36

تر شنی ونی لاندی

شینکی آسمان

د رحمن بابا د عرفانی تفکر ژوری اندېښنی دده د ککرۍ د تعمق او بصیرت د کره کتنی څرګندونه کوی. رحمن بابا د تصوف پېچلی اندېښنی په ساده ژبه  داسی بیانوی چی په تفکر کی احساس ژوندی کوی او په احساس کی تفکر د پوهی ګړندو کندو ته ور غوزاروی. خو سره له دی  رحمن بابا له انسانیت سره د زړه درد کوی. نو ځکه یی خبری او ویینی د شعر په ژبه له زړه  نه را خېژی او په زړه کښېنی، څنګه چی دی پخپله وایی: 


دا دستور دی چی له درده زبېرګی خیژی

که نه څه وه د رحمن له شاعری


دده د شعر هر لوستونکی او اورېدونکی د خپل ادراک په سطحه دا احساس کوی چی ګڼی رحمن بابا یی مخی ته ناست دی او له ده سره د یوازینی مخاطب په توګه مرکه کوی. نو راځی چی د رحمن بابا له عرفانی اندېښنی او تصوفی پوهی سره، دده د شعر له طبعی او دده د رندی له خصلت سره  دده د خیال په وزرونو د ادب لوړو آسمانونو ته وخېژو.



مرکه: 

د هیلو له کاروان سره مل وم. کاروانیانو په خپلو سیوریو باندی پَلونه کېښودل او لار یی وهله. د کاروان له مخکینی ډلی نه د اوښانو د زنګولو شرنګ د کاروانیانو د های های او هوی هوی د نارو په مینځ کی په مټ کی اورېدل کېده. د ځغستلو واک له موږ سره و، خو د رسېدلو مطلب د لاری په دوړو کی پټ و. 


د کاروانیانو سترګی د افق په انتها کی ورکی وی او په څېرو کی یی د ژوند د ترخو کړاونو د یادونو کرښی لیکل سوی وی. کوچنیانو د سبا د ارمانونو په روښنایی پسی مخی ته کتل او لویانو د زورېدلو هیلو لاره شا ته پرېښودله. 


د پراخی بیدیا دواړو خواو ته د غرونو څوکو آسمان پر سر نیولی و. اوښان په مزیو بار وه. د ژوند کډی د زمانی په بارونو درنی روانی وی. زه لاروی مسافر وم لاری په خپله ور بللم چی ورنه ورک نسم.  د سفر په اومه ورځ می احساس کاوه چی د مقصود منزل ته ګڼی رسېدلی یم. که څه هم دا احساس د تن له ستومانی سره ځپل سوی و خو د زړه له هیلو سره راویښ سو.


له ډیری پلټنی وروسته یو لاروی ځای راته په ګوته کړ. هلته پاس په لویه لوړه، ښکلی بانډی ته څیرمه، د معرفت له اوبو نه ډکی، د روښانه څړوبندی ویالی ختیز لوری ته له یوی لویی شنی ونی لاندی ناست و. د تقوی په سپینو جامو کی نغښتلی و. ورېښمینی ږیری یی د مخ شاوخواته د لمر د وړانګو په څېر شپول وهلی وه او د ږیری سپینوالی یی د زړه د صفا څرګندونه کوله. د خپل عمر په شان اوږدی، سپینی، او ځلانده څڼی یی پر اوږو داسی خوری وی چی ګڼی غوښتل یی دده د برېښانده مخ ننداره وکړی.  په پراخ تندی کی یی د صفا او ریښتینګلوی نښی له ورایه څرګندی وی. په څېره کی یی ژورو خیالونو له لوی څښتن سره خواله کول او د زړه سکوت یی د حال حق پالنه کوله. ما په دغی ننداره کی د روحی تږی تنده ماتوله. د رحمن بابا په څېره کی د حق د حضور ننداری هرڅه رانه هېر کړی وه او دده د خیال په ټال کی زنګېدلم او په ځیر ځیر می ورته کتل. د لوی صوفی بسطامی بایزید په یاد د هغه دغه شعر زما د تصور په مغاره کی و کړنګيده:


با صد هزار جلوه برون آمدی که من

با صد هزار دیده تماشا کنم ترا


ددغی مسری خیال زما د شعری طبعی د پښتنی پاڼی پر مخ داسی را څرګند سو:


ته په سل زره جلوو کی را ښکاره سوی

زما سل زره لیمو ته ننداره سوی


د دغه شعر معنی د ذهن په متراف کلام کی داسی انګازی پییل کړی:


