37

د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو ټلیفوني خبري د امنیتي تړون په تړاو

گرآورده های مهم
11 January 2023

۱۹ / ۱ / ۲۰۱۴ زکال


اوباما: سلام جلالتماب کرزی، حال و احوال دی ښه دی؟

کرزي: بلی خیری و خیریت دی. د میشل اوباما په اړوند ډنډورې خپري شوی دی، څنګه د ډنمارک پر صدراعظمي خو عاشق شوی نه یي؟

اوباما: ته د میشل خبري پریږده ښځې دغه ډول بی ځایه حسادت لري. ته د افغانستان د احوالاتو په اړوند معلومات راکړه.

کرزي: دلته احوال ښه دی خو کله کله ځانمرګی بریدونه کیږی. خلک وایي چې تاسو جناب هم په ځان مرګو بریدو کې لاس لري.

اوباما: موږ اړ یو چې د طالبانو ځواب د دوي په ژبه ورکړو. د پاکستان د تبلیغیانو په مرکز کې چاودنې طالبان ولړزول.

کرزي: تاسو جناب هم په ځان مرګو بریدو کې لاس لري؟ د لبنیانو د هوټل ځان مرګي هم تاسو پلان کړی و؟

اوباما: دا خبري پریږده د تړون په اړوند ووایي چې کله یې لاسلیک کوي؟

کرزي: ما څو ځلي درته وویل چې زما شرطونه و نه منل شي نه یې لاسلیک کوم، بیځایه جرګې او مرکې دی پریږده، ولاکه یي بیخي راباندي لاسلیک کړي. داسې معلومیږي چې ته په زور ګوتي وهي.

اوباما: نو موږ به اقتصادي مرستې بندي کړو او سرتیري به ټول وباسو.

کرزي: زویه! خپله ماتې به په څه شي پټه کړي؟ ما هم د کندهار د کرز بولي، ولاکه مې چرت ستا په سرتیرو او پیسو خراب دي.

اوباما: ما مقرر کړي اوس سرکښي کوي؟

کرزي: نه ته نه وي تا خو په دغه تور مخ په ټاکنو کې لاسوهنې کولي، رابرت ګیټس دی لمن پر سر درواړول. ستا له پاره شرم نه وه چې په دغه لوي کوټی دی په ټاکنو کې لاسوهنې کولې؟

اوباما: ډیرې غورې مه کوه که نه سخته سزا به درکړم.

کرزي: زویه! لاس دی خلاص، زه د زمریانو د هیواد یم زموږ په هرکلې کې زمریان شته، د میرویس او ګورګین کیسې ولوله.

اوباما: ته په زور ګوتي وهي په غونډه کې دی یو شعر هم ویلی و:

 ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه

زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ یم.

مشاورینو راته وژباړه خو خپل غوصه مې کنترول کړل.

کرزي: هو! دا شعر مې ځکه ووایه، ته د شورویانو څخه پوښتنه وکړه چې د کرز په کوڅو کې څومره ټانکونه نابود شول؟ د عبرت درس واخله!!!

اوباما: نو ته د ټاکنو انتقام اخلي؟ زموږ دومره مرستې ستا هیري شوی؟

کرزي: نه زموږ مرستې هیری نه دي خو د خپلو یتمیانو ژړاوې چې ستا د وحشي پوځ په بمباریو کې وژل کیږي، نه هیرومه، ورک شه په دغه تور مخ نور دي د امریکا خلکو ته تور مخی کوم.

اوباما: موږ ډیر ولسمشران زنداني کړي دي، تر ولسمشري وروسته دی د جنګي جرمونو په تور زر کاله زنداني کوم.

کرزي: او ډرا، چې کرز ته ولاړ شم بیا ستا نر هم څه نه شی کولاي. ته دی خپل ماینه وساته، ته دومره کمزوري یي چې د ماینې د شوخی وزر ور کښلای نه شي نو بیا په ما به څه وکړي؟

اوباما: جناب کرزي صاحب ته یو څه ارام شه. د بګرام څخه زندانیان مه خوشی کوه. د ټولو امریکایانو غوصه پاریږي.

کرزي: تاسو په شینو سترګو زموږ مظلوم ولس په نیمه شپه وژني او بیا یي زندان ته اچوي، خو بل لوری ته د بشر د حقونو ناري وهي. بیګناه انسانان مو په وحشي زندان کې پرته له محکمې اچولي دي. که بیا هم د زور څخه کار اخلي ستا کار دي؟

اوباما: نور می اعصاب مه خرابوه، هر څه مرستې بندوم، د سختې جزا انتظار وباسه!

کرزي: زما د مرستیال خبری دی وا نه رویدلي چې ویي ویل غره ته پورته کیږو. تاسې حساب پرکولو خو هغه دي چلینج یي در کړ چې یوازې د غرو ډبرې درباندې را خوشي کړي، په تیښته به شي.

دواړ لورو په قهر او غضب کوشی کښیښودلي.