37

پر هیواد مین مجاهد مشران

گرآورده های مهم
11 January 2023

۱۶ / ۹ / ۲۰۱۵ زکال


طنز

د فیسبوک د ټولنیزې پاڼې د خبرتیا پر بنسټ د مجاهدینو مشرانو د هیواد د حالاتو د څیړولو له پاره په خیرخانه مینه کې غونډه وکړه.

په غونډه کې ستر مجاهد، د مخالفینو په سرونو کې د میخو ټکوهلو لومړی درجه کارپوه، شیخ الحدیث عبدالرب رسول سیاف (رح) د تیر جهاد او جهادي حکومت پر کارنامو اوږده  وینا وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د میلیونونو افغانانو په قرباني مو د شهید ضیاء الحق په مشري او د مجاهدینو د فداکار او ستردوست، عالیقدر رونالد ریګن د ډالرونو په زور شورویان له هیواد څخه وشړل او پرځای مو یو سوچه اسلامي نظام رامینځته کړي.

په غونډه کې ښاغلي یونس قانوني په خبرو کې ورولویدي، اضافه یې کړه: موږ د کابل ښار زړې کنډوالې ونړولي، زوړ موزیم او د پخوانیو غیري اسلامي مشرانو ماڼۍ مو په غنیمت د مجاهدینو د سالارانو تر مینځ په بشپړ عدالت وویشلې. په دغه وخت کې بسم الله محمدي په جګ اواز وویل چې هو: موږ د جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي، اتحاد اسلامي او نورو مجاهدو سرښندونکو وړونو ته په وړیا توګه د جنرالي رتبې وویشلي تر څو دوي سرښندونکي مجاهدین د ژوند تر پایه د معاشونو او صلاحیتونو څخه  پرته د کوم مزاحمت ګټه واخلي.

بسم الله محمدي علاوه کړه: موږ په لارو کې د ماین ښخوونکو، د سړکانو او پلونو ورانونکي، د ښوونځیو سوځولو، د روغتیایې کلینیکونو او نورو غیرو اړینو موسیسو د ورانولو کار پوهان (متخصیصین) لرو نو ځکه هر یوه ته دوي یا دري د جنرالي رتبې د دوي د فعالیتونو پربنسټ ورکړل شوي. همدغه کارپوهان اوس هم په مختلفو ادارو کې په اسلامي چوپړ بوخت دي خو په نوي حکومت کې د دوي استعدادا او کار ته ډیر اهمیت نه ورکول کیږي چې دا کړنه د افغان مجاهد ملت سره ستره جفاء ګڼل کیږي.

ماندس محمدخان په ډیر ویاړ وویل: هو د کابل ښار زړې کنډوالې مو ونړولي، زاړه بنسټونه مو په بشپړه توګه له مینځه یوړل ځکه موږ پوهیدلو چې د امریکا ورور هیواد به زموږ مرستې ته راودانګي. که زاړه بنسټونه پاته واي نو د بیا رغونې له پاره یې مرسته کوله خو دا ښه وه چې موږ د هغو چاره پر ښه وخت کړي وه نو ځکه د دوست هیواد، امریکا مشرانو په میلیاردونه ډالرونه د ښارونو د بنسټونو پر جوړولو ولګول. سره د دي چې موږ یې کافران ګڼو خو تر واک داره مسلمانانو ځکه ښه دي چې د جهادي مشرانو ډیر قدر یې وکړي او د دوي کارنامې یې په مادي او معنوي ډول وستایلي. د دوي دي هر وخت بري په نصیب وي.

په غونډه کې فضل الهادي مسلمیار د سنا د مجلس مشر خبري داسې پیل کړي: موږ په بشپړ باور افغان ولس ته اطمینان ورکوو چې د مجاهدینو د مشرانو تر څنګ دریدل ستاسو راتلونکي تضمینوي ځکه موږ د جهاد په وخت کې د امریکا د مهمو ادارو سره د پاکستان په مرسته ښې اړیکی ساتلي دي. تاسو ویني چې موږ افغانستان د شورویانو د اشغال څخه خلاص کړي او د امریکایي ځواکونو په مرسته مو غوړیدلي او ازاد افغانستان جوړ کړي. هغه ډنډورې چې افغانستان اشغال دي په بشپړه توګه درواغ دي. زه د ملي شورا په استازیتوب اطمینان درکوم چې امریکایان مو د طالبانو او نورو مخالفینو څخه چې د هیواد د ازادي په نوم راپورته کیږي، ژغوري.