ستا جلوې دی په سل ډوله را وتلی

په زرګونو سترګو ما درته کتلی


په زرګونو جلوو ستا رڼا خپره سوه

ټول بدن می سترګی سترګی تماشه سوه 


ما د رحمن بابا د نورانی مخ په ننداره کی ځان بایللی و او دغه له معنی نه ډکی شېبی راته ابدی برېښېدی. خو څنګه چی د وخت د بهیر د بیرته ستنولو توان یوازی له لوی څښتن سره دی، ددغو هیلو سپین خیال می یوازی په زړه کی نڅېده.  د سکوت د ماتېدو هیله دده له رضا او زما له جرأت نه لری وه، او نه می غوښتل چی دغه ننداره حتی د سترګو په رپ کی هم  را نه قضا سی. په نیستی کی می د هستی د وجود درناوی کاوه چی د هغه بل عبدالرحمن «جامی» یوه رباعی چی د حقیقت دغه اسرار یی ښکلی په کی بیان کړی را په یاد سوه:


من هیچم و کم ز هیچ هم بسیاری

از هیچ و کم از هیچ نیاید کاری


هر سِر که ز اسرار حقیقت گویم

زانم نبود بهره بجز گفتاری


د جامی په «گفتار» می هم د زړه تنده ماته نسوه ځکه چی د رحمن بابا په ننداره کی یوازی  له سکوت سره مخامخ وم نه له «گفتار» سره. او هستی هم که وه، څه یی نه ویل. ناببره د بلخی مولانا جلال الدین یوی مثنوی زما د ذهن په میدان کی په نڅا پیل وکړ چی زما د هیلی نه ډک سکوت ته یی معنی ورکړه:


کاشکی هستی زبانی داشتی

تا زهستان پرده ها برداشتی


څه شېبی وروسته چی زه لا هسی د حقیقت او خیال تر مینځ ورک وم او دده د وړانګین مخ په ننداره کی ډوب وم د یوی لنډی لحظی لپاره د تشویش د ورېځو تور سیوری را باندی راغی او زړه ته می دا ولویده چی ګڼی دی به ریښتیا رحمن بابا وی؟


د تشویش په دغه لمحه کی لوی رحمن بابا د سترګو په خلاصولو سره خپل حضور ښکاره کړ.د خوف او رجا تر مینځ د خوښی او بېری څپی را باندی راغلی. خوښی له دی امله چی دده د حضور احساس می وکړ، او بېره له دی سببه چی ګڼی زما حضور به دده د خیالونو بهیر ړنګ کړی وی. رحمن بابا زما احساس درک کړ او په نیولی مسکا یی زما تشویش له مینځه وېوړ. بی ارادی می سر د درناوی په مطلب و خوځاوه او دده په توربخوندو روښانه سترګو کی می د خپل احترام د منظورېدلو نښی ولوستلی.


ځان می ډېر بختور ګاڼه چی د رحمن بابا په ننداره وم او دا اندېښنه راته پیداسوه چی دا له معنی ډک سکوت به د کوم کلام په ویلو مات سی. زړه کی می پوښتنه پیدا سوه چی رحمن بابا به څنګه د زهد له چاپېریال نه د تصوف میدان ته ور دانګلی وی او دغه معنوی هجرت به دده په ژوند کی څنګه را مینځ ته سوی وی او د به  څنګه د عرفان، څښتن پېژندنی، او څښتن پالنی له لاری ځان کمال ته رسولی وی. زما په تصور کی ددی خیال له تېرېدو سره جوخت، لکه چی زما د زړه پوښتنی ته یی ځواب ویلی وی، د رحمن بابا په ژبه حال په قال بدل سو، د سکوت زړه وچاود، د شعر آهنګ خپل وزرونه و غوړول، او معنی د انګازو په څپو کی ښکلی نغمه و غږوله:


ډېر عمر می تېر کړ بېهوده په زمانه

نور د زما سر وی او د ترکو آستانه


د رحمن بابا دا ښکلی شعرمی هیڅکله په دومر ښایست نه و اورېدلی ځکه هغه ژبه، زړه، او فکر چی دا معنی په کی زېږېدلی وه څه ناڅه زما د شهود له مخی  نه وه سره یو ځای سوی. د رحمن بابا د آواز انګازی زما په غوږو کی خپل مکرر اهتزاز تر ډېرو شیبو جاری ساتلی وه او معنوی مفاهیمو یی زما له خیالی او عقلی اندېښنو سره لوبی کولی. دْغه معنوی بهیر زه له ځان سره داسی لری وړی وم چی حتی عقل می هم خیال ته په سودا کی سو څو وګوری چی له مادی کثرت نه په تېښته کی او د معنوی وحدت په کشش کی په کوم پړاو کی لار وهی. دی بهیر د رحمن بابا د زمانی چاپېریال او دده د ژوند حال زما تر سترګو تېر کړ.


