42

دا زمونږ زيبا وطن

راگ هزره استاد اولمیر ، ،
استاد اولمیر

دا زمونږ زيبا وطن , دا زمونږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دی , دا افغانستان دی

دا دمينې کور زمونږ , دا د پلرو ګور زمونږ
نه ورکوؤ چا لره , دا د سترګو تور زمونږ
نه دی د بل چا وطن , دا دی د شيرشاه وطن
دا وطن مو ځان دی , دا افغانستان دی

دا وطن دی ځان زمونږ , دا وطن ايمان زمونږ
وايي په خاپوړو کې , داسې ماشومان زمونږ
دا مو د بابا وطن , دا مو د دادا وطن
په مونږ باندې ډير ګراندی , دا افغانستان دی

ځار يې له سيندونو شم , ځار يې له ډاګونو شم
ځار يې له خوړونو شم , ځار يې له دی غرونو شم
دا زمونږ اشنا وطن , درد له مو شفاء وطن
زړګۍ مې پرې روښان دی , دا افغانستان دی

دا وطن زيارت زمونږ , دا وطن نعمت زمونږ
دا وطن په دې دنيا , دی لکه جنت زمونږ
دا وطن صفا وطن , زړه د ايشيا وطن
ژوندون د ملنګ جان دی , دا افغانستان د