42

د سيند په غاړه

راگ هزره استاد اولمیر ، ،

د سيند په غاړه
شوه راپه غاړه

په ناز يې ووی
بس دې مه ژاړه

غمونه لاړه خوشالي راغله
په ما د مينې پركالي راغله

چې راښكاره شوه
داهسكه غاړه

چې ساه نېولې شوه راترغاړې
وى چې لاليه نور به نه ژاړې

خانده خوښېږه
د غم شپه لاړه

پرېشانې زلفې چې راخورې شوې
د غمازانو مېنې سپېرې شوې

خانده خوښېږه
غمونه لااړه

را زارېدله په مينه مينه
آنازنينه له واورې سپينه

سېلابه تل تل
دا ساعت غواړه

په ناز يې و وی
بس دی مه ژاړه
لغمان – سپينه تاڼه

١٦ / ٦ / ١٣٤٣