ځینو رحمن بابا مُلا باله، خو دی هسی یو عادی ملا نه، بلکه لوی عالمان یی روزلی وه. رحمن بابا د زهد له پړاو نه اووښتی و او د طلب د وادی لاروی وه. دی د یوه فقیه عالم له سطحی نه لوړ په عرفانی وړانګو کی لمبیدلی و نو ځکه یی د مُلایی پروا  نه در لوده. خو ما غوښتل د رحمن بابا ددغه فکری تحول د اسبابو په هکله پوښتنه وکړم چی څه شی باعث سو چی له مُلا عبدالرحمن نه یی رحمن بابا جوړ کړ. په دی خیال کی وم چی د رحمن بابا ژبه و خوځېده:


هیڅ می حاصل نکړه په شیخی او په تقوی کی

(هیڅ می حاصل نکړه په شیخی په مُلایی کی)

پس له دی می وار دی هرچی شی په میخانه


 یو څه تشویش مخه را ته وکړه چی له یوه عالم سړی سره د میخانی خیال نښایی. خو د عارفانو په قاموس کی چی رحمن بابا یی د چشتیه طریقت یو سالک وه خدای بښلو د خاکساری او تواضع په سبب خپلی اصلی څېری پټولی. د صوفیانو رندانه خصلت دوی د عبادت له ظواهرو نه د مناجاتی سلوک او خراباتی کړو وړو خواته ور بلل او په دی رندی کی یی نورله زهد سره کار نه درلود. ځکه دوی له ریایی خدای لمانځنی نه د حق پالنی او خدای پېژندنی ته ترجیح ورکوله. رحمن بابا چی له ما سره یی خیال یوکړی و زما د سوچ تصدیق یی وکړ:


شیخ او شیخی، ورد و وظیفه، او ذکر، فکر

زه او ساقی جام و باده چنګ و ترانه


و می غوښتل چی ورنه و پوښتم چی لویه رحمن بابا! ستا په اشعارو کی تل د تقوی او عبادت رغبت و. دا څنګه چی یو ناڅاپه دی د ذهد محراب پرېښود او د عرفان په سمسور بڼ ور ګډ سوی، او له هغه وروسته دی ټول اشعار له عبودی ٌْصبغی نه  عرفانی طرز ته واوښتل. آیا نور عالمان او پوهان چی تاسو ورسره لیدنی کتنی او علمی مقابلی کولی له دغه ناڅاپی بدلون نه متأثر نه سول؟  رحمن بابا وویل:


زه و زاهدانو ته حیران یم، دوی و ماته

«دیوانه به ده خندد و ده به دیوانه»


کله کله د عالمانو د نظریوو او د عارفانو د اندېښنو  تر مینځ داسی توپیرونه را مینځ ته کېږی، خو د عقلی او نقلی علومو د زده کړی پر ځای د تصوف د لاری غوره کېدل یو تکاملی اووښتون دی؛ خو بیا هم آیا ستاسو مخلصینو ته ددی نوی حالت څرګندېدل سخت نه وه؟


ګنج د دُرو زار شه د عاشق تر څاڅکی اوښکی

نه خروار د عقل، نه د عشق یوه دانه


عشق او عقل دواړه  د خدای ذاتی صفات دی چی انسان ته ورکړل شوی. خو د لته د کمیت او کیفیت مسئله ده. ستاسی مطلب حتماً د لوی خدای مینه ده چی یوازی د اشراق له لاری د بختورو حق پالونکو په زړونو کی پیداکېږی. خو د عقل خروار څنګه د عشق له دانی سره برابر ګڼلای سو؟ ځکه چی کُلی عقل د خدای د لایتناهی وجود د نور تجلی ده چی جزئی عقل د هغه له یوی ذری نه د انسان د ادراکی قوی په توګه پیدا سوی، نو بیا هم ویلای سو چی مینه له عقل نه وَړ او لوَړ مقام لری؟


خدای لره به ورشم په سودا د یار له مخه

بل مقصود می نشته په کعبه په بتخانه


د رحمن بابا په ژبه د بتخانی کلمه ماته بېځایه نه برېښېده  ځکه چی د حق د لاری د یو بل سالک سید محمود شبستری له اندېښنو سره هم اشنا وم چی په دی هلکه یی ویلی:


