37

بي بي سنګي

گرآورده های مهم

بي بي سیده مریم (بي بي سنګي)
بي بي سیده مریم (بي بي سنګي) د اعلیحضرت امیر شیر علي خان رحمه الله د حکومت په لمړي کال (1864 زېږدیز) کښې په پلازمېنه کابل ښار کښې زېږېدلې وه.
د نوموړې پلار سنګي محمد نومیدی چې په غازي سنګي بابا پېژندل شوی وو چې د افغان او انګریز د لمړۍ جګړې پر مهال یو ستر غازي مشر وو او کره ځای یې اوسنی کنړ ولایت وو. غازي سنګي بابا د سیدانو له منوّر ټبر څخه وو او د خپل مهال پیاوړی دیني عالِم او ستر روحاني مشر هم وو. د آغلې بي بي سیده مریم مور، سیده آنا نومیدله چې د سيد عباس بخاري رحمه الله له کورنۍ څخه وه، سيد عباس بخاري رحمه الله چې د بونیر په پیربابا پېژندل شوی وو د حضرت سيد علي ترمذي رحمه الله له زېږنده څخه وو او د کنړ او پښتونخوا نژدې ټول سیدان دهمدغه زېږنده دي.
آغلې بي بي سیده مریم دهغه مهال دودیزي زدکړي پخپل کور کښې په ځانګړې توګه له ملا غلام رسول آخند څخه کړي وې او تر زدکړو وروسته یې شعر ادب او د استعمار او د استعمار د لاسپوڅو په وړاندي قلمي او اندي مبارزې کولو ته مخه کړه.
د نوموړې شعرونه تصوفي او حماسي ول، په شعرونو کښې یې وګړي اسلامپالنې او هیوادپالنې ته را بلل، د افراط تفریط او استعمار سره یې ژوره کرکه درلوده چې له همدې امله د زوړ انګریز د لاسپوڅي د نیم افغان ملت او نیم افغانستان د پلورونکي امیر عبدالرحمٰن خان د حکومت لخوا بندخونې ته هم واچول شوه او تر لنډې مودې وروسته پدې شرط خوشي شوه چې حماسي شعرونه به نه وایي.
د امیر حبیب الله خان د حکومت پرمهال آغلې بي بي سیده مریم د شعر او ادب ترڅنګ د هیواد د بچیانو د علم په ګاڼه سمبالولو ته هم مخه کړه او کله چې د زوړ انګریز له منګولو څخه د ګران هیواد د خپلواکۍ لاسته راوړلو په موخه د ملي اند د څښتنانو سولئیز خوځښتونه رامنځته شول او ددغو خوځښتونو غړي علامه محمود طرزي او ځوان شهزاده اعلیحضرت امان الله خان هم ول نو آغلې  بي بي سیده مریم هم له دغو خوځښتونو سره ملګرې شوه.
د امیر حبیب الله خان تر مړېنې وروسته، کله چې اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمه الله ته وګړي د پاچاهۍ د نیکمرغۍ وئیلو لپاره ورتلل نو آغلې  بي بي سیده مریم هم ورغله او د نیکمرغۍ وئیلو ترڅنګ یې اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمه الله د ګران هیواد د خپلواکۍ لاسته راوړلو ته وهڅاوه او دغه شعر یې ورته واوراوی:


اي نور چشمان! اي شاه افغان
امان الله خان، جنگه کو اعلان
افسر انگليس، با مکر و تلبيس
باشد چو ابليس، در خاک افغان
غلامي ننگس بر شيشه سنگس
زنده‌گي تنگس، زنجير ببران
انگريز بدکار، باشد ستمگار
با ظلم بسيار، خورده هندستان
اين قوم شياد، کدن قرارداد
بريد به بيداد، از خاک مايان
ننگه ادا کو؛ جلو رها کو
محشر به پا کو! مثل اکبرخان
معاش انگريز، زهر وذقومس
اسارت آرد؛ برآ به ميدان!
خصلت انگريز، چو بوم شوم است
تروير انگريز به ماست نمايان
بگو به انگريز، نداريم تشويش
با طياره هايت ماره نترسان!
اگر بجنگي، با توپ و با فيل
بياور‌ي تو دہ توپ به فيلان
دفعش بداريم، همچو ابابيل
ما هم که داريم، سي پاره قرآن
نصرت نصيبس، فتحت قريبس
به حکم يزدان، ميشن گريزان
اين خاک جنگيست، نه از فرنگيست
اسکندر اينجا، گشته هراسان
افغان به خونس، جنگش جنونس
کند کبوتر، شکارِ بازان
جرگه چنينس، مارا آيينس
اين حکم دين است، نيستم روگردان
سوگند خورديم، اگر ببرديم
يا که بمرديم، نيستيم پشيمان
اسپ تيارست، خلق انتظارست
دل بيقرارست، اي نور چشمان
نام خدا گير، دينت ادا گير
با تعظيم شو تير، از زير قرآن
دست مادر بوس، با کرنا و کوس
به دشمن بوس، درس ده نمايان
وايسر به کينست، مار لعينست
در آستين است، برآرش دندان
شمشيره بردار، بازهم به ياد آر
عزم ايوب خان، رزم مامدجان
از توس يکي عزم، از ملتس رزم
منکر شو از بزم، برآ به ميدان
مردانت جنگي؛ چون باباي سنگي
با نام و ننگي، تيغت بتابان
من با تو هستم، آيد ز دستم
آبي رسانم، ز به عزيزان
هستم من افغان، مثل نياکان
روم به سنگر، مانند مردان
من عهد بندم، تا که ببندم
از چادر خود، زخم عزيزان
چادر به فرقم، آبي به دوشم
جرعه رسانم، براي غازيان
اگر نمردم، عقب نگردم
تا که برانم فوج انگريزان
اگر بميرم، کفن نگيرم
گورم نماييد، همراه شهيدان.


ویل کیږي چې د آغلې بي بي سیده مریم دغه شعر د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمه الله او ناستو ټولو اورېدونکو سترګي له اوښکو ډکې کړې.
آغلې بي بي سیده مریم د ژوند تر وروستیو شیبو پورې د هیواد د پوهنې بهیر ته چوپړونه ترسره کړل او هغه ستر ملي ارمان یې هم الله ﷻ د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمه الله په لاس پوره کړ چې کابل د خپلواك افغانستان د خپلواك حکومت پلازمېنه شوه.
د پلازمینې کابل د کوټه سنګي سیمه او مریم لېسه د همدغې ویاړلې آغلې بي بي سیده مریم (بي بي سنګي) په نوم دي.