42

خمار مي نه ماتیږي

راگ هزره ناشناس ، ،
ناشناس

هغه شپه می پاس اخله د پردیس د ارمانونه
چی هم دلته بیګانه یم هم هلته بیګانه زم

خمار مي نه ماتیږي شرابونه بیګانه دي
ساقي راته اشنا دی خو جامونه بیګانه دي

چي زما د لیونو چیغو جواب ورسره نسته
یا زه یم بدل سوی یا دا غرونه بیګانه دي

دې ښار کي ربابونه د سنګسار په غیږ کي غواړه
نغمي ګوتي کي ژاړي شهبازونه بیګانه دي

پښیمانه درته نه یم بد ګومانه راته نه سې
جنونه ته مي خپل یی ځنځیرونه بیګانه دي

سجدې د جهاني پر تندي مه غواړه زاهده
په دې سرکښه ښار کي محرابونه بیګانه دي