مسلمان گر بدانستی که بت چیست

بدانستی که دین در بت پرستی است


ستاسی منظور له دی مینی نه دا دی چی که عقل د خدای د وجود نښنه ده، نو مینه هم ددغه ارزښتمن سوغات په بدل کی د انسان د اماره نفس له  مهار کولو، د لوامه نفس له تسخیر، او مطمئینه نفس ته د سر ټیټولو نه وروسته د راضیه او مرضیه نفسونو په حاصلولو کی ځان لور مقام ته رسوی. سالک خپل نفس قربانوی څو د لوی څښتن د رضا د حاصلولو په لار کی فنا سی. رحمن بابا یوځل بیا د تائید په رسم سر و خوځاوه:


تیغ د یار له لاسه په مری د عاشقانو

هسی لذت کا ندی جوړ د مییو پیمانه


د انسانانو خپل مینځی مینه چی له تصوفی نظره مَجازی مینه ګڼل سوی د انسان د حیوانی غریضی او حیوانی خصلت څرګندونه کوی؛ خو د عرفانی اندېښنو په پرتله د انسان په زړه کی د خدای مینه د هغه د ملکوتی اصل د جوهر نښه ده.


یوازی خدای ابدی او لایزال دی، خو د ابن عربی په قول انسان د خدای د وجود د آیت (نښی) په توګه په یوه ابدی خیال کی ژوند کوی چی “واقعیت” یوازی د انسان د باطنی بصیرت له لاری په کی متصور کېږی. خو ددی حقیقت درک د عادی انسانانو د پوهی له سطحی نه لوړ دی. د عرفان په ژبه د هستی دغه یووالی چی“وحدت الوجود” بلل کېږی د قران په دغو تورو کی څرګند سوی: 


کل شی یرجعو الا اصلی. 


یعنی هر څه خپل اصل ته بیرته ورګرځی. دغه مطلب  بلخی مولانا جلال الدین د شعر په ژبه داسی بیان کړی:


آنچه از دریا به دریا میرود

از همانجا کامد آنجامیرود


توصل یا خپل اصل ته ورګرځېدل او تأویل یا خپل اول ته ور ستنېدل هغه عرفانی اصطلاحات دی چی د ریاضت له لاری له مادی سطحی نه د معنی عالم ته د رسېدلو امکان ښی او حکم کوی چی د انسان مادی وجود باید د انسان د روحی ماهیت تابع وی نه برعکس. برسیره پر دی تأویل یا له کثرت نه د وحدت په لوری خوځېدل په څرګنده دلالت کوی چی په اصل کی ټول موجودات یو و. او دا د وحدت الوجود لنډ تعریف دی. 


لویه رحمن بابا! زما ذهنی اندېښنه داده چی آیا ستاسو شاګردان او پیروان ستاسی په شعری بیان کی دْغه توپیر او بدلون ته متوجه وه؛ او په دی برخه کی د هغوی د تشویش د رفعی لپاره ستاسو دریځ څه وه؟


زه له ډېری مینی په تش بوی د یار شیدا شوم


تل د لمدو خټو لږ اوبه وی بهانه


داسی ښکاری چی ستاسی مینه د تصوف د لویی لاروۍ بصری رابعی مینی ته ورته وی چی د تصوفی جذبی په حال کی یی ډېوه په لاس او منګی پر اوږه د بصری په ښار کی منډی وهلی چی جنت ته اور واچوی او د دوزخ اور په ابو مړکړی څو خلک د جنت د ښکلا په خاطر او د دوزخ د اور له بېری عبادت و نکړی، بلکه د حقیقت د مینی د پتنګانو په څېر یوازی او یوازی د خدای د مینی په خاطر لمانځنه وکړی.


ځکه زاهد زُهد کا د یو جنت د پاره

سر ښندلی نشی په اوربل د جانانه


تاسو د خپلی عرفانی پوهی او اشراق له لاری معناً علوی عالم  ته ځان رسولی. خو ددی حالت بیان د معمولی انسانانو په ذهن کی د تشویش سبب ګرځی. او هغه څوک چی د وحدت الوجود له اوصولو سره بلد نه وی د کلماتو د ورته والی له کبله د الهی حقیقی مینی او د انسانی مَجازی مینی توپیر نشی کولای. دغه ناپوهی کله کله د ناوړه پېښو سبب کېږی، لکه هسی چی د حلاج د ژبی بیان دده د سر په تاوان ختم سو:


ګوره چی منصورهسی په دار نشی“رحمانه”    

مکړه دا دعشق خبری مستی رندانه


د هستی نړۍ حقیقت نلری، خو وجود یی دلوی رب د تجلی څرګندېدنه ده چی بیان یی په دغه قدسی حدیث کی شوی:


کُنتُ کنزاً مخفیاً فاحببتُ ان اُعرَف فَخَلَقتَ الخَلقَ لِکَی اُعرَفَ


“زه پټه خزانه وم، د مینی له مخی می و غوښتل هستی پیدا کړم څو و پېژندل سم.”


