37

د پاکستان دمشرانوپه اړوند طنزي لیکنه

گرآورده های مهم
11 January 2023

۴ / ۵ / ۲۰۱۲ زکال


رضاګیلاني : ښاغلي زرداري صیب! ستره محکمه په قهرده اوستاسوپه باب تیرې، بیرې خبري کوي اوغواړي چې څه پلمه درته جوړه کړي.

زرداري : مارحمن ملک بی عقل ته ویلي وه چې دهغوی حق هم ورکړي.

رحمن ملک : صاحبانو! ما خو د هرې معاملې ونډه ورکړی ده، یوازې مې د هغه خانزاده مړي د ونډې پیسي مې تراوسه نه دی ورکړي.

زرداري اوګیلاني : په چیغو یی وویل : هوهلکه رحمانیه ! دومره بی ععقلي هم څوک کوی چې تا کړی ده؟

رحمن ملک : صاحبانو! امریکي خو تراوسه ولاکه یو ډالرهم د وعده شوو پیسو څخه راکړي وي او د هغه خدای وهلي بن لادن په جیب کې خو یوه روپي نغده نه وه. مشرقاضیان خو دومره صبر بای دولری چې د امریکا څخه روپي را ورسیږی، برخه به یي ورکړو. موږ خو څه غله نه یو.

ګیلاني : زه خو د محکمې وږو، تږو قاضیانوته ولاکه یوه روپي ورکړم.

زرداري : ولې ګیلاني صیب دومره په غوصه یي ؟ زه ستا په غوصه پوهیږم ځکه ایبټ باد خو زموږترولکي لاندی علاقه نه ده.

ګیلاني : په رښتیاني هغه دی د پوځ او د کیاني څخه ګیله کوي. که موږڅه د خپل ولکي ترسیمې د باندي وګټو، نو د قاضیانوحق راسره نه شته.

زرداري : د پوځ مشراو کیاني ولې په غوصه دي، حق خو ورته رسیدلی دي.

ګیلاني: د کیاني سره مې د قذافي په برخه کې خبري کړی وی. که بریالي شی اوهغه دلته راولي نو د ټول ملک د مشرانو چاره به وشي. په دی معامله کې خو امریکایان ډیري پیسي راکوي. اوس کیاني او د پوځ مشر په غوصه دی چې ولې زرداري صیب په  دي معامله کې مرسته ونه کړه.

زرداري : یوسر، هزار سودا. زه خو د کرزي سره په معامله اخته یم، په افغانستان کې هم غوړه ګوله شته، نو پوځیان خو باید لږو پوهیږي.

رحمن ملک : صاحبانو خبره خو دغه ده چې پوځ او ISI په غوصه شوی دي.

زرداري : هلکه رحمنیه ! دا څه خبره کوی، غوصه په څه کې ده ؟ ایا د کرزی سره پوځ او ISI تر ماښه چالبازي کولای شي ؟

ګیلاني : زرداري صیبه ! د رحمن ملک مقصد دا دی چې افغانستان د جهاد د وخته څخه د پوځ او ISI  په واک کې ول اوعواید یي هم د دوی له خوا نورو مشرانو ته ویشل کیدل.

زرداري : اوس پوه شوم . هغه بینظیري خوزه په دی پوه کړی نه وم. ښه دي چې اوس په وپوهیدم، نور به پام ورته نیسم.

پای