42

ښایسته افغانستانه

راگ هزره شفیق مرید ، ،
شفیق مرید

د بلال خوږه اذانه
د ملالې یا قربانه
زما مینې زما ځانه
ښایسته افغانستانه

ښکلی شان به دې څرګند شي
په خندا به درته ژوند شي
دا ټوټې ، ټوټې قومونه
دا به بیا سره پیوند شي
دا بیلتون دې ترې تم شي لوی ملت شې لوی افغان
زمـا میـنې زما ځانه ښایسته افـغـانـستـانـه

د ظالم غرور به مات شي
په قسمت به مو نجات شي
دعاګانې به راټولې
په غونډۍ د عرفات شي
قافله به شي د امن په ګلونو کې روانه
زما مینې زما ځانه ښایسته افغانـستانه

علم ، علم شې عرفان شې
د خوږې مینې داستان شې
د حـکـمـت له بـرکته
داسې ښکلی شې ودان شې
چې څلور کونجه دنیا وي ستا د پوهې ترجمانه
زما مینې زما ځانه ښایسته افـغـانـستـانـه