نو ځکه د خدای پېژندنه یوازی د حقیقی مینی او عشق له لاری میسر ېږی، نه  د هستی او وجود د عقلی اثبات له مخی. انسان باید پخپل ځان او نفس سترګی پټی کړی څو د خدای پېژندنی ته یی سترګی خلاصی سی.  او رحمن بابا ددی حقیقت بیان داسی وکړ:


بله نشانه د عاشقی نشته رحمانه

بی نام او نښان شه، که یی غواړی نښانه


دا روښانه ده چی د خدای پېژندی د ژورو اندېښنو معنی د ژبی د بیان په محدودیت کی نه را ایسارېږی، په تېره بیا در شعر په قالب، د عروض په بحر، او د غزلی د قافیی په تنګ چاپیریال کی. خو دغه کار یوازی هغه څوک کولای سی چی د عرفانی اندېښنو په بهیر او د تصوف په پراخو درو کی یی اوږده سفرونه کړی. دا کار هغه رحمن کولای شی چی بابا بلل کېږی، او په هره کلمه کی یی د رحمن په ژبه د رحمن ثنا داسی ویل کېږی: 


ډېر عمر می تېر کړ بېهوده په زمانه

نور د زما سر وی او د ترکو آستانه


هیڅ می حاصل نکړه په شیخی او په تقوی کی

پس له دی می وار دی هرچی شی په میخانه


شیخ و شیخی، ورد و وظیفه، او ذکر، فکر

زه او ساقی جام و باده چنګ و ترانه


زه و زاهدانو ته حیران یم، دوی و ماته

«دیوانه به ده خندد و ده به دیوانه»


ګنج د دُرو زار شه د عاشق تر څاڅکی اوښکی

نه خروار د عقل، نه د عشق یوه دانه


خدای لره به ورشم په سودا د یار له مخه

بل مقصود می نشته په کعبه په بتخانه


تیغ د یار له لاسه په مری د عاشقانو

هسی لذت کاندی جوړ د مییو پیمانه


زه له ډېری مینی په تش بوی د یار شیدا یم

تل د لمدو خټو لږ اوبه وی بهانه


ځکه زاهد زُهد کا د یو جنت د پاره

سر ښندلی نشی په اوربل د جانانه


ګوره چی منصور هسی په دار نشی«رحمانه»

مکړه دا دعشق خبری مستی رندانه


بله نښانه د عاشقی نشته رحمانه

بی نام او نښان شه، که یی غواړی نښانه



د رحمن بابا دغه ښکلی غزله می هسی له ځان سره ویله  چی می پام سو معنی یی په نویو مسرو کی ذکر کاوه او زما د خیال او د رحمن بابا د حضور تر مینځ په شعری انګازو کی لکه مات کچکول زندګېدله:




مات کچکول


مات کچکول په غاړه په لار ځم ملنګانه

کړه می درویزه د یار دیدن ته بهانه


نه یم قلندر لاروی چی روغ لیونی ګرځم

رنګ او رنځ د مینی کړم بی باکه رندانه


زه د ملکوت مرغه په خپلو وزرو راغلم

خط یی راته دام سو خال یی سو را ته دانه


هڅه می کړه ډېره ستنېدو د خپل وطن ته

تن راته قفس سو، سوم اسیر په زولانه


څو وژغورم ځان له پردیتوب د چاپېریال نه

خاوری می خپل تن کړلو په دود  د زمانه


زړه کی می نغښتلی ښکلی راز د یار د مینی

پټ یی نازومه صدفواره دُر دانه


رنګ د زمانی کړمه تورن په مَجازی عشق

بل مطلب  می نسته بی وصال د جانانه


تل د تصور پردو کی نقش د دلبر لمانځم

عقل می عاجز سی، پاته عشق جاویدانه


لاس می التماس کی دی نیولی لوی دربار ته

هی که می نصیب د یار دیدن سی نظرانه


هسی مخاطب می دا خپل ځان دی هر بیان کی

خدای سره لګیا یم په خبرو مستانه


ډوب سوی «ستانیزیه» اندېښنو د حقیقت کی

روغ به لیونی سی په خوب خیال فقیرانه