37

هوښیار سیاسي مشران

گرآورده های مهم
11 January 2023

۳۱/۹/ ۲۰۱۵ زکال


 طنز

مشر په بشپړ باور وایې چې د کندوز د ښار مدیریت تر کنترول لاندې دي. اوسنۍ الګوله او زموږ د پوځونو پر شاه کیدل یوه تاکتیکي موضوع وه. د تشویش خبره نه ده، موږ دوباره

کندوز تر ولکې لاندې راولو، هیڅ اندیښنه مه کوي. هر څه به عادي بڼه خپله کړي.

د خبرلوڅي پوښتنه: ولې د کندوز مشرانو د دومره پولیسو، ملي امنیت غړو او ملي اردو په شتون کې تاکتیکي پر شاه تګ وکړي؟

ځواب: وروره تاسو په رسنیو کې خبره دومره پړسولي ده. ما مخکې درته وویل چې هر څه زموږ تر مدیریت لاندې دي.

یوه وړوکی ستونزه دا وه چې والي صاحب د استراحت له پاره ه سفر تللي وه، په همدغه شپه امنیتي مسولینو د خوښیو جشن نمانځه نو ډیر ناوخته ویده شوی وه. ناڅاپه طالبانو ناځوانانو د موقَع څخه په ګټه اخیستنه برید پیل کړی وه. تاسو خو د خلکو دښمنان پیژنی چې موږ د خوښیو زغم نه لري.

پوښتنه: داسې اوازې دي چې طالبانو د ښار د نیولو پلان نه درلودي یوازې د زندان څخه خپل ملګري خوشي کول. ایا دا ادعا رښتیا ده؟

ځواب: په ډیره خوښۍ باید ووایم چې هودا خبره پر ځای ده. ټول ویده وه. کله چې طالبانو زندان مات کړی وه نو ځنینو ناپوه طالبانو د ښار د نیولو هڅه کړی وه چې بریالي هم شول. خو د طالبانو مشران ورباندي په غوصه وه ځکه د ښار نیول او واکمنۍ ته دوام ورکول ځانګړی پلان غواړي.

زموږ سره د خدای (ج) ملاتړ وه چې د دوي د بیعقلي څخه ګټه پورته کړو او ژر لاس په کار شوو چې ښار دوباره  تر ولکې لاندې راولو. ښه مدیرییت او پلان جوړونه همدغه ده.

پوښتنه: ښاغلي مشره! اوس ستاسو دقیق پلان څه دي؟

پوښتنه: ستاسو په نظر دغه ډول کړنې د حکومتي مشرانو غفلت نه ګڼي؟

ځواب: بلي خو ما د ملی امنیت ریس ته دنده سپارلي ده چې سبا د ولسي جرګې په غونډه کې د ملت څخه بخښنه وغواړي او مړو ته د فردوس جنت دوعا وکړي.

پوښتنه: دقیق پلان مو څه دي؟

ځواب! په راتلونکو ورځو کې ملي اجماع جوړوم، د جهادي مشرانو سره تر مشورو وروسته به په بشپړ احتیاط لاس په کار شوو.

خو موږ پخوا هم د امریکایانو په نیکو مشورو پریکړه وکړه چې طالب په داعش کمزوري کړو او برعکس چاره مخته یوسو. نو ځکه په یو ځای کې د طالبانو او بل ځای د داعش غښتلي کول اړین دي. اندیښنه مه کوي هر څه تر کنترول لاندې دي.

خبرلوڅي د ټلیفون پر کرښه په نیویارک کې د جناب عبدالله عبدالله سره لنډه مرکه وکړه.

پوښتنه: د افغانستان د وروستیو حالاتو په تړاو څه ویل لري؟

ځواب: زه پوهیږم چې ستونزې شته، ولس تر یوې کچې ناراضه دي خو موږ مهم کارونه کړي دي.

پوښتنه: کوم مهم کارونه مو کړی دي چې ولس تري خبر کړي؟

ځواب: څه موده مخکې مو د مجاهدینو د مشرانو غونډه په خیرخانه کې جوړه کړه او د حکومت د ستونزو په تړاو مو مهمې پریکړې وکړي. په غونډه کې مو د تکبیر په نارو سره د امریکا سره د اړیکو د ښه کیدلو درناوي وکړي.

پوښتنه: د مجاهدینو د مشرانو د پریکړو یوه بیلګه وړاندې کولای شواي؟

ځواب: بلي! موږ پریکړه وکړه چې حکومت او ولسمشر کمزوری دي، ناروغ هم دي نو ښه ده چې د مجاهدینو قوتونه دوباره سمبال شي. هڅه وشي چې د طالبانو بریدونه تر هغې کچې زیات شي چې حکومت اړ باسي چې مجاهدینو ته د مرستې لاس وغځوي.

پوښتنه: د دي خبري مانا داده چې کندز ستاسو د پلان له مخې د طالبانو په واسطه سقوط وکړي؟

ځواب: خبر لوڅي ته اجازه نه شته چې د سیاسي ډیپلوماسي څخه بهر پوښتنه وکړي.

نن مې د جهادي مشرانو او ښاغلي عطا محمد نور سره خبري وکړي، د حالاتو جاج مو واخیستي. لاندې پریکړې مو وکړي:

ـ زه باید ولسمشر ته قناعت ورکړم چې مجاهدین کندوز ته درومي چې د طالبانو سره جګړه وکړي. دا جګړه به ډیرې لاسته راوړنې ولري:

الف: د مجاهدینو ځواکونه ډیره موده د جګړې څخه لیري وه. په دغه جګړه کې به د طالبانو په وژلو کې ټریننګ وکړي.

ب: ډیر وخت مجاهدینو په جګړه کې برخه نه درلوده، د لویدیزو او امریکایانو پوځونه په لویه کچه ووتل نو ځکه د دواړو لورو څخه مجاهدینو ته اقتصادي ستونزې پیښې شوي.

د کندز په جګړه کې په قوي اټکل طالبانو چور او چپاول کړي نه دي که دا کړنه یې هم کړې وي، په لوړه کچه به نه وي ځکه دوي په جګړه اخته دي. نو ښه دي چې د مجاهدینو (د نظار شورا غړي) هلته استول کیږي چې د جګړو د نویمو کلونو پراخه تجربه لري او هم د جګړو د غنیمت په ټولو کې بشپړ مهارت لري. دا چاره به د دوي په اقتصادي وده کې اغیزه ولري او د نورو جګړو له پاره به تشویق شي ځکه هلته چې غنیمت وي، جګړه اسانه ګټل کیږي.

پوښتنه: تاسې فکر کوي چې د نیویمو کلونو جګړې تکراریږي؟

ځواب: طبعي ده ځکه چې د نظار شورا مجاهدین ډیره پخه تجربه لري نو ځکه د بشپړ باور وړ دي چې ډیر طالبان به ووژني او د غنیمت د ښو شتمنیو سره به بریالي را وګرځي.

وروستۍ پوښتنه: تاسو د ملل متحد په غونډه کې څو محدودو کسانو ته وینا کوي، نورچیري دي؟

ځواب: د ملل متحد غړو موږ ته موقع راکړه چې په خپلو مینځو کې خبري سره وکړو او ښه پلانونه جوړ کړو ځکه دوي پرموږ باور لري او زموږ پریکړې مني.

ستاسو د مرکې څخه مننه

ستاسو څخه هم مننه په پای کې وایم بریالي دي وي د جمعیت اسلامي مجاهدین