37

دوه مخې رهبران

گرآورده های مهم
11 January 2023

۹ / ۱ / ۲۰۱۲ زکال


په دې وروستیوورځو کې ارویدل کیږي چې د جهاد پخوانې زړه سواندې مشران د خپل ولسونو لپاره بیا لاس په کارشوی دي. دا د جهاد د وخت هغه زړه سواندي مشران دي چې د کابل د ښارزړې کنډوالې یي ونړولې ترڅو ښکلۍ سمسورکابل ودان کړي. د بیلګې په توګه د جنرال دوستم پیرزوینه دومره ډیره وه چې د کورنیو د ښځو د سینګار زاړه سره اوسپین یې وړل. د دی لپاره چې ښځې موقع پیدا کړي چې خپل میړونه وهڅوي تر څو د نوی موډ سره برابر د سروزو او الماسوغاړګۍ او بنګړي ورته رانیسي. کره معلومات شته چې زنداني کارپوهان به یي د شپې رابلل چې د اصلي او نکلي سرو او سپینو توپیر ورته وکړي. دا ځکه چې خدای مه کړي د دغو توکو رانیونکۍ دوکه نه شی او لارښود چلبازه ونه ګڼي او بل ګټه دا وه چې د دغو توکو پخوانې مالکانې د خپلو میړونو په دوکه هم خبرې شي چې د بل ځل رانیولو په وخت کې دوکه نه کړی. څومره مهربان اوهوښیار مشر دی. بل هوښیارتوب یي دا وه چې د هیواد په هرځای کې به نا ارامي وه خپل سرتیري یي لیږل او د خلکو مالونه او سرونه خو په طبعي ډول غنیمت ګڼل کیږی نو مالونه یي د سرتیرو د خوښي لپاره راټولول. تر ټولو لوی پوځي اتلتوب یي د مزارشریف په قلعه جنګې کې وکړ چې ځوان بې خبره د طالبانو سرتیري یي ووژل چې په نړۍ کې فلمونه ورباندي جوړشول. جنرال دوستم دومره کارنامې لري چې کتابونه ور باندې ډکیږي نو ځکه د افغانستان د وسلوالوقواو درستیزوال پاته شوی دي.

 او یو شمیرهغه کسان چې د جهاد قدر یي نه درلود په سزاورسول.

محمدمحقق تر ټولو ډیر مهربان وه ځکه له یوي خوا یي د سرتیرو ژوند ته ډیر پام کاوه او د بلي خوا یي د افغانانو په نسلونوکې د ښایست په خاطر نوښتونه راوستل:

د بیلګې په توګه د بیکاره او بدرنګو ښځو تیان یي سرتیرو ته کبابول ځکه د انسان د تیانوغوښي ډیرغذایي مواد لري. سرتیري کولای شي چې د دغو کبابونو تر خوړولو وروسته د وحشي حیواناتو په څیرجګړه وکړی. بله ګټه یي سرتیرو ته دا ول چې د ابد له پاره د انساني، سخت اسلامي چوکاټ څخه ازاد ګڼل کیده. د نورو قومونو سره د دوستۍ څخه هم فارغه وه. 

په ډیرو وژنوسره د افغانستان نفوس لږیدي چې د لږ نفوس درلودل په اوسنۍ نړۍ کې اقتصادي توازن برابروي. محقق صاحب او جهادنما نورو مشرانو د نبوغ مقام درلود ځکه دوي په هغه وخت کې ډیرې وژنې کولي، پوهیدل چې په نړ کې اقتصادي بحران راځي. افغانان به اړنه وي چې د حل لارې یي وسنجوي ځکه د حل انساني لار زموږد دغو مشرانو په اند دا وه چې نفوس لږ کړي. ماشاالله اسعتداد. 

د غریبانو او بدرنګه ښځو او نارینوو وژنه د نسل اصلاح ده ځکه د جهاد قوماندانان په دې نړۍ کې د جهاد بدل غواړي او باید هر قوماندان څو ښکلې پیغلې(حرې) ولري.

