37

څه ډول بایدسترجنرال شم ؟

گرآورده های مهم
11 January 2023

۳ / ۲ / ۲۰۱۲ زکال


طنز

په ټوله نړۍ کې د هرافسر دا ارمان وی چې یو وخت د جنرالۍ رتبې ته ورسیږي خو دا مقام په اسانۍ د چا په نصیب کیدلای نه شي. زموږ په هیواد افغانستان کې هم د پاچا په وختونو کې ډیرافسران به ترجګړنی هم په مشکله رسیده چې د منې سوړ باد به راولوت او تقاعد به شو. خو د جګړنی رتبه هم کمه نه وه ټول قوم به یي ویاړ ور باندې کاوه. زموږ د کلی د محی الدین کاکا کیسه مې رایاده شوه: «کله به چې زه د پوهنتون څخه په رخصتي راغلم نو محی الدین کاکا به هرځل پوښتنه را څخه وکړل چې: ابراهیم جانه څه وخت به جګړن شي؟ ما څو ځلې ورته ویلې وه چې زه پوځي ښوونځي نه لولم خو د محی الدین کاکا ارمان زما د جګړنی رتبه وه. ګومان کوم چې د عسکری په وخت کې کوم لوی امر جګړن و.»

که رښتیا ووایو، د پاچا په وخت کې سره د دی چې جنرالان ډیر لږوو خو امنیت ډیر ښه وه. په دي حکمت نو زه هم نه پوهیږم. خو زموږ د هیواد پر وړو افسرانو برکتونه راغلل.

 د سردارمحمدداود خان نوی حکومت او ورپسي د ثور پاڅون د وړو ضابطانو ارمان ګوټۍ داسې ور وکیښ چې هیڅکله یي داسې خوب هم لیدلي نه وه. ډیر واړه افسران ژر لوړو رتبوته ورسیدل حتی یوونیم جنرالان هم شول. جګړې پیل شوي نو د جنرالانو او اتلانو شمیره ورځ تربلې ډیریدل. کله چې مجاهدین راغلل نو میلې جوړی شوی هر چا به چې ډیرماینونه د سړک پرغاړو ښخ کړی وه نو بیله پوښتنې او ګرویږنې جنرالان شول خو که به یي په وژنو، چور او تالان کې لوی لاس درلودي هغوی لویی پوځې رتبې تر لاسه کړي چې لږ شمیره یي ډګرجنرال ولې لویه شمیره یې سترجنرالان شول. خو داسې کس هم  پیدا شوچې اصلي حق یي تر ستر جنرالی هم لوړ و، دا چې ولې تاسو تر ماښه پوهیږي ، نو د مارشالی رتبې ته ورسید. 

چا کیسه راته وکړه چې د جنرال دوستم اشپزهم جنرال و خ وڅپلۍ یي نه درلودي. کله چې نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلل، حیران پاته وه چې دا کومه لویه جنراله په افغانستان کې لنګه شوی ده. داسې یې یو محشر و چې د امریکایانو په انډیوالانو کې ډګروال کم یافته وه. دوی اړ ول چې دا ټولو سترجنرالانو ته د دوی د مقام مطابق چوکۍ پیدا کړي. لویه ستونزه خو دا وه چې دعادي دندو له پاره د یو کس پیداکول مهال وه. په هرصورت په هیواد کې د امنیت د ټینګیدو له پاره امریکایان او واکمن جنرالان لاس په کار شول. دومره ګټورې هڅې د(۲۰۰۱ ـ ۲۰۰۵) ز کلونو په مینځ کې وشولې چې آن کلیوال خلک یي وهڅول چې بیا توپک ته لاس کړي. بهرنیو او کورنیو جنرالانو د نوښتونو څخه لاس نه اخیست.

کورنیو سترجنرالانو او ملاتړو یي په اساسي نوښتونو پیل وکړي تر څو افغانستان په نړۍ کې په یوښکلي هیواد بدل کړی. د دی چارې د ترسره کولو له پاره یي د مرستو د میلیاردونو ډالرو په مټ دافغانستان د شهرت په خاطر ښکلي بنګلې رانیولي. د مرستو څخه ونډه په لوړه پیمانه بهرنیانو ته هم ورکول کیږي. د جنرال کیدو فابریکه یي په اساسي توګه ترمیم کړه او څه نوی ماشینان یي هم ورته وارد کړل چې د سترجنرالانو د اولادونو د جنرال کیدو پروسه په موډرنه توګه تر سره شي.

د همدغې فابریکې مسول وویل چې کیدلای شی په همدغه شیبه کې د غریبوزامن هم د برید جنرالی رتبه ترلاسه کړی، ځکه د فاریکې زاړه ماشینان کولای شی یوازې برید جنرالان تولید کړي. او د بلي خوا څخه بهرنیان د وتلو په حالت کې دی نو پر غریبو هم لازمه ده چې د خپل هیواد څخه دفاع وکړي، ځکه لوی جنرالان په نورو دندو اخته دی او د بهرنیانو د وتلوسره لازمه ده چې دوی په بهرکې د بهرنیو جنرالانو سره یو ځای د هیواد د امنیت په خاطر جګړه ایزه پلانونه جوړ کړي.

دا ښه موقع ده چې د غریبو اولادونه هم د جنرالی مقام ته  ورسیږی خو یوه خبره په یاد ولری چې دغه نوی د جنرالی نوماندان لږ تر لږه ۲۰۰۰ ډالره د قلمانې له پاره ولري.

ګرانو لوستونکو! که بل ځل داسې موقع پیدا شول چې د جنرالانو د تولید طوفان شو، تاسوته به ضرورخبردر کړو.