42

داځواني مې صدقه شه

از کتاب: راگ هزره ، فصل رامین عطش ، بخش ،
رامین عطش

داځواني مې صدقه شه ،خوپیاله مې تشه مه شه
دزړګي لپه چپه شه ، خو پیاله مې تشه مه شه

ښه پوهیږم چې مې وژني دابر بنـډې دتاک پیـغـلې
عمره ! یو څاڅکې نشه شه، خوپیاله مې تشه مه شه
داځواني مې صدقه شه ،خوپیاله مې تشه مه شه
دزړګي لپه چپه شه ، خو پیاله مې تشه مه شه

څوئې څښم نه تمامیږي راته څه دزهرو سیند شو
دادژوند وچه چینه شه، خوپیاله مې تشه مه شه