37

طنز، د ثوابونو د ګټلو ښه وخت دي

گرآورده های مهم
11 January 2023

۲۴ / ۱۰ / ۲۰۱۲ زکال


زموږ د هیواد زړه سواندي مشران په ځانګړي ډول د ملي شورا غړي ډیر ځیرک او هوښیار دي ځکه نه غواړي چې د نن کار سبا ته وځنډوي. یاني د یو تیر شوی کال ګناهونه باید پاک کړي. د فغانستان لڅ لپړ وږي، دربدره او بې کوره خلک خو د دومره لویو غټو ګناهونو توان نه لري چې د مکي معظمي دروند سفر په غاړه واخلي. ډیر داسې کسان شته چې باید د حج سفر وکړي خو د پیسو د مصرفولو لوي زړه نه لري نو ځکه د بغض او کینې په خاطر پر هغو مشرانو چې د مکي معظمې سفر یي په مخه اخیستي دي، نیوکې کوي.

باید سوچ وکړو چې د عبادت وخت که به کله وي. په دغه یوولس کاله خو الحمدالله د نړۍ پوځونه په ځانګړي ډول د لویي امریکي سرتیري او مجرب جنرالان زموږ د هیواد ساتنه کوي، نو تر دي به کوم فارغ او بي خطرې وخت وي چې زموږ مشران خپل ګناهونه پاک کړي. د خپل آبرو او عزت د ساتلو په خاطر یو څه سرمایه ټوله کړي، د دي له پاره چې نړیوال پوه شي چې زموږ مشران هم تر چا پاته نه دي، نو اړینه ده چې لږتر لږه خو دري میرمني ولري که د څلورو میرمنو امکان نه وي.

ځیني نیونکي وایي چې د ملي شورا نصاب نه پوره کیږي، عجیبه دا ده چې نصاب د څه له پاره؟

که د پاکستان د راکټونو د موضوع په اړوند اندیښنه وي خو دومره خبره نه ده ځکه دا نن او یوې ورځي کیسه نه ده. دا کیسه اوږده ده خدای به یي خیر کړي. هلته به دوعا وکړو چې د  پاکستان د پوځیانو پر زړه خدای (ج) د رحم اوبه تیري کړي. ولې مهمه خبره داده چې زموږ تر شاه د امریکي پوځ ولاړ دي، ستونزه حلوي. موږ څه موده مخکي د امنیتي وزیرانو د ګوښه کیدو په اړوند غټه تیروتنه وکړه خو کرزي صاحب ته دي خدای خیر ورکړي چې د کورنیو چارو وزیر یي بیرته د باور د رایو له پاره راوپیژاند. موږ هم د ګناه د جبران په خاطر ترفیع ورکړه او د دفاع وزیر مو وټاکي. افسوس چې وردک صاحب د سیاسي ډګر څخه ځان ګوښه کړی وه که نه هغه ګناه به مو هم جبران کړی وای.

امریکایان مو تر څنګ ولاړ دي او د دفاع پوه او زیارکښ وزیر لرو نو اندیښې ته ځای نه پاته کیږي. ولې موږ د احتیاط په خاطر ځیني وکیل صاحبان پریښودل چې غوري (غړومبي) وکړي تر څو ملت او ولسونه آرام اوسئ.

که رښتیا سره ووایو، د ولسمشر، وزیرانو او زموږ په وس کې څه نه شته، د امریکایانو یي کور آباد چې د مقامونو څښتنان یي کړو. د امریکایانو د کانګرس نصاب مهم دي چې زموږ په هکله ژور فکر وکړي، موږ یي د نصاب په کیسه کې نه یو.

پخوا خلکو رښتیا ویلي ول چې: «کفار زموږ مزدوران دي، هر څه دوی راته جوړوي، موږ یو پښه پر دا بله را اړولي ده»

ځیني کسان د ډیورنډ دکرښې په اړوند اندیښنه لري خو دا اندیښنې بیځایه دي، ځکه د مشر ورور پریکړه د کاڼي کرښه ده. که امریکا او انګریز چې دواړو زموږ په هیواد کې خپلي وینې توی کړي، پریکړه وکړي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژنئ نو موږ خو پخوا هم د پاکستان سره لوظ کړی وه، سرکښي به د مشرانو سره بغاوت وي.

د خدای فضل وشو چې موږ حج ته تللی یوو ځکه د ډیورنډ د کرښې موضوع ډیره ګرمه ده، که موږ ټول دلته واي د ولسونو سره یي په غاړه کې اچولو ځکه موږ باید یو عمل کړي واي. زموږ عمل داسې مانا درلوده لکه « یوي خواته پاڼ، بلي خواته پړانګ».

اوس خدای فضل وکړی چې زموږ ملګري استازي نارې سوري وهي خو نصاب پوره نه دی، که نه خدای مکړه چې خپل دوستان، امریکایان او انګریزان به راڅخه خفه شوي واي.