42

جوړه د فطرت له باريکۍ يمه

راگ هزره راحیل یوسفزی ، ،
راحیل یوسفزی

جوړه د فطرت له باريکۍ يمه
راشه، راته ګوره زندګۍ يمه
ماته به د مينې کيسې نه کوې
زه ګوره تر اوسه لا کوچنۍ يمه
ته که آدم خان د خپلې مينې يې
زه هم مينه ناکه درخانۍ يمه
دل شوم د حالاتو په مېچن باندې
اوس له خپله ځانه هم پردۍ يمه
څنګه تانه طمع د وفا وکړم؟
بيا خو په رښتیا هم لېونۍ يمه
راشه چې ځواني دې سندريزه کړم
زه د ښايستونو پکتيانۍ يمه.