42

یاره ستا په اننگو که

راگ هزره نازیه اقبال ، ،
نازیه اقبال

یاره ستا په اننگو که چه دچا دوینو رنگ دی
زما د پاکی مینی حقیقت پکی څرګند دی
ما ویل زما سره اشنا شه
ده ویل زمونگ کلی ته راشه
ما ویل مینه رسوا کیږي
ده ویل دا دوینی خوند دی

ما ویل ښکلی دی ځوانی ده
دی ویل مینه رسوایی ده
ما ویل زه دی لیونی کړم
دی ویل یار می غنم رنګ دی

ما ویل سپینه خوله دی راکړ
دی ویل مینه کړی بی باکه
ما ویل زړه ته می نژدی یی
زه یم شمع یار می پتنګ دی


ما ویل لاس دی شکاره راکړه
دی ویل مینه کړی بی باکه
ما ویل زړه ته می نژدی یی
زه یم شمع یار می پتنګ دی

ما ویل راشه مازیګر ته
دی ویل دربه شم ګدر ته
ما ویل لاره به دی څارم
دی ویل ما په لاری څنګ دی