42

ساقي داسي مستي غواړم

راگ هزره ناشناس ، ،
ناشناس

ساقي داسي مستي غواړم چي توبه مي په توبو سي
چي مي عقل لیونی سي چي احساس په غلبلو سي

رانه هیري څو لحظې که د دنیا وراني وداني
رانه پټي څو شیبي که د زاهد سترګي شیطاني
داسي اور مي په رګو که چي مي وینه په نارو سي

ساقي جار دي تر لاسو سم درواری دي سم جامونه
سر پر سر یی راته راوړه ڼ یی هیر که نوبتونه
د خیام کوڅي ته ځمه چي دوزخ په اجارو سي

ڼ له هر څه بیګانه یم ڼ له رنګه راجلا یم
منصورې مستۍ اخیستی هم مجنون یم هم لیلا یم
تر هغو به دا مستي وي چي وی وی د زولنو سي

مرګه پریږده ستا خبري ما لا نوي لار پیدا کړه
ما د هوښ نیمګړې برخه له جنون سره سودا کړه
جهاني ته مهلت ورکه چي میلمه د پنجرو سي