37

د «مست خان» اومجبورنوکرپه اړوند طنزي لیکنه

گرآورده های مهم
11 January 2023

۹ / ۵ / ۲۰۱۲ زکال


کله چې د مي د میاشتي په دوهمه نیټه د امریکا سره د شپې په نیمایي کې موافقتنامه لاسلیک کیدل، پاملرنه مې یو څه ته واوښتل. په اخبارونو کې تر پلټلو وروسته مې څه لاس ته راوړل. کله چې د ښاغلي شاه محمودحصین لیکنې د«مست خان» او مجبور نوکر موافقتنامه  تر سرلیک لاندې دواړې برخې مې ولوستلي نو په په دی اړوند مې د طنزپه لیکنه پیل وکړ چې ستاسو پام ورته را ګرځوم:

د نړۍ په کچه کارګران د نړیوالې ورځی د خوښیو په مراسمو لګیاه ول خو د افغانستان د ارګ مخې ته د ډار، وارخطایي او منډو چاپیریال د خلکو پاملرنه  اړول. هیڅوک نه  پوهیده  چې خدای مه کړي بیا خو کوم ځان مرګي برید نه دی شوی او یا دا چې د امنیت اجنټانو خو به په دی اړوند کوم معلومات ترلاسه کړی نه وی. ډار دومره ډیرو چې د ولسمشرنژدی کسانوهم یو د بل په غوږونوکې په پس پسک څه سره ویل خو دا چې معلومات یي نه درلود، ناراضي ښکاریدل. په هرډول چې ول دا ورځ په ډار او خواشینۍ سره تیره شوه. چا د اجرآت هم نه کاوه چې د ولسمشر څخه وپوښتي چې څه پیښه ده، ځکه دا خو د امنیتي کسانو دنده وه چې معلومات یی وړاندي کړی وای. دا بله ورځ حالات نورهم ګونګ وه. د سهارله مخې د کابل آسمان ساتنه کیدل، مځکې ته د چا فکر نه و. ناببره د مي د دویمې نیټې د ورځي په دوهمه نیمایي کې د ولسمشرپرماڼۍ چاپه ووهل شول، په قوي پوځي وسلو بار امریکایان په ارګ ننوتل، هر لوري ته روزل شوی سپي خوشي شول. د ارګ د ماڼۍ اړوند دفترونه اوهرڅه پر دا بل مخ واوښتل. د ولمشرډیر نژدي مجلسي په درناوی ولسمشرته ورغي چې داڅه پیښه ده. دا نه چې ستاسو پر کور د پنجوایي د ولسوالي په څیرچاپه راغلي ده که څنګه؟ نه غواړي چې پټ له دي ځایه څخه ځان او کورنۍ وباسئ؟ ولسمشر په خپګان ولي بیا هم په لوړ او مغرور اواز وویل پریږده هر څه چې پلټي څه  زورم وورسره نه شته. زه خو په خپل هیواد کې بې واکه  یم. دا خبره یي په غوم غوم د ځانه سره وکړه.

د ماښام د لمانځه پر وخت هرڅه روښانه شول چې د هیبته ډک مست خان په ارګ کې را کوز شو. د چورلکې باد دومره قوی و چې دوه ځله د کرزي ساتونکي د هغه قرقولي په منډه ونیول او بیر ته یي ورته په سرکړل. په هرصورت مست خان راکوز شو او ټاکلي ځای ته ولاړ.

د همدغي ورځي په ورستیوکې د هیواد او نړۍ یوازنۍ مارشال قسیم فهیم اوخلیلي د ولسمشر د دفترد ریس له خوا په بیړني تلیفون ارګ ته راوغوښتل شول. دواړه مرستیالان لا تراوسه هم خبر نه وه چې څه پیښه ده خو د ورځي د حالاتوڅخه څه اندیښمن ول او پوهیدلي ول چې مست خان او یایی هم بل مهم کس ر اتلونکی دی. ښه جامې یې واغوستلي او د خپلوساتونکوسره د ارګ پرلوري په زري موټرو کې په خوځښت راغلل. طبعي وه چې ټولې لارې بندې شوي. عامه وګړي چې د موټرو او یا نورو وسایلوپه واسطه د کورونو په لوري روان وه نورهم په ډار کې شول چې د مرستیالانو د ساتونکو هیاهوی یي ولید. مرستیالانو د ارګ مخې ته راورسیدل کله یي چې هڅه کول و ارګ ته ننوزي د افغاني سرتیرو د رسم تعظیم په بدل کې د یوغټ تور امریکایی عسکر په واسطه ودرول شول او د موټر څخه د کښته کیدو امر وشو خو بیچاره مرستیالانو په ماته ګوډه انګلیسي ور وپوهول چې د ولسمشر مرستیالان او آن زه مارشال هم یم چې تاسوپه خپل ټول اردوکې ماغوندي مارشال چې لوی لوی ودانۍ په یوه انفجار ورانولای شم، نه لري. خو ځواب یوازي دا وه. موږ ته امر شوی چې پرته د حامدکرزي ټوله باید په دقیق ډول آن د ټول بدن تلاښي یي باید وشي. خدای شته مارشال صاحب ورته وویل چې تاسودCIA د لوړپوړو څخه پوښتنه وکړي هغه ماپه ټولو ځانګړتیاو پیژني . کولای شي د نښانۍ په توګه ورته ووایاست چې په ۲۰۰۱ زکال د پنجشیر په دره کې مې د څو میلیونو ډالرو په بدل کې د ټول هیواد قباله درکړل. د خدای له پاره دومره ناځواني مه کوي. نور قهرجن امریکایي سرتیري ورته راغلل او امریي ورته وکړ چې یا تلاښۍ ته ځان تیاره کړی او یا ولاړشی. تاسي تر سپانتا او زلمي رسول نه څه برتري لری چې د تلاښي څخه سرغړونه کوي؟ مارشال او خلیلي په لوړ اواز وویل ښه ځو خو د ځانوسره یي په اهسته ډول وویل، ښه همدا شیبه د روسیي او ایران څارګرو ادارو ته شکایت کوو او په نژدي وخت کې به ګوروچې څومره ستونزې وینۍ. دا خو ښه دی چې د هغوی سره مو اړیکې خرابې کړی نه دي. دا یي اهسته وویل خو امریکایي سرتیرو ته یي په ادب وویل موږ بیرته ځو ځکه د خپلو ساتونکو په مخ کې مو ابرو له منځه ځي که څه هم څه موږ خپل عزت پخوا لاپلورلي و. نو بیرته ولاړه.