37

طنز د افغانستان له پاره څه ډول ولسمشرقصاب او که غل اړین دی

گرآورده های مهم
11 January 2023

۴ / ۱۰ / ۲۰۱۳ زکال


په افغانستان کې د ولسمشر د ټاکنو بازار ډیر تود دی، هری خواته د ایتلافونو منډې ترنډې تر سترګو کیږي. د خوښي ځای خو دا دی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې هر څوک د نوماندي حق لري. د امریکایانو له برکته ډیموکراسۍ د بري نهایي پړاونه طی کوي دا ځکه د افغاني ټولنې ټولو قشرونو او ډلو ته حقوق په مساویانه توګه په نظر کې نیول شوی دي.

په پیل کې د ملي اجماع د جوړولو هڅې پیل شوی چې لومړی اجماع د هیواد په شمالي ولایتونو کې شوه. په دغه ایتلاف کې د هیواد نامتو مشهورو کارپوهانو ګډون درلود. ایتلاف ځکه بریالی نه شو چې په پیل کې د غلو او قاتلانو خپل منځي دښمني پیل شول ځکه غله نه غواړي چې وژنې وکړی ځکه کړنلاره یي اجازه نه ورکوي ولې قاتلان پرته د وژنو څخه خپل د اصلي کړنلارې څخه ځان منحرف ګڼې.

د افغانانو بخت یاري وکړه د غلو مشر ځان نوماند اعلان کړ او ورته مرستیالان یي هم وموندل.  د قاتلانو ورځ ډیر خرابه وه ځکه نوماند یي نه درلود، خو د نیکمرغه یي وړ کس وموند چې تیره ورځ یي د نوماندی اعلان وکړ او مرستیالان یي وموندل خو یوه لویه کمبودي یی دا ده چې د ښځو د سینو پری کولو متخصص ورسره یو ځای نه شو. سیاسي شنونکي وایي چې دغه متخصص ښه دي چې د غلو په ډله کې وي ځکه کیدلای شي چې د هغه د مسلکي پوهاوي څخه کار واخیستل شي. شنونکي وایي چې د قاتلانو مشر ډیره اوږده تجربه لري نو اړتیا نه شته چې نوموړی متخصص ورسره ملګري وی یوازي څو کانتینرونه او دري ټنه میخونه باید د کابل ملي تجاران مرسته ورسره وکړي.

د سیاسي شنونکو په آند اوس د دو پورته ایتلافونو انډول بیخې برابر دی ځکه د مهمو چارو کارپوهان په دواړو ډلو کې په مساوي ډول ویشل شوی دی. هیله داده چې د یوه لورې په ګټلو سره اپوزیشن هم مرسته ورسره وکړي نو لویه نیکمرغې به د افغانانو په نصیب شي. اټکل داسې کیږي چې پرمختګونه به د ـ۱۹۹۲ ـ ۱۹۹۶) کلونو په پرتله ډیر چټک وي.

د یو بل خبر له مخي د ډارونکو مشر هم د نوماندی له پاره تیاري نیسي ځکه د ناڅاپې پیښو په وخت کې کیدلای شی چې د لوړ رتبه مامورینو سره مرسته وکړی چې د پیښې د ځای څخه په امن سره تیښته وکړی. نوموړي څو کاله مخکی د مجاهدینو د جشن په نمانځلو کې عملاً په اثبات ورسول چې کیدلای شي د یو ټن وزن په درلودلو هم د مرګ څخه ځان وژغوري.

د لوړ پوړو چارواکو ژغورل ځکه اړینه خبره ده چې د قدرت تشه رامینځ ته نه شي.

د رسنیو په حواله داسې نوماندان هم شته چې د ملي ګټو خبري کوی او ادعا لری چې په هیواد کې رښتینۍ سوله رامنځ ته شی خو د صلاح الدین رباني د سخت غبرګون سره مخامخ شوی دي.

صلاح الدین رباني خبرلوڅو ته وویل: زما مرحوم پلار په دی لار کې ژوند د لاسه ورکړی دی. ما د پلار سره وعده کړی وه چې زه به ټکي په ټکي د مرحوم پلار ارمانونه تر سره کوم اوچې ژوندی یم د سولې بوی څوک ونه ویني. په همدی خاطر مې د ښاغلي ډاکټر عبدالله سره د هغه په کړنلاره کې په غټو ټکو ولیکل: که ښاغلي ولسمشر د سولې راوستلو په لار کې یو قدم اوچت کړي، زما د کلک غبرګون سره به مخامخ شی ځکه خدای بخښلي پلار مې داسې وصیت راته کړی و: «ګرانه زویه! زما د بري راز د قومونو په نفاق کې و، د پښتونو سره مې په یوه ژبه خبري کولي خو تاجکو، هزاره او ازبکو ته مې مسایل بل ډول بیانول. ما وعده کړی وه چې په افغانستان کې به څوک سوله راڅخه ونه څکي ځکه د افغان د کلیمې څخه نفرت لرم.»

زه ډاډه یم چې په هیڅ بیه به هغه کسانو ته موقع ورنه کړم چې په هیواد کې دایمي سوله راولي ځکه نو زه باید وزګار وګرځم چې زموږ د زغم وړ نه ده او پلار مرحوم به مې په قبر کې نا ارامه شی.

