42

بیا دې په زلفانو کې

از کتاب: راگ هزره ، فصل احسان امان ، بخش ،
احسان امان

بیا دې په زلفانو کې آشنا ګلونه وینمه
توروتورو شپو کې څه رنګین خوبونه وینمه
فکر کړه نایڼې په وروورو یې زلفې ګوره
ځوړند یې هر تار کې پریشانه ولونه وینمه
چیرته میخانې دي چیرته حسن د نغمو سره
وینم په قدم قدم ښایسته غمونه وینمه
هغه ده دحشر په میدان کې تماشه شوله
یو دچا ګریوان بل دجوهر لاسونه وینمه