباره موکلینو په تړاو هم مسولیت لري. د بیا ټاکلو له پاره اړ دي چې څه ناڅه نفوذ په خپل کلي او کور کې ولري. د ویل شوو غوښتنو د پوره کولو له پاره لاندې اجرأتو ته اړتیا شته:

الف: د تریاکو د حاصلاتو د ټولولو په وخت کې د وکیلانو شتون په خپله سیمه کې ډیر اړین بریښي. دا ځکه چې دښمن یو نه دي، کیدای شي بهرني پوځیان د تریاکو پر خرمن چاپه ووهي او د دولت پولیس هم سپین سترګې دي ځکه والي، ولسوال، قوماندان او نور هم خپل ونډه غواړي. متل دی وایي چې:« دبابا ږیره دومره ول چې په تعویذو کې خلاصه شوه» چاته حق ورکړل شي. دا چې وکیل صاحب په کلي کې وي نو د هري بلا دوا ده. د وکیلانو دارایي لکه د بیت المال دارایي داسې حیثیت لري ځکه دوي د ملت استازي دي.

ب: خبرلوڅ صاحب! که رښتیا درته ووایم ځنې ښارګوټې هر کس او ناکس ته ورکړل شوي دي. جهاد چا وکړ او مزې یي څوک اخلي. که دي څو ورځي مخکي ارویدلي وي، د ښوونکو له پاره هم ښارګوټي جوړیږي، د هندوانو له پاره هم د مړو سوځلو ځای او ښار ګوټۍ جوړیږي. خدای دی خیر پیښوي. د جهاد مشران او د ملت استازي د هیریدو په حال کې دي. نو ښه ده چې د ښارګوټو د جووړولو په وخت کې وکیل صاحبان حاضر وي. د ولسي جرګې غونډې به د هیواد له پاره څه وکړي؟

ث: زموږ وکیلان صاحبان دومره منصف دي چې خپل شخصي کارونه د قوانینو د تصویب په وخت کې د اړوندو ادارو څخه خلاصوي. د وکیل صاحبانو ډیري د قوا نینو په مفهوم نه پوهیږي نو ښه دي چې وخت ضایع نه شی او خپل شخصي کارونه د اړوندو وزیرانو اوادارو سره خلاص کړي.

ج ـ تیره ورځ (۲۵ / ۸ / ۲۰۱۲ ) په تالار کې ډیر لږ وکیلان ښکاریدل او د ولسي جرګې د اداري هیت یو غړي د مرستیالانو په شمول کې حاضر نه وه. زه اړ شولولم چې د منشي کار خپله وکړم. که څه دو، درو وکیلانو نیوکه وکړل چې دا زموږ پرستیج ته ضرر لري چې د ولسي جرګې مشر د لیکونکي دنده اجرأ کوي. 

زما په آند نیوکه بیځایه ده ځکه په اجندا کې دومره مهمه موضوع نه ول. یوازي باید د یو لیک پر لیکلو خبري شوی واي چې د پاکستان د بریدونو په اړوند د ملل متحد ادارې ته شکایت شوی واي. دا خو دومره لویه کیسه نه ده، ځکه موږ بهرنیانو چې په مشري کې امریکایان دي، دغو مقامونو ته راوستي یو، زموږ خوندي کول د طالب، القاعده او پاکستان څخه د دوی په اوږو دي. ډیر ښه متل دي چې وایي: «فیلان چې ساتي، دروازې به لوړي جوړوي». امریکایانو چې موږ د جهاد مشرانو د طالبانو څخه ژوندي خلاص کړو، موږ هم په بدل کې د خپل هیواد دسر اومال واک ورکړ، اوس خو نو مجبور دي چې موږ وساتي. نو ځکه دا پریکړي د وکیل صاحبانو له پاره ارزښت نه لري. ښه دي چې نور ګټور کارونه وکړي د دي پر ځای چې ټول ورځ په غونډه کې ناست وي.

خبرلوڅي: که مهرباني وکړی راته ووایاست چې د وکیل صاحبانو لویه شمیره د څه شی سره ډیره علاقه لري؟

عبدالروف ابراهیمي: ښکاره خبره ده چې د اقتصاد او داریي سره ډیره علاقه لري. د یو هیواد پرمختګ هله شونۍ دي چې پیاوړي سرمایداران ولري تر څو د فابریکو او موسسو په جوړولو کې سرمایه ګذاري وکړي.

تاسو وینئ چې امریکایان ولې پرمختللي دي ځکه چې قوي او لوي سرمایداران لري. که د مرستو پیسي د بې وزلو لاسته ورشي هغه به په سالم ډول ونه لګول شي.

ـ زموږ وکیلان صا حبان د ولسونو د منځ څخه راپورته شوی دي او د ولسونو سره ډیرې اړیکې لري. د هر وکیل صاحب د یوې شپي لګښت په زرګونو افغاني کیږي. 

ته فکر کوي چې دغه وچ معاش چې د میاشتي یولک افغاني دی، دغه لګښتونه پوره کوي؟

خبرلوڅي په مننه مرکه پای ته ورسوله.