د دغه غبرګونو په پایله کې ښاغلي اشرف غني هم د خپلې کړنلارې څخه لاس په سر شو، د هیواد په ګټه یې وبلل چې د زرګونو هلمندي او کندهاري طالبي سرتیرو وژونکي چې نړیوال شهرت هم لري د خپل لومړی مرستیال په توګه وټاکي. خو جنرال دوستم وویل چې ما د دفاع وزیر کړه ځکه د مجددی صاحب غوښتنه وه چې زوی یې د ولسمشر مرستیال شي. زه یي هیله پر مځکه نه اچوم ځکه چې ماته یي د «مجاهدکبیر» او «خالد بن ولید» مقام راکړی دی. خو کله چې مجددي صاحب د جنرال دوستم د پیرزوینې څخه خبر شو، په دوعا ویلو یې پیل وکړ چې دغومره پیرزوینه کافي ده. زما د اوږده خدمت په مقابل کې خو کرزی صاحب هم دومره نیکي نه ده کړي. ته زما د لاس نهال یي ځکه د مجاهد کبیر، خالد بن ولید لقبونه او د سترجنرالی رتبه مې درکړی ده. زه هیله لرم چې د خپل کارپوهي پر بنسټ د پخوا نه زیات د افغانستان خلکو ته خدمت وکړی. د هر مخالف او ورسره کورنۍ سرونه پري کړی چې بیا زموږ په مخ کې خنډونه جوړ نه کړي. د بری دوعا درته کوم. 

د شنونکو په آند کیدلای شی چې په دغه یارانه کې د حملو جګړه پیښه شي ځکه ولسمشر او مرستیال یي دواړه د زغم او صبر سره مخښه کړی ده خو هیله ده چې د ارګ ساتونکي بهرني وی تر څو د دو تر مینځ د فزیکي جګړې مخه ونیولای شي.

ښاغلي عبداله او شیخ الحدیث استاد سیاف تیره شپه په کانټینینټال هوټل کې غونډه وکړه په داسې حال کې چې د دواړو مرستیالان حاضر وو. د ناظرینو په توګه مارشال صاحب، استاد خلیلي او جنرال دوستم هم تشریف درلودي. په غونډه کې پر ملي او نړیوالو حالاتو ژور بحث وشو. د دواړو نوماندانو همږغي د ناظرینو له خوا توصیه شول. مارشال صاحب، استاد خلیلي او جنرال دوستم وعده وکړه چې دوی به په بشپړ زیراکت هیڅ ډول همکاري نه سپموي. لاندې مواد یي ډیر مهم وبلل چې باید جدي پاملرنه ورته وشي:

۱ ـ د ملي شورا د راتلونکي ترکیب له پاره باید ډیره هڅه وشی چې نالوستي کسان ملي شورا ته لار پیدا کړي، ځکه افغانستان د روڼ اندو له لاسه تباه شوی دي.

۲ ـ د وزیرانو د ټاکنو شرایط

الف: د وزیرانو په انتخاب کې باید ډیر دقت وشي. هر وزیر چې ټاکل کیږي لږ تر لږه باید سل میلیونه ډالره نقد په بانکونو کې ولري او د افغانستان په دننه کې دوې بنګلې په شیرچور او دوې بنګلې په دوبی کې ولري، ځکه د بډو اخیستلو هڅو ته باید اړتیا ونه لری.

ب: لږ تر لږه یې سل کسان په کانتیرونو کې وژل وی، ځکه په کار ده چې د دولت د مخالفینو سره جدي او مسلکي چلند په کار دي.

ث: د کډوالو وزیر باید د ایراني مقاماتو سره نژدی اړیکې ولري، او د پاکستان سره یې هم باید اړیکې خرابې نه وي، ځکه هلته ډیر کډوال شته. هغه کډوال چې د عدالت او مرستو غوښتونکي وی، ښه به دا وي چې زموږ ورور هیوادونه یي اعدام او یا په جیلونو کې واچوي، ځکه زموږ زندانونه ډک دي.

ج: د امنیت لوی ریس باید د نړۍ د مشهورو څارګرو ادارو په ځانګړی ډول د CIA سره ښې اړیکې ولرې. د متهمینو په شکنجه کولو او اقرار اخیستولو کې باید په امریکا کې لږ ترلږه شپږ میاشتي زده کړی او شپږ میاشتي پراکتیک کړی وي.

د: د حج او او اوقافو وزیر، د ولسمشر مرستیالان او ډیره کي وزیران باید تر دوښځو ډیري نکاح کړی ښځې ولري. خو هغه جهادی مشران چې د دولت ملاتړ کوي، باید د دارالحرب د قوانینو له مخې د ډیرو پیغلو سره (جهاد النکاح) وکړی تر څو په ټولنه کې رواج پیداکړي. شیخ اصف محسني په هغه صورت خپل اوسنی موقف ساتلای شی چې د صیغه قانون په عملي ډول په افغانستان کې پیاده کړي.

ذ: د پیسو په ټولولو کې ټول وزیران باید بشپړ مهارت ولری تر څو ملی بودجه تقویه کړي.

ر: د نشه ای توکو سره د مبارزي او د کورنیو چارو وزارتونه باید د هیروینو قاچاق داسې تنظیم کړي چې په ملي عوایدو کې زیاتوالی راشي او د جهادي مشرانو اړین احتیاجات هم پوره کړای شی تر څو د مالیې وزارت د جنجال څخه خلاصوي.

ز: هغه دولتي واکداران چې د ګوندونو په مشرتابه کې وي، باید دوسلو زیرمې ولري او د مارشال صاحب نصایح په نظر کې ولري. په دی مانا چې د اړتیا په وخت کې غرو ته د ختلو مالي او پوځي توان ولرلای شی.

دغه ټکي باید بریالي ولسمشر په پام کې ونیسي پرته له دي هیواد د بحران لور ته تللای شي.