42

راشه خواله غلې

راگ هزره ناشناس ، ،

راشه خواله غلې
اى نازولې
ما منلي ستا نازونه
زما بلبلې!
زه هم ستا په مينه
اى نازنينه
تيروم مياشتې كلونه
زما لاليه!

راځه راځه په مينه مينه
د زړګي سره نازنينه
د ژوند تابلو مې كړه رنګينه

راشه خواله غلې
اّى نازولې
رانه لرې كړه غمونه
زما بلبلې!

زما ګوګل كې ناسته ياره
سترګې مې سرې له انتظاره
څارمه ستا د راتلو لاره

زه هم ستا په مينه
اى نازنينه وړم د هر چا منتونه
زما لاليه!

د نوي ژوند نوى دوران دى
بشر روان مخ په آسمان دی
جوړ بيا د مينې امتحان دی

راشه خواله غلې
اى نازولې
د سېلاب واوره عرضونه
زما بلبلې!كابل – نوى ښار

١٧ / ٨ / ١٣٤٣