په دغه وخت کې د ولسي جرګې مشر، مولانا عبدالروف ابراهیمي د مسلمیار د خبرو تر تایید وروسته داسې ادامه ورکړه:

وروڼو او عزیزانو! موږ او تاسو یې د سر په سترګو ګورو چې همدغو امریکایانو تر مقامونو ورسولو. محقق صاحب په خپله خوله اقرار وکړي چې د خرو د ځغلولو لوبه یې کوله خو اوس په کور کې یو درجن د کادیلاک موټرونه لري او کولای شي د کادیلاک موټرانو د ځغاستي په سیالیو کې ګډون وکړي.په دغه وخت کې ټولو په یوه اواز د تکبیر څو مسلسلې نارې وکړي.

د غونډې د یو کنج څخه محقق صاحب په داسې حال کې چې د ابراهیمي د خبرو بشپړ تاید یې وکړي، وویل: 

وړونو! که امریکایان نه واي نو موږ او تاسو ټول به یې د انسان وژنو په جرمونو د زندان تورو کوټو ته اچولي واي خو اوس الحمدالله د ارګاه او بارګاه خاوندان یو. بیا څو ځله ناره تکبیر وویل شوه.

د غونډې په جریان کې د سترو مجاهدینو د نژدي دوستانو او نژدي قوماندانانو پر هغو نیکو کارونو هم رڼا واچول شوه چې د ډموکراسۍ د پیاده کولو سره ډیره مرسته کوي. د بیلګي په توګه د ښځو د بشپړې ازادي اخیستلو له پاره جنسي تیریو ته بشپړه لاره خلاصه شوي ده او هڅه به وکړو چې د افغانانو دکلتور یوه برخه شي. د پورته بیلګې په ویلو سره په تالار کې دومداره چکچکي وشوي.

د هرات څخه تورن اسماعیل زیاته کړه: کله چې د هلمند په شاوخوا کې د طالبانو سره په جګړه بوخت شوم. مجاهدینو ته مې اعلان وکړي چې سرونه یې زما نور د هلمندیانو مال او ناموس ستاسو له پاره حلال غنیمت دي. په خواشینۍ باید ووایم چې هلمندیانو د جهادي فتوا سره په ناحقه سخت مخالفت وښودي. ما هم لازمه ونه ګڼله چې نورې وینې توی شي ځکه ایران ته په شاه ولاړم.

په غونډه کې د ملي شورا  ریسانو ښاغلو مسلمیار او روُفي وړاندیز وکړي چې باید د روانو حالاتو په تړاو بحث او پریکړه وشي. په غونډه کې په بشپړه همږغي سره لاندې پریکړې وشوي:

۱ ـ دا چې د مجاهدینو د مشرانو مقام ته درناوي نه کیږي او په دولت کې مهمې څوکۍ نه لرې تر څو د نورو مجاهدینو د اقتصادي ودې له پاره اغیزناکه کار تر سره کړي نو پریکړه وشوه: د همدا نن څخه د مجاهدینو ټول کارپوهان د بیلګې په توګه په سرونو کې د میخ ټکوهلو، د ښځو د سینو پریکولو، او په ټولیزه توګه محتاط انساني قصابان په بشپړه توګه فعاله شي تر څو د مجاهدینو د مخالفینو په مینځ کې ډار رامینځته کړي چې د مخالفت څخه لاس واخلي.

۲ ـ د جهاد د سالارانو د اقتصادي بنسټنو د غښتلوالي له پاره په کار ده چې دولت اړ ایستل شي چې مشرو مجاهدینو ته پراخې ابادې ځمکې، د استراحت له پاره ودانۍ او د ډیرو پیسو قراردادونه د دوي په واک کې ورکړي تر څو د مجاهدینو مشران د هیواد د ابادۍ له پاره سالم فکر وکړای شي.

۳ ـ په غونډه کې شیخ الحدیث عبدالرب رسول سیاف ته دنده وسپارل شوه چې په دومداره توګه د امریکا د سفارت سره په تماس کې وي. د مجاهدینو د خوار او زار حالت څخه یې خبر کړي، د اوسنې دولت کمزوري ټکي ورته بیان کړي. په اشاره کې د مجاهدینو صادقانه خدمتونه چې امریکایانو ته یې کړی دي، ور په زړه کړي. د خبرو په ترځ کې ورته ووایې چې تاسو نن د افغان مجاهدینو په مټ د میلیونونو افغانانو په قرباني سره منځني اسیا، چین او روسیې ته رانژدي شوی یاست. تاسو به د مجاهدینو د همدغو ژوندي مشرانو څخه نور ښه او صادق دوستان پیدا نه کړي. نو موږ یوځل بیا خواست درته کوو چې د افغان حکومت واګي په بشپړه توګه راکړي. موږ هم نمک حرامه نه یو چې ستاسو د ګټو د ساتلو له پاره د ټول افغانستان ځوانان قرباني کیږي، دریغ به ورباندې ونه کړو ځکه افغانان پر وعده وفاء کوي او ډیر میلمه پال خلک دي. تر هغو زموږ میلمانه یاست چې ستاسو غوښتنه وي. د تکبیر په نارو غونډه پای ته ورسیده.