دغو زړه سواندو مشرانو پریکړه کړي ده چې افغانستان په ټوټو وویشي تر څو ښه خدمت ورته وکړای شي. لویه ستونزه خو دا ده چې د جهاد په وخت کې قومونه یو د بل په مقابل کې دښمنان شوی دي. بهتره به وي چې د ولایتونو تر منځ سرحدونه وټاکل شي، په مناسبه اوعادلانه توګه افغانستان وویشل شي. افسوس چې ارواښاد فرفیسورملارباني د خپل اسلامي واکداری په زمانه کې د طالبانوله خوا وځغلول شو نو ځکه د دي موقع یي پیدانه کړه چې د نوروګټورو قوانینو  دتصویب ترڅنګ یي د هیواد ویش جهادي قوماندانو ته په عادلانه توګه پای ته رسولۍ واي. خو یو خدمت یي د هیریدونه دي هغه دا چې د جها د قوماندانوته یي اجازه ورکړه چې : دا چې لوی جهادي قوماندانانو د افغان او شوروي کمونستانو پرضد جهاد کړی دي نو قومندانان او د دوی د کورنیوغړي اجازه لري چې د هرچالور، خور، میرمن او حتي ښایسته هلکان خپل د جنسي هوس له پاره وکاروي. سره د دي چې د سولي د عالي شورا ریس ملارباني اوس مړ دي خو د نوموړي د پیرزویني په برکت دغه قانون په بشپړه توګه په عمل کې پیاده کیږي. زه باور لرم چې پاک خدای به د دغه لوی خدمت پاداش په هغه توګه چې وړتیایي لري ورکړي وي.

د ملارباني د جنازي په ورځ د شمالي ټلوالي ډیرو مشرانو د ده په وینو قسم کړی چې د ده ارمانونه به پوره کوي. د ملارباني لوی ارمان د هیواد عادلانه ټوټه کول وه نو ځکه د شمالي ټلوالي مشران غواړي په موډرنه توګه هیواد وویشي چې د فدرالیزم نوم یي ورباندي ایښۍ دي.

د ملارباني بل مهم ارمان هم بشپړ شوی دي هغه دا چې د جهاد قوماندانان باید د مالي لحاظه د جګړې غنیمت په درسته توګه سره وویشي. دا کارهم د ملارباني په وخت په دومره عادلانه توګه سرته ورسید چې په لاندې ډول به یي لنډ بیان وکړم:

د ټولوهغه اتباعو چې د هیواد په دننه کې د کمونستانو د ملحدي حکومت تر واکدارۍ لاندې ژوند کړي وه منقول اوغیري منقول مالونه یي په غنیمت واخیستل شول او حتی د اړتیا په وخت کې ښځې اوهلکان هم واخیستل شول. دولتي دارایي د پوهنتون د کتابخاني څخه پیل ، موزیم ، ارشیف ، د وزارتونو موټران او فرنچر او حتی زاړه ګروپان او پیپونه د پاکستان په کباړي بازارکې وپلورل شول. اساسي ارمان چې بشپړ نه شوهغه د سولې د پروسې شنډول ول.

سره د دي چې ملارباني د حامدکرزي په مقابل کې جبهه جوړه کړی وه خو د ولسمشرڅخه یي د سولې د عالي شورا ریاست هیله وکړه. وعده یي ورکړه چې د دغه مقام په بدل کې به ډیرڅه ورته ورکړي. معامله ترسره شوه او ملارباني د سولې د عالی شورا مشر وټاکل شو. ملارباني لاس په کار شو چې په هیواد کې سوله اودغه ته ورته ډرنامی د ریښې څخه شنډی کړي چې نور په افغانستان کې بیا څوک د سولې خوله وازه نه کړي. خو افسوس چې د دغه لوی ارمان پوره کولو ته پاته نه شو او ځوانیمرګ شو. 

بیا هم د ملارباني پر وفادارو ملګرو دي افرین شي چې د یوې خوا د فدرالیزم هڅې کوي او د بلی خوا د نورو په څنګ کې امرالله صالح د طالبانو سره د جوړې سخت دښمن دي ځکه د خپل مړه مشر، ملارباني ارمان باید ور پوره کړي.

ځینې خلک بیا نورې غلطې تبصرې کوی وایي چې: د شمال مشران ځکه د سولې څخه ډاریږي چې قهرمان مسعودصاحب وصیت ورته کړی دي چې دا د غرو خلک خطرناکه دي، زموږ بنګلې به ټوله مسجدونه کړي او که یي پام شو په دغه دنیا به د ټولو درغلیو، چوراو چپاول جزا راکړي. هغه دا هم په وصیت کې ویلې ده چې زما تیښته د دغه ډار څخه وه نو ځکه مې ژرځان تاجکستان ته ورساوه. هر څه چې ده، د قهرمان مسعود او د ځوانیمرګ ملارباني د ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅې او تلاښونه باید وشي. نو د خیر په دغه کارکې باید ټول هیوادوال مرسته وکړي که نه په مرګ هم جزا راکولای شي ځکه:

که مسعود په قبر کې ناراضه شو، د خپلې زړې تجربې څخه به کار واخلي او د صراط پل به منفجرکړي نو زموږ خاورې به په  سر، دی خواته به پاته یوو.

د ملارباني غوصه هم خطرناکه ده ځکه د هیواد ولسمشر و، کیدلای شي چې د جمعیتیانو د جنایاتو په ډله کې موږ هم په تورلست کې ورکړي. خدای دي د دغو دومخې مداریانو څخه نجات راکړي.

امین