ای زمالوی ربه ! کاش تلویزیون اوکمپیوترجوړشوی نه وای
۲۰ / ۶ / ۲۰۱۱ زکال
طنز
څه ښه وختونه ول ، زلمیانوبه په دوړونو کوڅوکې بجلي ( شکیلال ) چې دبجلو په زړه پورې لوبه ده ، په ټکنده غرمه چې مشران به ویده وه ، کوله . اوس چې دا برقي صندوقونه پیداشول ، ښه ګلالي ځوانان کرۍ ورځ ورته ناست وي ، یوه تڼۍ اویابله تڼۍ کښیکاږي ، لکه لیونیان چې سر یې خراب وی ، ورته خاندي . ارویدلي مي دي چې دښوونځۍ کورنۍ کارهم په دغه بکس کیدلای شی . ویل کیږي چې ډیر ځوانان لڅې لپړې ښځې په کښي لیدلای شي .
خوطالبان څه ملامت وو چې تلویزیونونه یې په دارځړولې وه ؟ بله ګټه یې خودا وه چې زموږ ښځو د بیګانه نارینوو څیرې نه لیدلې. ترټولوخوښه دا وه چې د ښځوسترګې نه څیریدلې .
اسانه وه چې دیوي عورتې پرځای د پیاوړي شاعرعبدالباري جهاني په قول څوعورتې ، ښکلي لکه بتې ځانته نکاح کړي . اوس د دغه کوچنی بکسونو څخه سل فساده پیښ شوی دي . عجیبه خو لا دا ده ، سمې دمې د پلار او نیکه ښځې وايې چې موږ حق لرو. یاره ! د قیامت نښانې یې بولم .
پخوا څه ښه وختونه وه ، د ژمې فتاوي ته به ځوانانو او سپین ږیرو کتار او دری ګاټ کاوه. خو پرده یې خوندي وه. په دغه بکسونو کې چاته نه ښودل کیده اوس غم جوړ دي . د ولس غمخوره استازی یې په دوي پیسې (بې عزته) کړي دي . هغه بله ورځ یې د یوشمیرنومونه په دغه بکس کې ټولې نړۍ ته اعلان کړل ، وايې دغه استازي ډیروخت غونډوته نه راتله . بیګانه وو ته یې پلمې ور پیدا کړي .
دا خوز موږ مشران دی ، ضرور به په یو داسې چاره اخته وه چې خلاصی به یې نه درلودي . د یوې لوری مو ښځې پاروې چې حقوق لري اود بلې لورې مو مشران د غیرحاضری په توربې عزته کوي. دغه بیچاره ګان چې سپین ږیری هم دی ، دری ځلور ښځې لري . ددوی په مینځ کې حتماً (۱۵ ـ ۱۶) کلنې پیغلګوټې هم شته. پخوا خو لا ښه وه امریکایانو څه ګولیاني د کلی کور په یوه کوچني راپور ورکولي. اوس خو کرزي صاحب خوابدی کړل. چې د خپلي کورنۍ چغلی ورته وکړی، ولاکه یوه د قوت ګولی ورکړي. نو دا کارنه دی چې بیچاره استازې په مصروف وي ؟ ایا د ښځوحقوقو ته درناوی نه دی چې څو ورځې په کور کې استراحت وکړي؟ او که د دغو مشرانو رسوایې مو ارمان دي. دغه مظلومانو خو د ټاکنو پر وخت په بوجیو پیسي بایللی دي او خلک جګړو دومره سپین سترګې کړی دي چی ولاکه د مشراو کشر توپیر وکړي . یو وټ (رایه) په افغانیو نه ورکوي چې شنه (ډالر) نه وي. نو دوی بیچاره ګان دومره بې عزته باید شي چې د بیګانه وو لاس ته اړشې؟ که اوس د دی ناځوانه سرو(بهرنیانو) سره لاس یو کړي. ګورئ به چې په دغه لعنتی بکسونو کې به هرڅه رسوایې ته راوباسي. ولسمشر بیا ګوره چې د ولس د استازو سره یې دښمني را اخیستي ده. پاتې وزیران د باور د وټونو لپاره نه ورپیژني. د ولس استازي بیچاره ګان چې ټول کال یې په جنجالوتیرکړی دی، ټینګه اړتیا لري چې څو ورځي خوښی او ارامي وکړي د ولسي جرګې بیا پرانیستل خو څه اسانه چاره نه ده. باید سړي انرژي ولري. ډیر دښمنان ولسي جرګه د بزکشی د لوبې د ډګرسره پرتله کوي. څومره ناځوانه تهمت دي .زموږ استازي خو د لویدیزي نړۍ د پارلمانونو په ډول بې پروانه دي. که د ولس غوښتنو ته څوک په ارامی غوږ ونه نیسي لکه تیر ځل په لاس اچونه یې غواړي. تیرکال پولیسو ډیر بې ځایه ګواښ ( خلاصون) کاوه ځکه کله چې دولس استازي په غوصه شي په لاس اچونه (لټو) پیل کوي. د ملت یو استازی په دي اړوند داسې خپل نظربیان کړي :
