42

چا په فریب وخوړه، چا په دوکو وخوړه

راگ هزره فیاض خان خیشکي ، ،
فیاض خان خیشکي

چا په فریب وخوړه، چا په دوکو وخوړه +
چې حیا نه پیژني دنیا هغو وخوړه
چا د ورورئ په نامه پردي کورونه لوټ کړل +
چا د یارئ په نامه پردي مالونه لوټ کړل
چا په چل ول وخوړه چا په نخرو وخوړه +
چې حیا نه پیژني دنیا هغوي وخوړه
چا د پیسو لپاره خپل غیرتونه خرڅ کړل +
دې ځینو ځینو پکې خپل ایمانونه خرڅ کړل
چا په شملو وخوړه چا په پټکو وخوړه +
چې حیا نه پیژني دنیا هغوي وخوړه
چه شي قربان په مینه هغه یاران چیرته دی +
وخت دی بدل لایق اوس صادقان چرته دی+
چا د پښتو په نامه چا په پښتو وخوړه +
چې حیا نه پیژني دنیا هغو وخوړه