42

لکه زه به یار مین یم بل به نه وې مین هسي

راگ هزره ناشناس ، ،
ناشناس

لکه زه به یار مین یم بل به نه وې مین هسي
لکه زه پسې غمجن یم بل به نه وې غمجن هسي
هم مې ووژنې پخپله هم په ما باندی ژړا کا
څه شه یار دې شه یې مینه وژل هسي شیوند هسي
تورو ظلفو ته یي ګوره شایسته دواړه رخساره
د جهان په مخ به نه وې سنبل هسي ثمن هسي
زا داغدار غرقه په وینو لاله ګولو ته وګوره
هیڅ شهید راوړاې نه دې له اځله کفن هسي