« داجګړه نه ده بلکه د بحثونو افغاني میتود دي. (لټي ) یوه ملي لوبه ده. په ځانګړې ډول د مجاهدینو او طالبانو دودیزه لوبه ده. څه امریکایان او یا اروپایان خونه یو چې ټوله ورځ وګړیږو تر څو د سرماغزه مو خراب شي . »
ډیرکسان د ولس استازي په دی تورن وي چې روخصتي ته نه ځي ځکه ډار لری چې ولسمشر به د ځانګړې محکمې پریکړه اعلان کړي او یو شمیر د ولس استازي به د ولسي جرګې څخه وشړي. ولې زه دا تور(تهمت)هم د باور وړ نه بولم نو ځکه د ولسي جرګې د یواستازی څخه مې په دی اړوند وپوښتل. نوموړی داسی خپل نظربیان کړی :
« دا بې ځایه تور دی. تاسو څه فکر کوی؟ دومره مو کمزوري ګڼي، یوار چې چوکی ونیسم د چاب ابک مې ولاکه ورڅخه وخوځوي. که دا چاره وشي. وینې خو ولا وبهیوم. زما په لکو ډالره لګیدلي دی، زما شنه څوک بیرته راکوي. وروره موږ درباني صاحب د حکومت په دوران کې خپل د کلک عزم پخلي کړی دی. په هغه وخت کې به چا یوه چوکۍ ونیول، بیا هیڅ قدرت نه شوای ولاړولای تر څو چې خپل سر یې قرباني کړی نه واي.»
داخبره مې ځکه زړه ته تیره شوه. یو وخت مې د نجیب په پاچهي کې د یومجاهد څخه وپوښتل
که تاسو واک ته ورسیدلاست، څنګه به د دولت واک سره وویشي؟ ډیرساده او اسانه ځواب یې په دی ډول راکړي: هرچا چې اول یوه چوکۍ ونیول، هغه مقام د همهغه سړی دی.
ولسمشر بیچاره هم حیران دی چې د دي سرزورو استازو سره څه وکړي، کله امریکایانو ته حمله کړي، کله د ځانګړې محکمې ډنډوره خپره کړي. وزیران ولسي جرګې ته نه ورپیژني.
ډیرشنونکې وايې چې ولسمشر د ډیروستونزو څخه سربداله شوی دي. نوځکه د خولي خول واښی یې دومره سست شوی دی چې د دوست او دښمن توپیرورباندي نه شته.آن د افغانستان پر رښتینودوستانو یانې امریکایانو وردانګې. ځینې شنونکې د دی نظرسره همږغې نه دي. وایې ولسمشرغواړی د ولس تل (عمق) ته ورشي. د پردیو نوکري همدومره بس ده چې دوه نیم ځله یې پاچهی ته ورساوه. اخر ولس خو هم حق لري. ځوانانوته یې په ډاګه وویل چې بهرنیان د خپلو موخول پاره راغلي دي، او دی (ولسمشر) هم د غوړمالی څخه لاس اخیستي دي نو ځکه زموږ ځوانان باید یو څه غیرت وکړي. آن د پیل څخه غوړه مالي ونه کړي.
په رښتیا چې ولسمشر ډیر په موقع باندي د غوړه مالی څخه توبه وایستل او ځوانانو ته دا نصیحت څو ګټې لري :
۱ ـ د غوړه مالی د تورڅخه به خلاص وي.
۲ ـ د شهادت مرتبوته به په ډیرځوان عمرونو کې ورسیږي، چې د ځوان شهید مرتبه څوځله لوړه وي.
۳ ـ د هیواد ولسمشرته به د ولس په مینځ کې د پښې ځای پیدا کړی او نوم به یې په تاریخ کې د اتل ولسمشر په توګه پاته شي.
۴ ـ یو شمیرځوان پښتانه به د کړاوه ډک ژوند څخه بیغمه کړي او د هیواد نامې شهیدان به وي ځکه د امریکا او لویدیزو هیوادونو وژونکو اسلحوته یوازې د پښتنو سیني تاب راوړلای شي.
۵ ـ تر ټولو ښه ګټه دا ده چې زموږ ولسمشر د یوپښتانه په توګه د خپل جلوس په لومړي ورځ د مسعود په قبر او هغه چوکۍ چي د هغه انځور ورباندی پروت و، قسم کړي چې د ده یاران به واک ته رسوی. په هره لوبه کې یو څه تلفات شته. د پښتنوځوانانو فرض دا دی چې یو باتوره ولسمشر درواغجن نه کړی. خیردی که یو څو کسه ځوانان نورهم د پښتنوله مینځه مړه شی. مرګ حق لارده .
که پښتنو ځوانانو یو غیرت هم وکړی چې کرزی صاحب او کورنۍ یې د ولسمشری د دوری په پای کې ترامن ځایه ورسول، دا چاره به تاریخ هیره نه کړی. پای